د دوحې د سولې بهير تاريخکرښه #دوحې_تړون #DohaAgreement

  • ۱۰ کب، ۱۳۹۸د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو) اود امريکا د متحده ايالاتو (امريکا) ترمنځ د سولې تړون

    خالي يا شنبې په ورځ ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو.د سولې تړون د قتر يا قطر پلازمېنې دوحه کې د امريکا له لوري افغانستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو له لوري د قتر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليک کړ.

  • ٢٢  وږى ، ١٣٩٩ چې ١٢ سپټمبر ٢٠٢٠ دوحه کې د افغانانو دسولې خپلمنځي مرکې يا د سولې بين الافغاني مذاکراتو پيل

    ٢٢ وږى ، ١٣٩٩ چې ١٢ سپټمبر ٢٠٢٠ خالي يا شبنې ورځ د قتر يا قطر پلازمينه دوحه کې د افغانانو دسولې خپلمنځي مرکه پرانستل کېږي دغه مرکه چې د د سولې بين الافغاني مذاکراتو په نوم هم يادېږي. ټاکل شوې سبا پيل شي، په اړه يې لومړني معلومات دي:

    د پرانستونې غونډې گډونوال او ويناوال:

    - داکتر عبدالله عبدالله، د جوړجاړي عالي شورا مشر
    - ملا برادر اخند، د اسلامي امارت سياسي مرستيال
    - محمد بن عبدالرحمن آل ثانی، د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير
    - مایک پمپيو، د امريکې د بهرنيو چارو وزير
    - زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې چارو کې د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ځانگړى استازى
    - د دواړو غاړو د مذاکره چي پلاوي مشران او غړي
    - د دواړو غاړو تخنيکي ډلې

    د دواړو غاړو دمذاکراتي ډلو تر منځ د خبرو لپاره لومړنى بحث:

    - د مذاکراتو پر اصولو بحث او هوکړه
    - د اسانچاري په اړه بحث او هوکړه
    - د گډې دارالانشا په اړه بحث او هوکړه
    - د مذاکراتو پر اجنډا بحث او هوکړه

    پرانستونې غونډه: شنبه، ٢٢ وږى، ١٣٩٩- ۱۲ سپټمبر، ۲۰۲۰
    د هوکړې له مخې د اجنډا پر اساس د رسمي جلسو د پيل احتمالي نېټه: دوشنبه، ٢٤ وږى، ١٣٩٩- ۱۴ سپټمبر، ۲۰۲۰
    له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د افغانستان دحکومت شل کسیز هیئت کې څوک دي، کوم ګوند پورې تړاو لري، تمایلات یې څه دي او یا د چا استازیتوب کوي. په دې اړه مې لاندې لنډ معلومات راټول کړل هیله ده سر مو خلاص شي.

    ۱- معصوم ستانیکزی (لوګر – پښتون): اوسممهال د امنیت ملي‌ رئیس دی، پخوا دمخابراتو وزارت، د ولسمشر مشاور، د سولې دعالي شورا د دارالانشا رئیس او د ډایاګ د پروسې د رئیس په توګه یې هم کار کړی دی.

    ۲- فاطمه ګیلاني (کابل – سید): د محاذ ملي‌ د ګوند مشر ارواښاد پیرسید احمد ګیلاني‌ لور ده او په مذاکراتو کې به هڅه کوي د خپل ګوند ګټې خوندي کړي.

    ۳- نادر نادری (لغمان – تاجک):‌ اوسمهال د اداري‌ اصلاحاتو د خپلواک کمیسبون رئیس دی، پخوا یې د بشري حقونو کمیسیون، د ازادو او عادلانه ټاکنو (فیفا)‌ کې هم کار کړی.‌ د ولسمشر له نږدې کسانو شمېرل کېږي، د افغانستان نظام او جمهوریت ته متعهد شخص دی.

    ۴- عبدالمتین بیک ( مزار شریف – ازبک): اوسمهال د ډاکټر اشرف غني مشاور دی. دمحلي‌ ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس او د ملي‌ امنیت د معاون په توګه یې هم کار کړی.‌ په سیاسي‌علومو کې یې له هند هېواد نه ماسټري اخیستې ده.

    ۵- فوزیه کوفي (بدخشان – تاجکه): په ولسي‌ جرګه کې د بدخشان ولایت استازې او د ښځو د حقوقو فعاله ده. جمهوریت، ولسواکۍ او د ښځو حقونو ته ژمنه خو قومي ګټو ته تر ملي ګټو زیات ارزښت ورکوي.

    ۶- ضرار احمد مقبل (پروان – تاجک): د جهاد په وخت کې د احمدشاه مسعود د دفتر معاون، د طالبانو د امارت تر ړنګېدو وروسته د پروان والي، وروسته د کرزي په وخت کې د کورنیو چارو وزیر، دمخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وزیر او بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی دی.

    ۷ - عبدالهادي ارغندیوال (کابل- پښتون): د حزب اسلامي د بېلې شوې څانګي مشر دی. د حامد کرزي‌ په دویمه دوره کې د اقتصاد وزیر و، د خپل حزب استازیتوب کوي.

    ۸- ډاکټر رسول طالب (غزني – هزاره): د حزب وحدت مزاري له بنسټ ایښودونکو څخه دی او اوسمهال په ولسي چارو کې د ډاکټر اشرف غني مشاور او د ددویم مرستیال سرور دانش نږدې ملګری دی.‌

    ‌حبیبه سرابي ( مزارشریف – هزاره):‌ د حامد کرزي په دوره کې ډېر وخت د بامیانو ولایت والۍ وه او بیا د ښځو چارو د وزارت وزیره شوه، په مذاکراتو کې د ښځو استازیتوب کوي.‌

    ۹- ډاکټر غیرت بهیر(‌کابل – تاجک): د ګلبدین حکمتیار زوم دی او د افغانستان اسلامي‌ ګوند کې دویم کس ګڼل کېږي.‌ اوسمهال غیرت بهیر د ګوند سیاسي‌ چارې او بهرنۍ اړیکې پرمخ بیایي او له طالبانو سره په مذاکراتو کې به هم د خپل ګوند ګټې تعقیبوي.

    ۱۰- حفیظ منصور( پنجشیر- تاجک): د جمیعت اسلامي ګوند د نشراتو مسوول دی.‌ ده د (هفته نامه پیام) د مسوول مدیر او دمجاهدینو په وخت کې د لنډې مودې لپاره د ملي‌ راډیو ټلویزیون د رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر په توګه هم کار کړی. په ژورنالیزم کې کاري‌ تجربه لري او د جمیعت ګوند له وفادارو کسانو څخه شمېرل کېږي.

    ۱۱- غلام فاروق مجروح (هرات – تاجک): د تورن اسمعیل خان باوري کس دی. مجروح د ولسي‌ جرګې په شپاړسمه دوره کې د هرات استازی و.‌ پخوا یې ایران کې د جمیعت ګوند استازي، هرات کې د فرقې معاون او د ګلران ولسوال په توګه هم کار کړی.

    ۱۲- مولوی عنایت الله بلیغ (کاپیسا- تاجک)‌: اوسمهال‌ دپل خشتي‌ جومات خطیب، دکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او دعلماو شورا غړی دی. مولوی بلیغ د حامد کرزي په دوره کې د حج او اوقافو وزیر په توګه هم کار کړی. د استاد عبدالرب رسول سیاف باوري کس دی.

    ۱۳- باتور دوستم (جوزجان - ازبک): د ازبکو د مشهور قوماندان جنرال دوستم زوی دی.‌ په حقوقو او سیاسي‌ علومو کې یې ترکیه کې ماسټري‌ اخیستې ده او په مذاکراتو کې د ملي جنبش په استازیتوب ګډون کوي.

    ۱۴- کلیم الله نقیبی ( کندهار- پښتون)‌: د جمیعت ګوند د مشهور قومندان ملا نقیب الله اخند زوی دی. ملا نقیب اخند لومړی د جمیعت ګوند وروسته د طالبانو په امارت کې قومندان و. کلیم الله نقیبی اوسمهال د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمیعت ګوند معاون دی.

    ۱۵- محمد ناطقي (بامیان - هزاره) د وحدت ملي ګوند سرپرست،‌ و لسمشر ارشد مشاور او د ولسي جرګې غړی دی. د استاد رباني په وخت کې یې د تجارت وزیر په توګه هم کار کړی. زده کړې یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې عراق او ایران کې کړي. د بن په کنفرانس کې یې هم د هزاره ګانو د حزب وحدت ګوند په استازیتوب ګډون کړی و او د استاد محقق له نږدې ملګرو څخه دی.

    ۱۶:جنرال محمد ایوب انصاری پشتون دی په قوم نورزی دی دنوزاد ه ولسوالی او هلمند ولایت دی قومی شخص دی پلار نیکه او غورنیکه یی هم قومی خلگ وه دا یم دپاچا ها نو د دربار خلک پاته شوی دی .
    په هیخ گوند پوری اره نلری .
    وظیفه یی دهلمند دامنیه قومندانی معاوین. دلوگر ده ولایت امنیه قومندان او ده هرات ولایت امنیه قومندان پاته سوی دی

    ۱۷- شهلا فرید (فاریاب- تاجکه) د ښځو د حقوقو فعاله ده، ۲۷ کاله یې د کابل په بېلابېلو ښوونځیو کې د معلمې په توګه کار کړی اوسمهال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده ده،‌ مذاکراتو کې به د ښځو استازیتوب کوي.‌

    ۱۸- شریفه زرمتۍ ( پکتی – پښتنه) د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې وکیله او د ښځو د حقونو فعاله ده. د بشري حقونو په برخه کې د ډاکټر اشرف غني د مشاورې په توګه یې هم کار کړی.

    ۱۹- خالد نور ( مزار شریف - تاجک)‌ د استاد عطا محمد نور پنځه ویشت کلن زوی دی چې د خپل پلار په استازیتوب په مذاکراتو کې برخه اخلي.

    ۲۰- ډاکټر امین احمدي (ارزګان- هزاره) د ابن سینا پوهنتون رئیس دی. په فقه او تفسیر کې یې پي ایچ ډي اخیستې. د حامد کرزي په دوره کې د اساسي‌ قانون د تدقیق او نظارت په کمیسیونونو کې یې کار کړی. د جنبش روشنایي‌ له فعالو غړو څخه شمېرل کېږي.

  • ٦تله ١٣٩٩، ٢٧ سپټمبر ٢٠٢٠ افغانستان کې د سولې بهير تدبيري او تطبيقي پلان او مکانيزمونه، نور رحمان لېوال

    يادونه: "سوله کې د افغان ولس غوښتنې او ونډې” تر نامه لاندې غونډه کې يې لنډيز وړاندې شو.
    سولې ته تدبيري پلان چې د افغانستان لانجه حل کړي زما سکالو يا موضوع ده. د شخړو د حل لپاره لانجه او د هغې بنسټيزې ستونزې، د لوريو غوښتنې او شونې تګلارې درکول اړين دي. نو ځکه د حل رامنځته کولو په موخه لومړى د افغانستان د اوسنۍ لانجې مهم اړخونه څېړو. د شوروي اتحاد د يرغل وروسته د کورنيو جګړو په پايله کې په ١٥ وږي ١٣٨٠ / ٧ اکټوبر ٢٠٠١ د متحده ايالاتو د يرغل په ترڅ کې منځته راغلې تر هغه وروسته ددغې جګړې بهرنى اړخ خورا پياوړى دى چې درې مهمې ستونزې لري:
    ١- په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون
    ٢- حکومتولۍ ډول چې افغانستان په خپلو سرچينو اداره کړي
    ٣- د هېواد امنيتي، عدالتي او اقتصادي اداره په ځانګړي ډول د ملي پوځونو ساتنه او پنځونه
    پورتنۍ درې سترې ستونزې دي چې اوسنى حالت او د حل په موخه يې تدبيري لارېچارې د تلپاتې سولې لپاره په لاندې ډول څېړو:
    لومړۍ ستونزه، د بهرنيو ځواکونو شتون
    د بهرنيو ځواکونو شتون چې د اوسنۍ لانجې بنسټ جوړوي او هېواد کې جګړو ته کورنى او نړيوال مشروعيت ورکوي، د جګړې له لارې په ١٩ کاله کې حل نشوه، خو د يو سياسي تړون له لارې چې په ١٠ کب ١٣٩٨ / ٢٩ فبروري٢٠٢٠ په دوحه کې "افغانستان ته سولې رواستلو تړون" ترنامه لاندې د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ لاسليک شو، د حل څرک تر سترګو کېږي چې حکومت د خپل واک غځولو لپاره ورته خنډونه جوړوي.
    يادونه: په تاريخي پرتله کې امريکار سره د دوحې د سولې تړون، انګرېزي ښکېلاک سره د پنډۍ د سولې تړون ته ورته دى چې پايله کې انګرېزي ښکېلاک مات شو. دلته امريکا+ناټو د انګرېزي ښکېلاک، کرزى د امير عبدرحمان خان او ډاکټر اشرف غني د اميرحبيب الله خان په کردار کې موندلاى شو، ان تر دې چې د امير په وخت کې د کولرا او د اشرف په وخت کې د کرونا وبا راغله هغه وخت هم امير ورته هېڅ تيارى نه درلود، په خپل عيش او نوش کې غرق وو، ښځو ته يې پاملرنه ډېره وه، حکومت يې د کوزې پښتونخوا په هغه کرايه چلاوو چې پلار يې برتانيا څخه په دې پار اخيسته چې پښتنو قبايلو ته به وسلې نه ورکوي او حکومت کې به يې نه پرېږدي، د غني حکومت کې هم ورته کيسه روانه ده.
    متحده ايالاتو سره د دوحې تړون "د افغانانو خپلمنځي خبرو" تر نامه لاندې د افغانستان دويمې ستونزې: حکومتولي ډول ته لار پرانسته. خو له بدمرغه د افغانستان اساسي ستونزه چې د هېواد عدالتي، امنيتي او اقتصادي اداره کول دي افغان حکومتونه او افغان سياستوال يې په ترلاسه کولو کې نابريالي دي او هم په اوسني وخت کې دواړه ښکېل لوري چې د خوځښتونو مالي سرچينې يې بهرنۍ ريښې لري هېڅ لورى دا نه وايي چې په ځانګړي ډول د اوسني افغان پوڅ، امنيتي ادارو او حکومتولي د لګښتونه به څنګه پوره کوي؟
    يادونه: افغان سياستوال ځکه نابريالي دي چې د سياست له ځاييتوبه ناخبره او نړيوالو ايډيالوژيو کې حل لټوي. خپل هېواد، سيمه، نړۍ او هغو کې د شته ټولنيزو بنسټونو او ذهنيتونو څخه ناخبره ښکاري، يا خو خبر او يوازې د خپلو ګټو لپاره ځان او ولس تير باسي. دوى د دروغجنې ملتپالنې يا نېشنلېزم چې يو ډول قبايليت دى، لومه کې بند دي، سياست چې د ټولنيزو چارو د مديريت لاره ده، دوى يې دروغ، چلبازي او له هرې وړ ناوړه لارې واک ته د رسېدلو تګلاره ګڼي چې په پاى کې د خپلو درغليو ښکار او د ولس له غبرګون سره مخ شي.
    دويمه ستونزه: د حکومتولي ډول
    هېواد کې "ناوړه حکومتولي او جګړې" يا "جګړې او ناوړه حکومتولي"، دغه دواړه د ټولو ستونزو سرچينې دي چې يو بل ژوندي ساتي، دوحې کې "د افغانانو خپلمنځي خبرو" چې په پاى کې به د حکومتولي په يو ډول منلو پاى ته رسېږي، اوس يې افغانان په دوه لارې ولاړ دي: د افغانستان اسلامي جمهوريت يا د افغانستان اسلامي امارت نو اړينه ده چې دا دواړه وڅېړو.
    د افغانستان اسلامي جمهوريت
    ټوله نړۍ کې ولسواکي د بشر د حقوقو او ازادي پر بنسټ راڅرخي چې ډيرکى يا اکثريت به واک اخلي او لږکي يا اقليت ته به حقوق ورکوي. خو د خپلو لنډو او اوږدمحاله موخو لپاره لوېديځوالو په افغانستان کې د ولسواکۍ يوه نوې تجربه وکړه چې لږګيو ته واک او د ډيرکيو څنډې ته کولو راڅرخي. د ولسواکۍ دغه ماډل په شعوري او لاشعوري توګه يو ډول نيمه قومي بنسټونو حکومتولۍ رامنځته کړه چې په پايله کې يې يو داسې حکومت منځته راغلى چې په تېرو ٢٠ کالو کې يې هېڅکله له پراخو درغليو پرته ټاکنې ونه شواى کړاى، له ٤٠ ميليونه افغان وګړو څخه اوسنى حکومت يوازې ٩ سوه زره رايو پربنسټ بريالى اعلان شو، چې دا رايې هم د حکومت کارکوونکو او د هغوى د کورنيو لخوا د رشوتونو يا ويرې له امله چې خپلې دندې له لاسه ورنکړي اچول شوې دي. يو حکومت چې يوازې د ٢٪ رايو پربنسټ راځي هغه د افغان ولس استازى نشي کېداى.
    د ولسواکۍ په نوم دغه نابريالۍ هڅه چې ستر سمون ته اړتيا لري او د سمون لپاره يې د دوحې خبرې يو زرينه واره ده، خو د کابل حکومت يې سمون ته ژمن نه برېښي، د خپل ناوړه واک غځولو لپاره خنډونه پيدا کوي او په پايله کې هره ورځ چې تېرېږي دغه حکومت نور کمزورى کېږي او ولسي ملاتړ له لاسه ورکوي. خو پوښتنه دا پيدا کېږي چې ايا په افغانستان غوندي دوديز هېواد کې اسلامي امارت يا خلافت دغه ستونزه هوارولاى شي نو اړينه ده چې اسلامي هېوادونو کې دود د حکومتولۍډولونه وڅېړو:
    اسلامي هېوادو کې د خلافت، امارت او جمهوريت پر بنسټ د حکومتولۍ ډولونه
    دا وخت اسلامي هېوادونو کې د حکومتولي ډولونه پاچاهي، ميراثي شېخواکي، پارلماني جمهوريت، پډرالي/فډرالي جمهوريت، ملتپال اسلامي جمهوريت، مذهبي اسلامي جمهوريت او رياستي جمهوريت دود دي. دا چې کوم يو په افغانستان کې د چلښت وړ دى. لومړى اسلامي خلافت ته لنډه اشاره کوو، تر عثماني خلاف را وروسته له بدمرغه پېړۍ تېرېږي چې د شام خلافت يا داعش څخه پرته موږ مسلمانان د اسلامي خلافت بېګله نلرو چې له تجربې يې ګټه پورته کړو.
    دويم دود اسلامي پاچاهۍ او ميراثي شېخواکۍ دي چې د افغانستان جغسياست يا جيوپوليټيک سره نور اړخ نه لګوي. پارلماني او پدرالي جمهوريتونه موږ رد کړي او افغانستان کې د نا انډوله قومي جوړښتونو له امله هغه نابريالي دي. همدارنګه ملتپال اسلامي جمهوريت چې د ترکي نشنليزم، سيکولريزم او اسلامي ارزښتونو يوه ټولګه ده او د ترکيې جمهوريت اداره کوي، افغانستان کې ځکه د تطبيق وړ نه دى چې ترکي ټولنې په پرتله موږ ډېر وروسته پاته او دوديز يو.

    راپاته شو مذهبي اسلامي جمهوريت يا نظام چې يوازنۍ بېګله يې موږ په ايران کې پيدا کولاى شو، د اسلامي حکومتولي دغه ډول چې د جعفري فقې، ايراني ملتپالنې او ولسواکۍ له ارزښتونو جوړ دى، بنسټ يې د جعفري فقې اجتهادي ټولواکه امامت جوړوي. داسې څرګندونې شته چې د افغانستان اسلامي امارت غوښتونکي هم دغه ډول ته ورته حکومتولۍ او سياسي جرګيز يا شورايي جوړښتونو هڅه کوي.
    خو په افغانستان کې چې غوڅ اکثريت يې حنفي مسلمانان دي او همدارنګه په نړۍ کې تر نيم ډېر مسلمانان په حنفي فقې روان دي. د حنفي فقې منځلاريتوب، او د وخت له حکومتونو څخه ددغې فقې د علماوو ملاتړ ددې فقې د پرمختګ ستر لاملونه اټکل کېږي. خو ددغې فقې د عالمانو په تاريخ کې لومړى ځل لپاره په افغانستان کې "د افغانستان اسلامي امارت" په نوم خپله د حکومت کولو بېلګه لرو. خو له بدمره پايله يې افغانستان کې ٢٠ کلنه جګړه او پر خلاف يې د اسلامي او غيراسلامي هېوادو غبرګون شو. دا چې حنفي فقې د نظام په ملاتړ کې پرمختګ کړى، ځکه ډېرى مسلمانانو او حکومتونو خپله کړې. د حنفي فقې وارثين علما چې په افغانستان کې اوس د افغانستان اسلامي امارت يا طالبانو په نوم پېژندل کېږي، د حنفي فقې تاريخي پرمختګ چې ولسواکي پياوړي کوي، دين، مذهب او سياست سره تړي، که دغو علماوو افغانستان کې د حکومت کولو پرځاى د يو ولسواک حکومت چې په ځايي(عرف) او اسلامي ارزښتونو ولاړ وي، ملاتړ خپله تګلاره کړي نو ليرې نه ده چې عثماني خلافت ته ورته يا لاغوره اسلامي جوړښت رامنځته شي. دوحه کې د ستونزو د حل لپاره د حنفي فقې سرچينې ته په خنډ کېدلو حکومتي ډله د افغانستان له اساسي قانون او ديني ژمنتياوو سرغړونه کوي.
    د افغانستان اسلامي جمهوريت او د افغانستان اسلامي امارت ډلې چې اوس په دوحه کې د حکومتولۍ په ډول جوړولو بوختي دي دوه لارې لري يوه دا چې په افغانستان د بن د غونډې په ډول د واک، ځواک او ملي شتمنيو د وېش پربنسټ شريک حکومت رامنځته کړي چې پايله به يې يو لنډمهاله جوړښت او د يو څو کسانو په ګټه خو د ملت په زيان وي. دويمه لار داده چې دوى يو دريم جوړښت ته لار پرانيځي چې مياشتې وړاندې د "ځايناستى حکومت : افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته لنډه لار، ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز" کې په ګوته شوى.
    دريمه ستونزه: د هېواد امنيتي،عدالتي او اقتصادي ادارو پانګونه
    که څه هم د اسلام له پنځه بناوو څخه درې يې روژه، ذکات او حج پر اقتصاد او نصاب ولاړې دي او دوه نورې کليمه او لمونځ يې د ټولنې د يووالي او سمون ملاتړ کوي او ټوله کې پنځه واړه د انسان د ښېرازۍ لپاره مرسته کوي چې تر ټولو غوره اقتصاد رانغاړي. خو له بدمرغه د افغانستان اسلامي جمهوريت او د افغانستان اسلامي امارت وال د افغانستان د حکومتولۍ، امنيتي ادارو ځانګړي ډول ملي ادارو د لګښتونو په اړه بې پروګرامه ښکاري، دغه ستونزه ډېره پاملرنه غواړي زما په اند حل يې د مکلفيت په دوره کې نغښتئ، هر خوځښت پرته له اقتصادي پروګرامه عدالت نشي کولاى او له عدالت څخه پرته امنيت نشي راتلاى.
    په پاى کې بايد ووايم چې اوس د هېواد دوه ستونزې د حکومتولي ډول چې بايد يو دريمګړي جوړښت ته وسپارل شي، د داسې يوې ولسواکي ساتنه چې په افغاني او اسلامي ارزښتونو سمبال وي، ددغې ولسواکي ساتنه او د امنيتي او پوځي ادارو خپلواکي او پانګونه له ټولو اړخونو پاملرنه غواړي ترڅو تلپاتې سولې ته ورسېږو.

    نور رحمان لېوال
    خيرخوا، نوښتګر، د سوداګريزو او مالوماتي ټکنالوژۍکارپو، ملي سوداګر، پانګوال، جوړونکى/صنعتګر، رسنيوال، سياستوال، افغان سياست، سوداګرۍ او اقتصاد کې سمونپال او افغانستان کې د بډيالنې يا اپوزيسيوني سياست يوازنۍ سرچينه. د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، ګڼملتي کاروباري شرکتونو، لېوال برانډ او پښتو ټلوېزيون څښتن. له حکومتونو، مجاهدينو، ملګرو ملتونو ااو غير دولتي ادارو سره د کاروبار، مشاورت او کار کولو درې لسيزې تجربه لري.

  • ١٢ تله ١٣٩٩، له تېرو شلو ورځو راهيسې د طالبانو او حکومتي پلاوي ترمنځ افغانانو خپلمنځي خبرو د پيل لپاره په منځپانګه يا ايجنډا خبرې روانې دي، نور رحمان لېوال

    شل ورځې پوره کېږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی افغانانو خپلمنځي خبرې د پيل لپاره هلې ځلې کوي، خو لا هم دوی د دغو خبرو لپاره پر کاري اصولو او کړنلاره توافق نه دی کړی. د دواړو اړخونو د تماس ډلې ترمنځ اته غونډې شوې دي، خو خبرو د پيل لپاره په دوو اساسي مسايلو چې يوه يې حنفي فقه او دويم د دوحې تړون بنسټ ګرځول دي، اختلاف هر څه په ټپه درولي دي. که څه هم دواړه اړخونه وايي چې څو ځله يې بديل طرحې هم وړاندې کړې، خو د پرمختګ هېڅ خبر نشته. دادى امريکا خپل استازى بيا راواستاوه ترڅو دواړه لوري وهڅوي چې خبرې پيل کړي. داسې ښکاري چې سولې روان بهير امریکا پيل کړی او امريکا ته پکار ده چې دغه بهير په بري پای ته ورسوي

  • ١٣ تله ١٣٩٩، ٤ اکټوبر٢٠٢٠ د ډاکټر عبدالله يون پاکستان، هند او نورو هېوادنو ته د برهان الدين رباني هغو هلوځلو ته ورته دى چې د مجاهيدنو پروخت يې له روس څخه درلودې، نور رحمان لېوال

    لومړى دا چې د سولې او سمييز جوړجاړي رامنځته کولو په نوم د ډاکټر عبدالله يون پاکستان، هند او نورو هېوادنو ته د برهان الدين رباني هغو هلوځلو ته ورته دى چې د مجاهيدنو پروخت يې له روس څخه درلودې. دويم دغه هلېځلې د روغېجوړې سترې ملي شورا او حکومت کې د رهبريت خلا او همغږي نه درلودل څرګندوي، دريم ملت ته دا پيغام ورکوي چې کورنيو چارو کې حکومتي ډلې له خپلو سره د ځيل يا تعصب او په ملي ګټو له پرديو سره معاملو کې ښکيل دي.

    په تاريخي ډول د عبدالله يون پاکستان ته په ١٣٧٠ ل يا ١٣٩١ ز کې د ارواښد برهاندين رباني د ماسکو هغه يون ته ورته دى چې په هغه وخت کې يې له ماسکو سره د سولې داسې يو اړخيزې خبرې پيل کړي چې د نيولشوې پښتونخوا پېښور ښار کې د مجاهيدينو ډيرو ګوندونو په ځانکړي ډول د رباني سيال د حکمتيار ګوند ورسره نه منلې.
    رباني له روسانو غوښتل چې د ډاکټر نجيب حکومت د دوى ته وسپاري، روسانو ورته ويل چې دوى ددې توان نلري او نه دا حق ځان ته ورکوي چې د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، غوره داده چې مجاهدين او د نجيب حکومت د دريمګړو په مرسته يو ځايناستې حکومت منځته راوړي چې امريکا او روسان ورباندې سلا شوي وو. امريکا او شوروي سره منلې وه چې دغه ځايناستې حکومت کې د کابل دولتي ادارې، سيستم يا نظام د پرځاى وى خو حکومت دى دريمګړو ته وسپارل شي. خو رباني او مجاهدينو د نجيب د حکومتي کسانو او نورو سياسي دريمګړو له ګډون څخه پرته د دوى په مشرتابه د لنډمهالي يا موقت حکومت غوښتنه کوله چې پايله کې دولت ړنګ شو او ترننه جګړه روانه ده.
    اوس هم ټوله نړۍ په دې سلا ده چې د افغانستان دولت دې نه ړنګېږي بلکې واک د داسې يو حکومت ته ورکړل شي چې د طالبانو، کابل حکومتوالو او ولس استازو څخه جوړ وي. خو غني ارګ يا مرګ غواړي او نور ډلې د ځان لپاره د ملي شتمنيو ستره ونډه چې که همدا دريځ روان و نو پايله پرته له کورنيو جګړې بل څه نه شي کېداى.
    پنځه مياشتې مخکې ډاکټر عبدالله، د روغېجوړې سترې ملي شورا د مشر کيدو سره سم، د متحده ايالاتو د سولې انستيتويت ته وويل چې دوى له طالبانو سره د واک شريکولو په بنسټ لڼدمهالې حکومت ته تيار دي. زموږ له غني دا تمه نه وه چې د ارګ يا مرګ دريځ د خپل کړي او د سولې خبرو ته د خنډ شي. اوس داسې ښکاري چې ترڅو غني او ډله په واک کې وي افغانستان کې سوله نه راځي. د دوى يو بېړا دريځ چې وايي موږ په نظام معامله نه کوو، په دې مانا دى که دوى په واک کې نه وي نو نظام ړنګ دى. و ښاغليو ستاسې ددغه نابريالي، له درغليو ډک او په اړمونو ولاړ حکومت بدلون اړين دى، خو له بدمرغه چې د سمون او پرمختګ لپاره د حکومت د بدلون خبره کوئ نو درغلګر وايي ټول سيستم يا نظام ړنګېږي، نو دا خو بيا نظام نه دى چې د حکومت په بدلون ړنګېږي!؟
    دريم تاسې ګورئ په هغه پاکستان کې چې په افغانستان کې د عبدالله او ډلې لخوا په ډېرو ورانيو پړ دى خو پرته له پروټوکول عبدالله له عادي پاکستانيانو او ټيټ پوړيو چارواکو سره له مينې او اخلاس ډکې ناستې درلودې چې بېلګې يې تاسې په افغانستان کې له خپلو خلکو سره نشئ پيدا کولاى. دا څرګندوي چې حکومت خپلو خلکو سره له ځيل يا تعصب څخه کار اخلي او پرديو سره په جوړجاړي او راکړيورکړې کې ښکيل دي چې د افغانستان کورنۍ جګړه يې روانه ساتلې او بهرنيو ته يې د مداخلې لار پرانستلې.
    په ټوله نړۍ کې د ګټو جګړه ده، خو زموږ سياستوال په احساساتو او قومي خرافاتو کې غرق دي، دوى داسې انګېري روس، انګريز، امريکا، پاکستان يا هندوستان يې دوست يا دښمن دى خو دوى دا خبره له پامه غورځوي چې که هندوستان ته د پاکستان او افغانستان څخه يو غوره کول وي نو هندوستان ځکه پاکستان غوره کوي چې تر افغانستان يو بل سره هم ډېرې سوداګريزې راکړېورکړې لري او هم کلتوري، ژبني او زهنيتي/ذهنيتي او ان ديني تړاونه لري. نو افغانانو ته پکار ده چې خپلو کې سره جوړ شي او له پرديو تمه بنده کړي.
    په کار دا وه چې غني او عبدالله اوس په دوحه کې له طالبانو سره بايد ناست او د هېواد ستونزو ته يې حل لټولاى نه مرګ يا ارګ او خپلې ګټې. نور ډېر خبرې د کابلنيوز په ژورليدونه خبرونه کې واورئ.

    نور رحمان لېوال يادونه: ددغې مرکې په سبا ارګمشر غني دوحې ته روان شو او عبدالله هندوستان ته د خپلو او ګوندي ګټو لپاره يون پيل کړ.

  • د لويدځوالو د يرغل توره ورځ (١٥ تلې ١٣٨٠/ ٧ اکتوبر ٢٠٠١)

    ١٩ کاله پخوا دلته د اسلامي امارت يو اړخيز حکومت وو، چارواکو به يې وويل چې افغانانو موږ هم دم-دعا درکوو او هم حکومت نور څه غواړئ؟

    اسلامي امارت، د شوري د يرغل او د هغوى په ملاتړ د کمونيستي رژيم د ماتې څخه وروسته د مجاهيدينو ترمنځ د واک پرسر د کورنيو جګړو په ترځ کې د واک تشې حکومتولۍ ته راښکلى وو.

    متحده الاتو په دغه اسلامي امارت چې په نړۍ کې يوازې پاته شوى وو، د يو شمېر غچ اخيستوونکو، لويديځ پلوه او د واک سره ليونۍ مينې درلودونکو افغانانو په مرسته يرغل وکړ. دلته يې يو بل يو اړخيز حکومت وتاپه چې چارواکو لپاره يې لويديځوالو ته ژمنتيا څه ان لويديځوالو سره خيښۍ، غچ اخيستل او د ملي شتمنو تالان لومړيتوب شو. پايله ١٩ کاله جګړه او د ميليونو افغانانو شهادت، معيوبيدل او ځوريدل شول.

    ١٩ کاله وروسته د افغانستان اسلامي جمهوريت اوس يوځل بيا د تاريخ هغه ناوړه تکراري پړاو ته راورسيد چې د شوري له يرغل وروسته د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت ورسره مخ وو، د ژوندي پاتکېدو لپاره جګړه او بل لور ته د مجاهدينو په ډول د بريمنو طالپانو غرور چې لسيزې يې ډېرې سختې ګاللي اوس د هېواد هرڅه خپل غنيمت ګڼي!

    که په دوحه کې دواړه لوري لېږديز/انتقالي عدالت ته په ژمنتيا يو بل ته بښنه ونه کړي او يو لورى د خپل ژوند جګړې ته مجبور وي او بل لورى برى ترلاسه کول غواړي. نو ليري نه ده چې خداى مه کړه افغانستان يوځل بيا د مجاهدينو د وخت د کورنۍ جګړې په ډول يو بل پړاو ته لاړ شي او تاريخ ګواه دى چې په هغه کې به د دوحې دواړه لوري بايلونکي وي.

    که نجيب او مجاهيدينو د لنډمهالي يا موقت حکومت پرځاى هغه ځايناستى حکومت چې روسانو او امريکايانو وړانديز کړاى وو منلاى واى، افغانستان دې حالت ته نه ته. اوس هم که غني او طالپان هغه ځايناستى حکومت چې ما وړانديز کړى ومني سوله راځي او دولتي سيستم هم نه ورانېږي.

    يا ربه ته افغانانو ته د يو بل د بښلو او يو بل سره د ګډ کار کولو توان ورکړې. امين

    نور رحمان لېوال

  • ١٥ تله ١٣٩٩، اکټوبر ٢٠٢٠، د غني دوحې خبرې د سولې د بهير په بې پايلې اوږدوالي راڅرخي چې واک کې پاته شي

    د غني دوحې د شخړو او بشرپالنې د څيړنو مرکز کې خبرې د سولې د بهير په بې پايلې اوږدوالي راڅرخي چې واک کې پاته شي. که د افغانانو د خپلمنځي خبرو پلاوي کوم تړون ته هم ورسېږي، غني به يې د جرګو او پارلمان په نندارو له منځه يوسي. افغانان که سوله غواړي بله لار نشته چې د ځايناستي يا لنډمهالي حکومت لپاره د غني او ډلې استعفا وغواړي. #نرلېوال د خبرو تړونى

  • ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ گفتگوهای صلح میان هیئات مذاکره کننده حکومت افغانستان و طالبان در بن بست قرادر دادر و مواجه شده، امريکا بنابر منافع کشوری خود بيرون کردن عساکر را اعلام کړ

    گفتگوهای صلح میان هیئات مذاکره کننده حکومت افغانستان و طالبان د دوحه در بن بست قرار دارد، در کشور جنگ های جبهه یی، ترورهای هدفمند، انفجار موتر بم ها و انفجار ماین های مقناطیسی افزایش یافته است. که مردم افغانستان خسارات مالی و جانی زیادی را وارد ميکند. همچنان مردم نسبت به پروسه صلح بی باور و ناامید و ناخواسته درگير گروهاى جنګي میشوند.

    بسيار وخت مهم است است که اشخاص ثالث باالخیر برای شکست بن بستِ به میان آمده در سطح ملی تشکیل و وارد کار شوند. این افراد و اشخاص در سطح ملی باید از تجارب حکمیت و میان جیگری، شناخت کامل از طالبان و حکومت افغانستان برخوردار بوده، شخصیت های وزین و مطرح باشند.

  • لړم ٨، ١٣٩٩، نومبر ٢٨، ٢٠٢٠ دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو د ډلو ترمنځ د خبرو ګړنلاره په ٢١ مادو کې بشپړه شوې

    د امارت استازي د ټويټ لمخې د افغانانو خپلمنځي خبرو د ډلو تر منځ د خبرو ګړنلاره په ١٥ نومبر ٢٠٢ز په ٢١ مادو کې بشپړه شوې، دغه کړنلاره د کوربه هېواد قتر د استازو په وړاندې د نومبر مياشتې پ ١٧ نېټه ولوستل شو، د خبرو د دواړه خواوو له تاييد وروسته يوه نسخه کوربه هېواد ته هم ور کړل شوه. غوره به واى چې دغه کړنلاره له افغان ولس او رسنيو سره هم شريکه شوې واى.


    همدارنګه د جوړجاړي سترې شورا مرستيال په قتر کې د هوکړې خبر ورکولو سره د حکومت مشر غني بډيالنه يا مخالفت بېړاتوب يا غيرمنطقي بللئ.

    موږ ددغې کړنلارې د بشپړېدو هرکلى کوو، بډيالنه يا مخالفت يې بېړاټوب ګڼو.
    نور رحمان لېوال

  • ١٣ ليندۍ ١٣٩٩، ٢ ډسمبر ۲۰۲۰ د افغانانو خپلمنځي خبرو د دواړو پلاويو ترمنځ عمومي غونډه ترسره کېدو او د سولې بهير دويم پړاو پيليدل ټولو ته مبارکي وايو، نور رحمان لېوال

    په دغه غونډه کې ګډې کاري جرګګۍ ته دنده وسپارل شوه ترڅو د سولې په اړه اجنډا ترتيب کړي چې د سره سولې بهير دويم نوى پړاو پيل شو.

  • ١٧ ليندۍ ١٣٩٩، ٦ ډسمبر ٢٠٢٠ له مياشتو ځنډ وروسته په ارګ کې د سولې عالي شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه.

    په کابل کې چې نن د سولې عالي شورا کې سره راټول شوي دوى هېواد کې د کړکېچ او ناخوالو يو لورى او سهامي حکومت کې سره شريک دي. که دوى سوله غوښتلاى نو شورا به له خيرخوا او دريمګړو جوړه وه.

    په خيرخوا او هېواد مينو افغانانو غږ کوم چې د دريمګړي تشې ډکولو لپاره زموږ سره هلوځلو کې ملګرتيا وکړي چې هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لور ته بوځو.

    هېواد کې د روانې جګړې دوه مهم لوري دي لومړى متحده ايالات + افغانستان حکومت او دويم تالبان/طالبان او ددغې جګړې ستر تمويلونکى متحده ايالات دي. د دوى ترمنځ دا شل کاله جګړه روانه ده. دا حتمي خبره ده او هېڅ شک ورکې نشته چې په دغه ناوړه حالت کې هغوى ډېر پرمختګ کولاى شي چې له دغې تپلشوې جګړې يې د افغان ولس په زيان ګټه پورته کړي او د خپلو ګټو لپاره د جوړښتونو برخه پاته شوي، اوس چې دغه جګړه پاى ته په رسيدو ده او دا لوري ستړي شوي، حل دادى چې دريمګړو افغانانو ته لارپرانستل شي ترڅو دغه لوري د يو بل له شر څخه وساتي او هم ولس ددوى له شر څخه خوندي کړي.

    استراليا چې ددغې جګړې يو ډېره وړه برخه وه، د هغو د جنايتونه منلو کچې ته که وګورو اندازه کولاى شو چې په تناسب دا نور څو چنده ډېر پړه دي، دوى سره بل غم نشته په ورته شوراګانو غواړي ځان بري کړي چې ناشونى ښکاري، يوازې يو دريمګړى لورى دوى بري کولاى شي او هېواد ژغورلاى شي.

    هغو هېوادوالو ته چې واي سوله او جګړه د بهرنيو په لاس کې ده په درناوى وايم چې ځکه ځاى ډک شوى چې خيرخوا افغانان هڅه نه کوي، که موږ او تاسې هڅه وکړو، هېڅ ناشوني نه دي، هيله ده ملګرتيا وکړئ ترڅو موږ او تاسې يو دريمګړي جوړښت رامنځته کړو او هغوى مجبور شي ځاى پرېږدي.

    تاسې وکتل غني وويل "نه تاسې ماته منی، نه موږ، خو جګړه ګټونکی نه لري". خو دى يې د خپلې واکمنۍ لپاره جاري ساتي، په هغه لويديځ کې چې دى روزل شوي خلک د يو ژوي په وژلو له دندې لاسپسر کېږي خو دى هره ورځ د سلګونو ګل غوندې ځوانانو پرسر د پرديو د ګټو لپاره لوبي کوي.

    نور رحمان لېوال

  • ١٧ ليندۍ ١٣٩٩، ٦ دسمبر ٢٠٢٠ قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو ویاندویان وایي چې نن ورځ د دواړو لوریو کاري کمیټو د مذاکراتو لپاره د اجنډا پر جوړولو لومړنۍ غونډه کړې ده.

    قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو ویاندویان وایي چې نن ورځ د دواړو لوریو کاري کمیټو د مذاکراتو لپاره د اجنډا پر جوړولو لومړنۍ غونډه کړې ده.
    طالب ویاند ډاکټر نعیم ویلي «نن مازديګر درې نيمې بجې د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم او د مقابل لوري د مذاکراتي ټيم ګډې کاري کمېټې ناسته تر سره کړه»
    طالب ویاند وایي چې په ناسته کې په عام ډول د اجنډا د څرنګوالي او جوړولو په اړه خبرې وشوې او توافق وشو چې دغه ډول ناستې به "دوام" پيدا کوي.

    د کابل د ټیم ویاند نادر نادري هم په ورته وخت کې یو ټویټ کړی او ویلي یې دي چې په دغه جلسه کې د اجنډا اړوندو مسایلو باندې بحث وشو.
    نوموړی زیاتوي چې د اجنډا موادو ترتیب لپاره ګډه کمیټه به "سبا" هم جلسه وکړي.


    دا په داسې حال کې ده چې نن د مصالحې عالي شورا هم لومړنۍ غونده وکړه چې پرمهال یې افغان سیاستوالو له ارګ نه وغوښتل چې باید د سولې پروسه انحصار نه کړي او واکونه یې د مصالحې عالي شورا ته وسپاري چې دې برخه کې مسؤل جهت بلل کیږي.


    عزم ویبپاڼه

  • د سولې په اړه د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د خبرو د کړنلارې د ٢١ مادو په اړه امريکا غږ ته اسناد په لاس ورغلي

    ګزارش صدای امریکا
    جزییات افشانشدۀ طرزالعمل مذاکرات صلح دوحه
    صدای امریکا به اسنادی دست یافته است که در ۲۱ ماده شیوۀ کاری بحث در مورد اجندای مذاکرات صلح افغانستان را روشن ساخته است.

    هیات مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان و نمایندگان طالبان حل موارد اختلافی در مورد نصوص شرعی از طریق کمیته‌های مشترک، حفظ محرمیت مذاکرات، دور نگه‌داشتن رسانه‌ها و سایر افرادی که در تلاش ورود به محل مذاکرات اند، توافق کرده اند.

    صدای امریکا به اسنادی دست یافته است که در ۲۱ ماده شیوۀ کاری برای بحث در مورد اجندای مذاکرات صلح افغانستان را روشن ساخته است.

    این ۲۱ ماده هرچند شمار زیاد آن رسوم معمول چون آغاز مجالس با تلاوت قرآن کریم و ختم آن با دعا، برخورد طرف‌های مذاکره کننده با یک‌دیگر یا هم وقفه برای ادای نماز پنج‌گانه را برجسته کرده است، ثمرۀ سه ماه کار نمایندگان دو طرف پس از آغاز مذاکرات بین‌الافغانی به تاریخ ۱۲ سپتمبر است.

    آغاز کار نمایندگان طالبان و هیات جمهوری اسلامی افغانستان برای پرداختن به اجندای مذاکرات صلح به پیمانۀ گسترده در سطح ملی و بین المللی استقبال شد.
    در مادۀ دیگر به حفظ محرمیت "اسناد نهایت مهم" و جلوگیری "از افشای هر نوع معلوماتی که مذاکرات را متضرر می‌سازد، تاکید شده است. در یکی دیگر از ماده این سند آمده است: "رسانه‌ها و سایر افرادی که می‌خواهند تحت عناوین مختلف داخل محل مذاکرات شوند، باید از محل برگزاری مذاکرات دور نگه‌داشته شوند."

    همچنین در این سند آمده است که آن مسایل که"خلاف دین مبین اسلام و منافع علیای کشور" باشد شامل اجندای بحث ساخته نمی‌شود، اما هیچ گونه وضاحتی داده نشده که کدام مباحث مخالفت با اسلام یا منافع علیای افغانستان پنداشته می‌شود.

    در این سند آمده است که افزون بر ۲۱ ماده، "مذاکرات بین‌الافغانی" بر توافقنامۀ دوحه که به تاریخ ۲۹ فبروری میان امریکا و طالبان امضا شد، خواست مردم افغانستان برای صلح پایدار و تعهد طرف‌های مذاکره کننده به صلح پایدار استوار خواهد بود.
    نمایندگان طالبان در آغاز تاکید داشتند که مسایل مورد اختلاف در پرتو احکام فقه حنفی حل خواهد شد، اما هیات مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان که در ترکیب آن چند مسلمان شیعه نیز شامل است، از آغازین روز طرح این پیشنهاد استدلال و پافشاری داشت که چنین چیزی می‌تواند به حیث وسیلۀ تبعیض علیه سایر گروه‌های مذهبی استفاده شود.

    سند تازه فاش شدۀ مذاکرات صلح دوحه اینبار صراحت داده است که "اگر در جریان مذاکرات در مورد تفسیر نصوص شرعی اختلافی به میان می‌آید، هیات مشترک دو تیم مذاکره کننده آن را فیصله خواهند کرد."

    نمایندگان مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان در حالی بحث در مورد اجندای مذاکرات صلح را آغاز کرده اند که خشونت‌ها در افغانستان به شدت افزایش یافته است.

    ماموریت حمایت قاطع ناتو در افغانستان روز چهارشنبه نهم دسمبر (۱۹ قوس) با نشر بیانیه‌ای گفت: "ادامۀ خشونت، به ویژه حملات طالبان، که روند صلح را آسیب می‌رساند باید توقف یابد."

    در همین حال، عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی افغانستان از پیشرفت‌ها در مذاکرات صلح در دوحه ابراز امیدواری کرده و گفته است که هیات‌های مذاکره‌کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان بحث‌های جدی را آغاز کرده و موارد مهم مورد بحث را اولویت بندی می‌کنند.

  • د سولې خبرو لپاره ترټولو اړينه ماده: مکلفه ملي اردو د خپلواک او پځان بسيا افغانستان لپاره

    د سولې شايعه شوې اجنډا مادو کې د امنيتي ادارو ځانګړي ډول ملي اردو د لګښتونو او ډول نښې نښکاري، دغه ستونزه د سولې او هېواد د خپلواکۍ لپاره اړينه او زما په اند حل يې د مکلفيت په دوره کې نغښتئ، په اړه يې، افغانستان کې د سولې بهير تدبيري او تطبيقي پلان او مکانيزمونه ولولئ او واورئ.

    د هېواد لپاره اوسنۍ مسلکي اردو چې په بهرنيو مرستو ولاړه ده که حل نشي او د مکلفيت دوره رامنځته نشي سوله به ټکنۍ او هېوادوال به د پريدو لپاره سره په جګړه وي، ددغې ستونزې حل چې شپږ کاله وړاندې مو وړاندې کړئ په " هو، په افغانستان کې دمکلفيت دوره" ولولئ او واورئ

    په دې اړه مو د حکومت او طالبانو استازو ته د ټولنيزو رسنيو له لارې خپل وړانديزونه واستول

    نور رحمان لېوال

  • ٤ کب ١٣٩٩، ٢٣ پروري ٢٠٢١ ، له اوږدې مودې کنګل څخه وروسته د جمهوريتوالو او امارتوالو ترمنځ نن بيا خبرې پيل شوې

    ٤ کب ١٣٩٩، ٢٣ پروري ٢٠٢١ ، له اوږدې مودې کنګل څخه وروسته د جمهوريتوالو او امارتوالو ترمنځ نن بيا خبرې پيل شوې، جمهوريتوالو لومړيتوب نن هم اوربند دى، د امارتوالو لومړيتوب د بشپړ اسلامي دولت رامنځته کول دي. خو د يادونې وړ دى چې په تهران او ماسکو کې امارتوالو د حکومت د بدلون خبره کړې وه.

  • ١٠ کب ١٣٩٩، #دوحې_تړون #DohaAgreement هوکړې څخه کال وروسته لاهم د امارتوالو او جمهوريتوالو غوښتنې ولس لپاره مرموزې او پوښتنو وړ دي

    د کب ١٠#دوحې_تړون #DohaAgreement تاريخې ورځ ده، خو هوکړې څخه کال وروسته لاهم د امارتوالو او جمهوريتوالو غوښتنې ولس لپاره مرموزې او پوښتنو وړ دي. هېڅ شک نشته چې افغانان اسلامي دولت غواړي خو څنګه؟ امارتوال بايد خپله تګلاره ولس ته روښانه کړي، زما وړانديز د #ځايناستى_حکومت له لارې دى.

    ملګروملتو جرګيزې پرېکړې لمخې بهرنيو پر افغانستان يرغل وکړ بهانه وه چې دډېر وروسته پاتې هېواد اسلامي امارت ترهګرپال او نړۍ ته ګواښ دى! هغې نړۍ څرګنده کړې د امارت بېرته راتګ نه مني.اوس داسې انګېرو چې يرغلګر لاړل امارتوال هېواد ته څه ډول سياسي مديريت غواړي او څنګه؟

    نور رحمان لېوال

د دوحې د سولې بهير تاريخکرښه ستاسې همکاري غواړي:  زموږ هېواد له سترو تاريخي پېښو څخه تېر شوى او تېرېږي خو له بدمرغه زموږ د پېښو په اړه تاريخ پرديو ليکلى چې د هغوى د غوښتنو، اندونو او ګټو پربنسټ رانغښتى، تر ډېره بريده دغه مالومات نيمګړي او يو اړخيز دي ، راځئ چې زغم ولرو او خپل تاريخ پخپله وليکو، نور رحمان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
د دوحې د سولې بهير تاريخکرښه ستاسې همکاري غواړي: زموږ هېواد له سترو تاريخي پېښو څخه تېر شوى او تېرېږي خو له بدمرغه زموږ د پېښو په اړه تاريخ پرديو ليکلى چې د هغوى د غوښتنو، اندونو او ګټو پربنسټ رانغښتى، تر ډېره بريده دغه مالومات نيمګړي او يو اړخيز دي ، راځئ چې زغم ولرو او خپل تاريخ پخپله وليکو، نور رحمان لېوال
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام، غواړي چې د دوحې د سولې تاريخي بهير وڅاري او دغه تاريخي بهير "د دوحې د سولې بهير تاريخکرښه" تر سرليک لاندې راټول کړي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د افغانستان د اسلامي امارت مرکچي پلاوو غړو پېژندلو کې ولس سره مرسته وکړي او د هغوى کړه وړه تاريخ ته وسپاري. همدرانګه هڅه روانه ده چې دريمګړى ولسي لورى رامنځته کولو کې هم خپله ملي، ديني او ولسي دنده ترسره کړي. له ټولو هېوادوالو، مرکچي پلاويو له غړو، دريمګړو او د بهير له مينوالو څخه هيله کوو چې موږ سره همکاري وکړي او خپل مالومات شريک کړي.

يوه يادونه ډېره اړينه ګڼو چې زموږ هېواد له سترو تاريخي پېښو څخه تېر شوى او تېرېږي خو له بدمرغه زموږ د پېښو په اړه تاريخ پرديو ليکلى چې د هغوى د غوښتنو، اندونو او ګټو پربنسټ رانغښتى، تر ډېره بريده دغه مالومات نيمګړي او يو اړخيز وي، راځئ چې زغم ولرو او خپل تاريخ پخپله وليکو د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام د هېواد تاريخ پوهانو او زدکړيالانو ته بلنه ورکوي چې زموږ سره ملتيا وکړئ، دا سياسي تجربې د خپل راتلونکو نسلونو لپاره له خپلې خوا کره خوندي کړيو.

همکاري لپاره د بهير د يوې برخې، ورځې، مرکې، ناستې، غوڼدې، ډلې، غړي په اړه کره مالومات راټول کړئ، مشورې او غوره وړانديزونه شريک کړي.

نور رحمان لېوال
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام مشر
ښاغلى محمد معصوم ستانکزی د محمود خان ستانکزی زوی دی ١٣٣٧ه کال کی لوګر ولايت محمداغې ولسوالۍ، زماګلخيلو/ماګخيلو (مغل خيلو) کلي کې زېږدلاى، لومړنۍ زده کړې يې د مغلو خيلو په ښوونځي او د محمد اغی په ليسه کي بشپړې کړي. لوړې زده کړې يې د کابل مخابراتو انستتيوت د مايکروويو څانګه کې کړي، د ليسانس دوره يې د مخابري په برخه کې په حربي پوهنتون کې سر ته رسولې. مديريت او اداري علومو کې له پيرستون پوهنتون څخه ماسټري لري، دويمه ماسټري يې (د اوږده پرمختګ او رغونې فلسفه) کې د برتانيا له کامبريج پوهنتون څخه ترلاسه کړې. . همدا راز ستانکزى په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د امريکا متحده ايالانو د سولې انستيتوت سره څېړنيزه دنده ترسره کړي چې ددې څېړنې تمرکز په افغانستان کې امنيت، بيا رغونې او روغې جوړې وو . ستانکزي د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت او د افغانستان اسلامي جمهوريت په دورو کې دولتي او غير دولتي دندې ترسره کړي. د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت په دوره کې د حربي پوهنتون فراغت وروسته د افغانستان له ملي پوځ سره يو ځاى شو او تر ١٣٧٤ه کال پورې يې د هېواد بېلابېلو برخوکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تشکيلاتو او اوپراسيون رياستونو په چوکاټ کې د غونډ قومندان او د فرقې د مرستيال په توګه دنده ترسره کړي دي. په ١٣٧٤ه کال کې په داسې حال کې چې د قرغې فرقې مرستيال قومندان او د ډګروالۍ نطامي رتبې خاوند وه د رژيم بدلېدو له امله پوځ پرېښودو ته اړ شو. دا چې ستانکزى په سياسي ډول د خلق که پرچم ګوند يا کوم بل سياسي ګوند سره تړاو لري مالومات نشته خو د پرچم ډلې پورې تړاو درلودل يې شوني دي. د ستانکزى پلار د مجاهيدنو لخواپه دې تور شهيد شو چې زوى يې د وخت له کمونيست رژيم سره تړاو درلود. د افغانستان اسلامي جمهوريت دوره کې نوموړي له ٢٠٠٠ - ٢٠٠٢ز پورې د افغانستان بيا رغونې او انرژۍ موسسې (اريا) کې دنده درلوده، له ٢٠٠٢ز څخه تر ٢٠٠٤ ز د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژى وزير، له ٢٠٠٤- ٢٠٠٦ ز د ولسمشر سلاکار وزير او د وسلو ټولو (ډي ډي آز) بهير مشر، له ٢٠٠٦- ٢٠١٠ز کال پورې د ولسمشر امنيتي سلاکار او د ملکي کولو او بيارغونې د بهير (ډاياک) مشر، له ٢٠١٠- ٢٠١٥ ز کال د ولسمشر د کورنيو چارو امنيتي سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر، له ٢٠١٥-٢٠١٦ ز کال د ملي وحدت حکومت کې د ملي دفاع وزارت ځايناستى او د سولې په چاروکې د ولسمشر ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړي دي. سربېره پر پوځي چارو ستانکزى د مخابراتو، بشري مرستو، ټولنېزې پراختيا، دولت جوړونې او مديريت په برخه کې ٢٥ کالنه کاري تجربه لري. نوموړى د ٢٠١٦ زېږديز کال د مې مياشتې په پنځمه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د ملي امنيت ځايناستي په توګه وګمارل شو، او د ٢٠١٩ ز کال په ترڅ کې له يادې دندې ګوښه شو. اوس د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې مرکچي پلاوي مشر دى. ستانکزى دروند او کرار سياستوال دى چې له هرې سياسي او حکومتي تګلارې سره په اسانۍ همغاړى کېداى شي، د ستانکزي کرار چلند او په ځانګړي دريځ ټينګار نه درلودل، د ډاکټر نجيب الله د حکومت تجربه به په دوحه کې د سولې بهير کې ستره مرسته وکړي. يادونه: د لېوال ښې حکومتولى پروګرام، پتيلې چې د دوحې د سولې تاريخي بهير وڅاري. د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د افغانستان د اسلامي امارت مرکچي پلاوو غړو پېژندلو کې ولس سره مرسته وکړي او د هغوى کړه وړه تاريخ ته وسپاري. د تاريخ زدکړيلانو ته بلنه ورکوو چې زموږ سره ملتيا وکړي . همدرانګه هڅه روانه ده چې دريمګړي ولسي لوري رامنځته کولو کې هم خپله ملي، ديني او ولسي دنده ترسره کړي. له ټولو هېوادوالو، مرکچي پلاويو له غړو، دريمګړو او د بهير له مينوالو څخه هيله کوو چې موږ سره خپل مالومات شري کړئ او د پورتنيو مالوماتوپه سمون کې مرسته وکړي.
زېږدنې ځاى پته :
مغل خيل (ماګل خيل), محمداغه, لوګر, افغانستان
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېخ الحديث مولوي عبدالحکيم د مولوي خدايداد زوی، د کندهار د ميوند ولسوالۍ، بندي تېموز سيمې، ښکته کلي کې زېږيدلاى. په قام ساکزى/اسحاقزى دى. شېخ عبدالحکیم د طالبانو د تحريک په سر کې د ملامحمد عمر اخند د جهادي مدرسې استاز، وروسته معتميم او د ملا عمر يو له نژدي سلاکارنو څخه وو چې له ۲۰۰۲ کال راهسي د طالبانو قاضي القضات دى. په تحريک کي د امريکا تر يرغل راوروسته د مهمو پريکړو او مشورو د سر سړی دى.مشر ورور ئې ملا عبدالسلام د ميوند د جهادي نوميالو څخه و چي د روسي ښکلاک په وړاندي جنګېدى او په ۱۹۸۵ عيسوي کې د روسانو لخوا په ميوند کې شهيد شو. طالبانو کې د ملا عبدالقيوم ذاکر په څېر ه تکړه کومندان او ملګري لري. د نيولشوې پښتونخوا کوټې ښار اسحاق اباد (چالو باوړۍ) کې د يوې سترې مدرسې دارالعلوم بنسټګر دى چې په زرګونو افغانان يې د علم په جامه سمبال کړي. همدې کال پيل کې، په دغه مدرسه کې يوه ستره چاودنه وشوه، دغه پېښه کې شيخ حکېم ورور ملا عبدالحليم او وراره ملا عبدالعلي دواړه شهيدان شول. ويل کېږي پر مدرسه بريد دده د وژلو هڅه وه چې لامل يې د شيخ لخوا د افغان جګړې په سياسي او سوليز حل ټينګار کېداى شي. د ملاعمر ډېر نژدې کس ملا عبدالجبار له خولې ويل کېږي چې ملا عمر هغه ته وويلي وو چې دده د مرګ خبر شيخ عبدالحکيم ته ورسوي، هغه وو چې ملاجبار، شيخ حکيم په ټليفون خبر کړ او تر هغه وروسته ملا اختر محمد منصور، د شيخ حکيم په مشوره د طالبانو مشر وټاکل شو. شيخ دروند، حليم خو د غوځ دريځ خو د ډېر کرار او ژور فکر څښتن دى. ځانګړي ډول د افغانستان د روان سياست او جګړې څخه ژوره پوهه لري. په عمر ځوان خو پوخ عالم دى د اکوړي خټک له حقانيه مدرسې څخه فارغ شوى‏، پرلپسې د الحديث دورې شېخ پاتې شوى، د نورو علومو ترڅنګ فقهه کې ډېر برلاسى دى. سولي ته ژمن، سوله غوښتونکى او عالم کس دى چې د تالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، شېخ عبدالحکېم د طالبانو د مرکچي پلاوي مشرتابه لپاره د رهبري شورا په مشوره وړانديز شوى. شيخ حکيم د طالبانو مشرتابه شورا د مهمو غړو څخه شمېرل کېږي چې نورو غړو سره ښې اړيکې لري او وسلوالو طالبانو ته منلى کس دى چې د سولې بهير مشرۍ لپاره ډېر وړ کس کېداى شي. يادونه: د لېوال ښې حکومتولى پروګرام، پتيلې چې د دوحې د سولې تاريخي بهير وڅاري. د افغانستان د اسلامي دولت او د افغانستان د اسلامي امارت مرکچي پلاوو غړو پېژندلو کې ولس سره مرسته وکړي او د هغوى کړه وړه تاريخ ته وسپاري. د تاريخ زدکړيلانو ته بلنه ورکوو چې زموږ سره ملتيا وکړي . همدرانګه هڅه روانه ده چې دريمګړي ولسي لوري رامنځته کولو کې هم خپله ملي، ديني او ولسي دنده ترسره کړي. له ټولو هېوادوالو، مرکچي پلاويو له غړو، دريمګړو او د بهير له مينوالو څخه هيله کوو چې موږ سره خپل مالومات شري کړئ او د پورتنيو مالوماتوپه سمون کې مرسته وکړي.
تړاو کاپي کاپي شو
نور رحمان لېوال ښې حکومتولۍ ويبځاى - سوله راوستل
حکومت، طالبانو، د سولې بهير او پايلو په اړه،   عزم ويبپاڼې سره ځانکړې مرکه: نور رحمان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
حکومت، طالبانو، د سولې بهير او پايلو په اړه، عزم ويبپاڼې سره ځانکړې مرکه: نور رحمان لېوال
ښاغلی نور رحمان لېوال د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، او دا مهال له هېواده بهر اوسي؛ عزم ويبپاڼې دا ځل له نوموړي سره د هېواد پر روانو حالاتو مرکه کړې چې لوستلو ته يې ستاسو پام را ګرځوو. عزم: جناب لېوال صاحب ښه راغلاست! د لويې جرګې راغوښتل او پريکړې يې څنګه ارزوئ آيا لويې جرګې رښتيا هم حکومت ته تګلاره وټاکله او که يې له را بللو څخه حکومت نورې ګټې پورته کړې؟
لېوال: تر دې وړاندې چې ستاسې پوښتنې ته ځواب درکړم، اړينه ګڼم چې لږ د جرګې په اړه رڼا واچوام. جرګه افغاني ټولنه کې د ټولنيزو ستونزو حل لپاره ډېر پياوړى عرف يا قانون دى. افغان ولس او حکومت خو پرېږده نړيوال هم جرګه په افغانستان کې د سترو لانجو يوازنى حللار ګڼي. جرګه د بډيالو يا مخالفو لويرو په غوښتنه او خوښه راغوښتل کېږي. جرګه له داسې جرګمارو جوړه وي چې له نرخ څخه خبر وي، بېپرې وي او ښکېلو لوريو ته د منلو وړ وي. ښکېل لوري جرګې ته واک ورکوي چې د جرګې پرېکړې به مني،جرګه مچلګه هم ږدي چې د پرېکړې منلو ته لوري ژمن کړي، بل دا چې جرګه مشورتي نه وي.

حکومتي جرګو کې ستونزه داده چې جرګه د ولسي نرخ يا عرف په رڼا کې نه راغوښتل کېږي او پر افغانستان د متحده ايالاتو له يرغل وروسته په ځانګړي ډول جرګې د حل په موخه نه بلکې د تپلشوې جګړې او حکومت د دوام لپاره د رواني او استخباراتي وسلې په ډول د ولس تېرايستلو لپاره کارېږي.
د لوېديځ پرمټ تېر٢٠ کلن بهير کې جرګه لومړى د نيمګړي اساسي قانون لپاره وکارېده. دغه قانون يو حکومت واک ته رسولاى شي خو د ناوړتيا پروخت يې په سوليز او قانوني ډول کوزولو په اړه هېڅ لار نلري. دويم ځل د امنيتي تړون پروخت د ښاغلي کرزي ډرامه يا تېروتل وو چې افغان ولسمشر له امريکايي ټيټپوړي پلاوى سره د جرګې د نرخ پربنسټ جرګې ته واک ورکړ چې هره پرېکړه دوى وکړي هغه دده حکومت او امريکا ته د منلو وړ ده. د جرګې غړى کرزي او ملګرو خوښ کړي، ننګولي او ګواښلي وو چې تړون به مني. د جرګې پر پرېکړه امريکا خپل سند واخيست او په پاى کې ښاغلي کرزي هم ځان اتل کړ چې زه يې نه منم! دا يو پلان شوى کار وو.

کال مخکې لومړۍ د سولې مشورتې لويه جرګه، چې شاوخوا ٦٠٠ ميليونه افغانۍ لګښت يې درلود، د ولس په نوم د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني د کمپاين له ډلې او حکومتي چارواکو څخه جوړه شوه چې هر کس ته له پنځوس زره تر ٢ لکه افغانۍ جرګه کې د ګډون لپاره ورکړل شوې. جرګې ديارلسمه ماده کې دا پرېکړه کړې ده چې د ښه نيت لمخې او د افغانانو ترمنځ جوړجاړي لپاره دې بنديان پرېښودل شي. د سولې په نوم جرګې، د سولې شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د مصالحې عالي شور او د حکومت نور ورته موازي او بېځايه هلېځلې يوازې د سولې بهير ته د خنډ او ځنډ پموخه جوړېږي. ځکه دغه حکومت چې د پرديو پرمټ په ٣٠٪ خاوره واک لري او٢٠ کاله کېږي جګړه کې ښکېل دي. غړي يې ټوله نړۍ په لومړۍ درجه پساتګرو(فسادګرو) پېژني.٩٠٪ قوانين يې په هېواد کې ترپښو لاندې کړي. مشر يې خپله وايي چې په ارګ کې راګير دى او له بهرنيو ملګرو پرته ٦ مياشتې حکومت نشي کولاى. بهرني او ګاونډي په هېواد يرغلونه کوي خاوره نيسي، شل کاله کېږي جګړه کوي خو په هېواد کې لا کالتوس هم نشي جوړولاى، دغه حکومت يو کمال زده کړى هرڅه ځنډوه او حکومت کوه. نو ددغې جرګې پرېکړې هم د راغوښتونکي خوښې پورې اړه لري نه جرګمارو پورې.

عزم: د حکومت لخوا د بنديانو د آزادولو موضوع سره يوځای په جنايي پيښو کې د ککړو امنيتي سرتيرو د خلاصون موضوع ولې مطرح شوه؟
لېوال: له بدمرغه په حکومت کې ناوړه کړۍ شته چې له مذهبي، قومي، ژبنيو او سيميزو هيلو څخه په ګټه پورته کولو د حکومت برخه دي او د دوى ملګري په ډېرو ناولتياوو کې ښکېل دي. دوى تل ددغه ډول موقعې په تمه وي او غواړي خپل هغه مافياي ملګري چې د دوى لخوا مجرم ګڼل شوي خوشې کړي. خو په ټوليز ډول بايد ووايم چې له بدمرغه په هېواد کې عدلي سيستم دومره ککړ، ناوړه او له ترنګلتياوو ډک دى چې دلته هر هغه کس مجرم دى چې د رشوت او تړاونو په مرسته له محاکمو ځان نشي سپينولاى. ځکه زما د ولسمشرۍ له ١٠ سترو کړنلارو څخه شپږمه يې د ټولو بنديانو بخښنه وه. او دا دى د امريکا، حکومت او طالبانو ترمنځ هم بنديان لومړيتوب شو.

عزم: ولې د زندانيانو موضوع جنجالي شوه؟ آيا بهرنيانو خنډونه جوړول که حکومت د وخت ضياع غوښته؟ او دا چې تر دې وروسته هم د خنډونو امکان شته؟ که 'هو' نو د چا له خوا؟
لېوال: دې کې هېڅ شک نشته چې په افغانستان کې د بهرنيو خو په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو اغېز د حکومت په ټولو چارو شته او ځينې چارې به د هغوى په مشوره کېږي. امريکا خو اوس سولې ته ژمنتيا ښکاره کړي. خو دا هم بايد هيره نشي چې د امريکايانو له بېخبري، ناپوهۍ يا ځينو تاريخي تعصوبونو څخه حکومت کې ښکيلې کړۍ ګټه پورته کوي. خو د بنديانو په نه پرېښودلو کې يوازې حکومت او هلته ښکيلې کړۍ ګرمې دي. دوى غواړي چې د سولې بهير ځنډنۍکړي. د نورو خنډو تمه هم شته لکه پرېښودل شوي بنديان ګواښل او ځورول.

عزم: که حکومت بين الافغاني خبرو ته منحيث نظام ورځي او ددې خبرو د مديريت غوښتنه کوي آيا طالبان به يې ومني؟ که ځواب 'نه' وي نو آيا دريځ يې منطقي دی؟ او که 'هو' نو آيا دا نظام حقوقي مشروعيت لري؟
لېوال: له بدمرغه په هېواد کې د روسانو له يرغل وروسته موږ ټول افغانان د يو داسې سياسي مديريت يا نظام په رامنځته کولو کې تر ننه نابريالي يو چې هغه د هېواد چلولو اړتياوې پوره کړي او هم د ګاونډيو او نړيوالو اړتياوو او دسيسو ځواب ووايي.
په کابل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله حکومت چې په هېواد کې دلانجې دويم لورى دى، اوس په ډېر لږ توپير د ډاکتر نجيب الله احمدزي د حکومت په څېر دى. دغه حکومت د هغو ټاکنو لمخې چې زه يې هم سيال وم نه دى رامنځته شوى بلکې ددغو دواړو نوماندانو د درغليو او ځانغوښتنو په ترڅ کې د يو سياسي تړون لمخې چې قانوني بڼه نه لري تپلشوى. دغه حکومت د بې عدالتيو له امله تېرو دوه لسيزو کې د بېشانه نړيوالو مرستو سره، له پراخ ولسي ملاتړ څخه برخمن نشو. له چلند څخه يې لوېديځوال ملاتړي چې په افغانستان کې د جګړې لومړنى او بنسټيز لورى دى، ستړي دي او دغه ملاتړي هم په کور او هم په نړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. خو د امريکا په مرسته د غني حکومت او د روس په ملاتړ د نجيب حکومت توپير دادى چې افغانستان د انګلوپون/انګلفون د ذهنيت سيمه ده او لوېديځ سره ځينې تړاونه لري چې لمخې يې لوېديځ، ددغه حکومت، لومړى له پوځي او په پاى کې له سياسي ملاتړ څخه لاس نشي اخيستلاى.
طالبان چې د جګړې دريم لورى دى حالت يې د جهادي سياسي لوبغاړو ته ورته دى، دغه دواړه لوري په هېواد کې اوږده جګړه ساتلاى شي خو په يوازې، يو هم د هېواد د ستونز حل نشي کېداى، نظام يا سياسي مديريت نشي رامنځته کولاى. زما له انده غوره به دا وي چې دوى دوه، د ښکلېو ډلو په ډول يو بل سره کيني او له اخلاصه خپلې غوښتنې ميز ته واچوي او دواړه لوري د ولس استازولي پرځاى پرېږدي. نو ځکه د طالبانو دا دريځ منطقي کېداى شي چې د کابل حکومت سره په لانجه کې د ښکيل لوري په ډول خبرې وکړي نه د ملت د استازي.

عزم: د حکومت لخوا په دې وروستيو کې ملکيانو ته مرګ ژوبلې اوښتو پيښې زياتې شوې، آيا دا پر طالبانو د فشار لړۍ پراخول دي او که د ځينو کړيو مرموزې موخې دي؟
لېوال: د تېرو څلورو لسيزو ناخوالو له امله افغانانو ترمنځ ترټولو ستره ستونزه بې باوري يا بې اعتمادي ده. د بې باوري دغه ستونزه ټول افغانان خو په ځانګړي ډول سياسي خوځښتونه د پرديو دسيسو ښکار کوي، پرديپالنې ته يې مجبوروي او پرديو ته دا واره برابروي چې د دوى په مرسته مرموزې هڅې ترسره کړي. ترڅو د سولې بهير ستونزمن، ځنډنى او ښکېلو ترمنځ ترنګلتياوې ډېرې شي، خو حکومت ځکه پړ دى چې دولتي او نړيوالوې سرچينې يې په لاس کې دي، حکومت بايد د پرديو دسيسې شنډې کړي، که يې نشي کولاى بايد حکومت څخه استعفا ورکړي.
عزم: د پاکستان لخوا يوځل بيا د توپونو د ويشتلو، دروازو جوړولو او نورو پاروونکو اقداماتو لړۍ پيل شوې، موخې څه دي آيا پاکستان د کوم بل امتياز په لټه ده او که؟
لېوال: دا په کابل کې د کمزورو سياستونو پايله ده چې لوېديځوال ملګري يې ورسره څنګ پر څنګ ناست دي، امنيتي تړونونه ورسره لري، هغوى پاکستان ته د اغزن تار لپاره بوديجه ورکوي. پاکستان د کابل د حکومت په خوښه د تار تېرولو پرسر له امريکا پيسې اخلي، دويم پاکستانى پوځ په هغو سيمو کې د ولس شتمنى لوټوي لکه ځنګوله، کانونه او د خلکو د کورونو شتمنۍ ددي لپاره د ولسونو ويرولو په موخه ډزې کوي چې کلي کوچ ته مجبور کړي. د کابل پر ګدۍ ناست يې ننداره ځکه کوي چې د هېواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته ژمنتيا نلري او خپلې شپې ورځې تېرول غواړي. پاکستان پوهېږي چې دا تار نه منل کېږي. پاکستان تر اوسه هېواد شوى نه دى، بلکې د پاکستان اجير پوځ يوه سيمه لري چې پاکستان ورته وايي. دغه پوځ له غريبو پنجابيو څخه جوړ دى، چې پښتون، بلوچ، سندي او سرايکي سره په جګړه دى. پنجاب د بادار نوکري کوي که هغه هر څوک وي، بله هېڅ لاره نشته چې ترڅو موږ د پنجاب د کارونې سياسي وړتيا پيدا نکړو تر هغې به يې نور زموږ په خلاف کاروي.

غزم: په داسې حال کې چې امريکايان په وتلو دي، آيا بين الافغاني مذاکراتو کې به حکومت خپلې سرې کرښې وساتي او که به طالبان انعطاف ته اړ کړي؟ دغه راز آيا د مصالحې عالي شورا به د سولې خبرو کې ټولواکه وي او که به د ارګ د انحصاري سيوري تر چتر لاندې مخته ځي؟
لېوال: د سيمې او نړۍ جغسياست يا جيوپوليټک ته چې ګورو د ټول لوېديځ خو په ځانکړي ډول ترمپ ولسمشرۍ لپاره افغانستان د ديو هغه توتي/طوطي دى چې ژوند يې پورې تړلى. پرېښودلاى يې ځکه نشي چې په سيمه کې يوازې افغانستان ورپاته دى. دا خو د ولسمشر ټرمپ د حکومت کمپايني غوښتنه ده چې دوى دغه اوږده جګړه پاى ته رسوي. که ښاغلي ټرمپ وبايلله نو جمهوريت غوښتونکي له افغانستان څخه پوځونه ځکه نشي ويستلاى چې د ټرمپ پر بډ يې پوځونه نه ويستل کمايني چيغه کړې. نو په زغرده ويلاى شو چې د سولې بهير ته خنډ کېدل اوس د ټرمپ کابينې ته خنډ کېدل دي او تر بايللو وروسته د ډيموکراټ ګوند سره د دښمنۍپالل دي.

زما په اند او تېر د مجاهدينو د حکومت تجربې ته په کتو، د حکومت او طالبانو لپاره دا يوه واره ده چې د نجيب د حکومت او مجاهيدينو تاريخ تکرار نه کړي. متحده ايالات چې د لانجې بنسټيز لورى دى، حکومت او طالبان يې تاريخي او سياسي لوبغالي ته واچول. نړيوال او سميز ځواکونه کېداى شي ترشا داسې موخې هم ولري چې په لاس د سولې بهير نابريالى کړي. حکومت او طالبان بايد سرې کرښې پرېږدي، وخت له لاسه ورنکړي او ژر تر ژره د داسې يو سياسي جوړښت رامنځته کولو په لور ګامونه اوچت کړي چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، له درغليو او ناخوالو پاک وي، سياسي او قانوني بڼه ولري، اسانه او په ګړندۍ او ارزانه ټوګه رامنځته شي، ځکه نړيوال او افغانان نور له جګړې او د سولې، پرمختګ او ښې حکومتولۍ په نوم له اوږدو بهيرونو څخه ډېر ستړي او زيانمن شوي. دغه ډول يو ټولمنلى جوړښت ځايناستى حکومت کېداى شي چې تلپاتې سولې او ولسواکۍ ته افغانان په لنډه لار بوځي.
د حکومت او مصالحې عالي شورا دواړه لوري له بدمرغه د ډېر کمزوري دريځ خاوندان دي. دوى يوازې د واک ساتلو تر کچې به د حکومتي سولې د پلاوي هڅې مني او وټو کوي. د دولتي پلاوي په ډول، دوى بايد طالبانو ته هېڅ شرت/شرط نه درولودلاى پرته له دې چې طالبان جګړې بندولو لپاره څه غواړي؟ د حکومتي سولې پلاوي اجنډا کې لومړى غوښتنه د اوربند د حکومت له کمزورى دريځ څخه استازولي کوي. د طالبانو د ايجنډا په لومړيتوب کې د واک لېږد خبره د هغوى برلاسي څرګندوي او دغه برلاسي هغه وخت طالبانو ته په خپلمنځي، ولسي او نړيوال سياست کې په وياړ او هېواد کې په سولې بدليدلاى شي چې د واک لېږد د اسلامي امارت پرځاى د ولس امانت وګڼي او په سوليز ډول حکومت په درې برخو وويشي يوه يې د غني او عبدالله دويمه د ولس او يوه برخه د طالبانو. پدې ډول به طالبان ټول له جګړې وباسي او هېڅ لورى به ځان بايلونکى احساس نه کړي. حل يو ځايناستى حکومت دى چې ما مياشت مخکې ولس، حکومت او طالبانو ته وړانديز کړئ، دلته يې ولولئ.

عزم: په روستيو کې مو ځوانانو ته پيغام څه دی چې روان وضعيت کې بايد څه وکړي؟

لېوال: له تېر تاريخ څخه بايد زده کړه وکړو، لومړى موږ افغانان بايد ستر خنډ دا پوچ باور پرېږدو چې انګېرو : په افغانستان کې هرڅه د پرديو لخوا ترسره کېږي او موږ هېڅ نشو کولاى، موږ ډېر څه کولاى شو که وغواړو، په ترتيب يا منظم شو او مسوليت واخلو. ځوانان بايد د غچ/انتقام اخستل، اسانه ګټې لاسته راوړل، له پرديو مرستې او همکاري غوښتل پرېږدي، خپلواک سياست او په خپل ځان، خپل خداى ج، هېواد او خپلو وړتياوو باور پيدا کړي. د خپلواکى او ځانبسياينې لپاره زدکړې، نوښتونه او ځانګړي ډول نويو تخنيکونو ته مخه کړي ترڅو هېواد له دې ناخوالو وباسو، ځکه اوس د پوهې نړۍ کې يو په سل او سل په هېڅ حساب دي.

نور رحمان لېوال
د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، خيرخوا، نوښتګر، د سوداګريزو او مالوماتي ټکنالوژۍکارپوه، ګڼملتي کاروباري شرکتونو او پښتو ټلوېزيون څښتن، له ولس، حکومتونو، مجاهدينو، ملګرو ملتونو ااو غير دولتي ادارو سره د کاروبار، مشاورت او کار کولو اږده تجربه لري.
دسولې دويمې مشورتي جرګې غړو ته مشوره، نور رحمان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
دسولې دويمې مشورتي جرګې غړو ته مشوره، نور رحمان لېوال
2020-08-07 18:36:00 لمريز 1406-03-30 18:36:00
جرګه زموږ دومره پياوړى ارزښت دى چې ولس خو پرېږده حکومتونه او نړيوال يې هم په افغانستان کې د سترو لانجو د حل يوازنى لار ګڼي. خو ستونزه داده چې جرګه د افغاني نرخ په رڼا کې نه راغوښتل کېږي. د حکومت او طالبانو اوسني حالت ته ورته وخت کې جرګه د بډيالو يا مخالفو لويرو په غوښتنه او خوښه راغوښتل کېږي. ښکېل لوري جرګې ته واک ورکوي چې د جرګې پرېکړې به مني او جرګه به له داسې خلکو جوړه وي چې دواړه لوريو ته د منلو وړ وي. جرګه مچلګه هم ږدي، جرګه مشورتي نه وي.
مشورتي جرګه يانې څه؟
حکومتونه په يو اړخيز ډول او د پرېکړې له واک څخه پرته د خپلې خوښې جرګې پر ولس ورتپلو او د ولس د تېرايستلو لپاره راغواړي، د مشورو منل يې هم حکومت پورې تړلي وي، نو اغليو او ښاغليو د سولې مشورتي جرګې غړو:

هغه حکومت چې د پرديو پرمټ په ٣٠٪ خاوره واک لري او٢٠ کاله کېږي جګړه کې ښکيل دى. غړي يې ټوله نړۍ په لومړۍ درجه پساتګرو(فسادګرو) پېژني.٩٠٪ قوانين يې په هېواد کې ترپښو لاندې کړي. مشر يې خپله وايي چې په ارګ کې راګير دى او له بهرنيو ملګرو پرته ٦ مياشتې حکومت نشي کولاى. ګاونډيان يې په هېواد توغندي راوروي، خاوره يې نيسي او بمونه د ارګ خوا کې ورالوزوي،خو دوى د هغوى په اړه پوښتونکى له جرګې په زور وباسي. ٢٠ شل کاله جګړې سره دوى لا کالتوس هم پخپل هېواد کې نشي جوړولاى چې د ګاونډيو او بهرنيو د يرغل ځواب ووايي.

دغه حکومت له نړيوالو بېشانه مرستو سره په اته کاله کې له ٣٥٪ څخه٩٠٪ د ولس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ته اړ کړ. ولس يې خپل بچي او د بدن غړي خرڅوي، خو دوى٣٣٠ ميليونه افغانۍ ستاسې لپاره په يو غونډه لګوي او ميلياردونه په نورو ورته ډنډورو. موخه يې يوازې د خپل حکومت موده غځول او پړه پرتاسې اچول دي. پر جرګې وخت او سرچينو بېځايه لګښتونه ټول ملت په يوه خوله، د ملي شتمنيو تالان بولي چې زغمل يې د ولسمشر لومړي مرستيال لپاره ګران وو او په احساساتي غبرګون کې يې د حکومت يوه بله نادوده څرګنده کړه، چې حکومت د لوړپوړو چارواکو او هغو سياسيونو لپاره چې د دوى ملاتړي دي، پر ساتنه د کال ۴.۲ ميليارده افغانۍ لګوي، دوى بايد دغه لست خپور کړي چې دا په چا لګول کېږي؟

داسې حال کې چې هېواد د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان دى. دومخى او توپيريز چلند خو ګورئ چې د حکومت د روغتيا وزير څه وايي هغه ستاسې لپاره نه کوي، يوازې لومړى کتار څوکۍ د روغتيايي چارو له وړانديز سره سم واټن لري. د جرګې د نورو غړو څوکۍ څنګ پر څنګ اېښودل شوي چې٥٠ سانتي واټن هم نه لري،خداى مه کړه، که په جرګه کې تاسې په کورنا اخته شوئ دا ستاسې کورنيو، خپلوانو او ولس ته مرګونى ګواښ دى.
ولسمشر غني او عبدالله چې تر ١٥٠٠ ډېر سلاکارن لري، دغو سلاکارانو سره دوى کله هم مشوره نه ده کړې، ډېرى ددوى انډيولان يا هغه کسان دي چې د سلاکار په نوم حق السکوت ورکول کېږي. د سولې تېرې مشورتي جرګې خپله ديرلسمه ماده کې دا پرېکړه کړې ده چې د ښه نيت لمخې او د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره دې بنديان پرېښودل شي. حکومت کولاى شول چې هغه سند کړي او بنديان خوشې کړي. حکومت د سولې او پخلاينې شورا لري، د سولې وزارت لري. دولت ولسي او مشرانو جرګه لري. دا ددغو دولتي او حکومتي زرګونو کسانو تاريخي مسوليت دى ولې يې هغوى نه ترسره کوي؟
په هېواد کې ستر حقوقي، ملي او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې شوي، تر ټولو نادوده دا چې حکومت د هغه ٤٠٠ بنديانو پرېښودلو په اړه حقوقي او عدلي مشورې لپاره تاسې راغواړي د چا په اړه چې تاسې هېڅ مالومات نه لرى!تاسې د جرګې غړي بايد له ځانه پوښتنه وکړئ، ستاسې د پرېکړو منل هم راغوښتونکي پورې اړه لري خو مسوليت به يې تاسې او ستاسې کورنۍ ته تر ابده راجع وي. نو تاسې ته مو مشوره ده چې له تاريخي ملامتۍ خپل ځان او کورنۍ وژغورئ. حکومت ته وواياست چې موږ او ملت سوله غواړو. حکومت د ملت د استازولۍ دعوه لرئ. ولسمشر دې د حکومتي اړوند ادارو او قوانينو لمخې د ملي ګټو په رڼا کې خپله پريکړه وکړي.
نور رحمان لېوال
موږ په هېواد کې عدالت، تلپاتې سوله ا و قانون ته درناوى غواړو – نوررحمال لېوال، رسنيز خبرليک ګڼه ٢
موږ په هېواد کې عدالت، تلپاتې سوله ا و قانون ته درناوى غواړو – نوررحمال لېوال، رسنيز خبرليک ګڼه ٢
2020-08-07 00:00:00
د اوربند حکومتي بڅرکي وړانديز او بيا د بډيالو تر هغه کنجوس غبرګون چې يوازې د اختر په ورځو کې به جګړه نه کوي هم د سولې په پار هرکلى کوو. خو ګډحکومت ته وايو چې سوله هغه وخت راتلاى شي چې په هېواد کې شته درغلۍ، پساد (فساد)، بې عدالتۍ او پرديپالنه له منځه ولاړه شي. سولې ته ترټولو ستر خنډ ستاسې غيرقانوني حکومت او د ملي شتمنيو تالان دى چې نژدې ٦٠ سلنه هېوادوال يې د لوږې د کرښې لاندې په ژوند تېرولو اړ کړي. له امله يې حکومت د خپلو امنيتي ځواکونو تنخاوې نه شئ ورکولائ. تاسې ياست چۍ د افغانستان پتمن ولس رايو ته مو درناوۍ ونه کړ، ولسواکي او قانون مو ترپښو لاندې کړ، د حکومت او حزب اختلاف پرځاى مو د خپلو ګټو لپاره ګډ او غير قانوني حکومت رامنځته کړ چې له پيله تر اوسه يې جګړه لاتوده شوې، تر نيم لاډېر هېوادوال مو په مرګ، ژوبله او اقتصادي ډول زيانمن کړي. ترڅو چې پورتني او ترهغو لا يو بل ناوړه لامل د سولې سرکښان جنګسالاران وي سوله نشي راتلاى او پر داسې وړو وړانديزونو تاسې د پرديو په مشورو په جګړه او سوله ملنډې وهئ. تاسې کولاى شئ چې عمومي بښنه او سوله هم اعلان کړئ، که چا ونه منله له حکومته لاسپسر شئ خو خپلو ګټو ته په کتو تاسې داسې نه کوئ چې ملي خيانت دى، موږ په هېواد کې تلپاتې سوله ا و قانون ته درناوى غواړو.
د حکومت دريځ چې "طالبانو ته به د سولې تفصيلي وړاندیز کوي" ملاتړ او ستاينه کوو.
تړاو کاپي کاپي شو
د حکومت دريځ چې "طالبانو ته به د سولې تفصيلي وړاندیز کوي" ملاتړ او ستاينه کوو.
2018-02-28 13:23:33
د حکومت دريځ چې "طالبانو ته به د سولې تفصيلي وړاندیز کوي" ملاتړ او ستاينه کوو. خو حکومت چې د کابل پروسې ميلمنو ته به خپله دا غوښتنه وړاندې کوي چې طالبانو سره سوله کول غواړي دا څرګندوي چې د کابل حکومت چارواکي ذهني خپلواکي او د هېواد د چارو د مديريت توان نلري. د کابل پروسې ميلمانه د کوربه په چارو کې د لاسوهنو حق نلري او د کابل حکومت په لوى لاس هغوى ته د لاسوهنو لاره پرانځي. که د کابل حکومت ملي واى او ولسي بنسټ يې درلوداى نو خپل د سولې تفصيلي وړانديز به يې لومړى ملت سره شريکولو نه بهرنيانو سره، زموږ خلک اوس هم پردې نه پوهېږي چې سياست ځايي دى. ريئس جمهور خپل رسنيزخبرليک کې ليکي چې "په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کال کې ٧٥٠٠٠ پنځه اويا زره افغانان شهيدان شوي" او د خواشينۍ ځاى دى چې په ٢٠١٧ کې به دغه شمېره تردې ډېره وي، تېرو درې کلونو کې د هېواد هرې ديرشمې کورنۍ يو شهيد ورکړاى خو د کابل حکومت تپلشوي چارواکي بيا هره ورځ د هېواد د پرمختګ ډنډورې غږوي. موږ په ولس غږ کوو چې تاسې د حکومت او پرديو د ګټو قرباني ياست، حکومت مجبور کړئ چې پخپل وخت ټاکنې ترسره کړي، راځي موږ او تاسې په ګډه هلېځلې وکړو چې ټاکنې رڼې او د ولس په ګټه ترسره شي. يادونه: څوک ويلاى شئ چې د کابل د پروسې لګښت به څومره او څوک يې ورکوي؟ که دا بهرنيان ورکوي نو افغانتستان ته شرم ګټل دي او که ددې غريب ملت سرچينې ددغو بدمرغه سياستوالو په راوستلو او ميلمستيا کولو لګېږي نو لوى خيانت ځکه دى چې ددغو ناستو هېڅ اړتيا نشته په افغانستان کې د جګړې درې اړخه دي: د امريکا متحده ايالات. د کابل تپلشوى حکومت. او د دوى دواړو بډيال يا مخالفين. هرکله چې دا دريواړه وغواړي امن او سوله راتلاى شي، ځکه اوس جکړه ددغو دريواړو اړخونو په کاروبار بدله شوې او راونه به وي کې ملت يې د مخنيوي لپاره هېلځلې ونکړي. له دې کبله د نورو رابلل او خبرې کول د وخت او سرچينو ضايعه ده. ما ځکه د طالبانو له متحده ايالاتو سره په نيغه د خبرو ملاتړ وکړ او د کابل حکومت هم بايد متحده ايالاتو سره نيغو خبرو جرات ولري او که يې نه لري نو د ملت وخت او سرچينې دې بېځايه نه ضايعه کوئ، کينۍ او خپل چور کوئ. که سوله غواړئ؟ نو بيا د رڼو ټاکنو، ولسواکۍ، پساد (فساد) له منځه وړلو ملګرى شئ، دغه د سولې لاره ده نه د اوسنې حکومت کړنې او دوام او نه د حکومت د بډيالو ملګرتيا. که کرزى او اوس بيا غني ولس او سولې ته ژمن واى، نو له رياست جمهورۍ به يې استعفا ورکوله او ټولې نړۍ ته به يې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې جګړه چا راونه کړي او دى ولې استعفا ورکوي پدغه کړنه به دوى ملي اتلان شوى وو او ټولې نړۍ ته به جوته شوې وو چې افغانان غيرت سره عقل هم لري، خو دوى د واک ليوني دى او د هغه غځيدل غواړي او زموږ د پتمن ولس ټول ارزښتونه يې د خاورو سره خاورې کړل، ډارن او واره‌پال يا موقيعپرست. کله چې له واکه لري شي او بيا کرزى غوندې غړمبېږي دا هېڅ ګټه نلري.
سوله
تړاو کاپي کاپي شو
سوله
2018-06-17 15:23:49
#زما_د_سولې_اتل ښاغلى محمد انور خان ساکزى، د Logar Province/لوگر ولايت مقام ځکه دى چې: ښاغلى لومړنى والي و چې بډيالو ته يې بلنه ورکړه ترڅو له دوى سره د اختر لمونځ یوځای اداء کړي. تاسو هم سوله ولمانځئ او خپل اتل راسره شريک کړئ. د ګډ حکومت د اوربند وړانديز او غځېدل ستايو، تاسو وليدل چې حکومت جګړه بنده کړه نو جګړه بنده شوه!
له څلور اړخيزه غوڼدې د کابل استازي
تړاو کاپي کاپي شو
له څلور اړخيزه غوڼدې د کابل استازي

له څلور اړخيزه غوڼدې د کابل استازي ځکه ناکام او تورن هېواد ته راستانه شول چې د له غونډې څخه يې د پاکستاني پلاوي دا غوښتنه راوړه او دا خبره هلته رد نشوه چې اسلام اباد هغه وخت د کابل بډيالو يا مخالفينوځالې په خپله خاوړه کې بندوي چې کابل ورته کار وکړي پداسې وخت کې جې د کابل د حکومت تر ولکې لاندې سيمو کې د پاکستان هېڅ بډيال نشته.

پاکستان په افغانستان کې نااعلان شوي جګړه پرمخ بيايي او د کابل حکومت يې هېڅ ځواب نه دى ويلاى، ترڅو چې د پاکستان د نا اعلان شوې جګړې ځواب ونه ويل شوي په افغانستان کې سوله نه راځي. د کابل حکومت په هېواد دننه د مديريت له نشتون سره مخامخ او بهرنيو چارو کې د ملت استازولي کې پاتې راغلى.

MOFA OMAN hosting Afghan peace talk
تړاو کاپي کاپي شو
MOFA OMAN hosting Afghan peace talk

MOFA OMAN hosting Afghan peace talk is appreciated, but it will have little or NO result because Afghans attending the talk can't represent all of Afghanistan legally, morally, politically and ideologically.

Secondly, Afghans first need talk to USA What USA want from imposed war in Afghanistan? Only after that we will be able talk to others to get positive results. Otherwise, time and resources are wasted

تړاو کاپي کاپي شو
ترڅو چې په افغانستان کې پرديپال او پسادګر (فاسد) په واک کې وي تر هغو سوله نشي راتلاى.

بل دا چې د سولې راوستونکو تنخا تر هرچا لوړه او د جګړې يو لورى وي سوله هيڅ کله نشي راتلاى. د سولې د بهير غړي بايد داوطلب وي ترڅو سوله راولي.


د سولې هوکړه ليک چې د يو ريکارډ شوې ويډيوي پيغام له لارې د اسلامي حزب د مشر او ريئس جمهور لخوا په ارګ کې د هغې غونډې پر وړاندې لاسليک شود سولې هوکړه ليک چې د يو ريکارډ شوې ويډيوي پيغام له لارې د اسلامي حزب د مشر او ريئس جمهور لخوا په ارګ کې د هغې غونډې پر وړاندې لاسليک شو
تړاو کاپي کاپي شو
د سولې هوکړه ليک چې د يو ريکارډ شوې ويډيوي پيغام له لارې د اسلامي حزب د مشر او ريئس جمهور لخوا په ارګ کې د هغې غونډې پر وړاندې لاسليک شو
د سولې هوکړه ليک چې د يو ريکارډ شوې ويډيوي پيغام له لارې د اسلامي حزب د مشر او ريئس جمهور لخوا په ارګ کې د هغې غونډې پر وړاندې لاسليک شو، چې له دواړو لوريو د غونډې ډيرى کسان په حکومت پورې تړلي وو. د سولې پرلور يو ستر ګام دى، ټولو ته يې مبارکي وايم. غوره به واى چې حکومت غونډې ته د اسلامي حزب د مشر راتګ برابر کړى واى، د کورنۍ نږدې غړي لکه زامنو يې په غونډه کې څرګند شتون درلوداى، غونډه کې د بې لوريو او بې پرې افغانانو ګډون ته لاره هواره شوې واى، ترڅو دغه ډول سترې ملي مسئلې د حکومتي انحصار او ډرامايي بڼې خپلولو څخه خوندي شي. د حکمتيارصيب دا خبره چې "هغه چې په اوږه یې د پردیو ټوپک دی ترهغې به د پردیو لپاره جګړه کوي چې تر څو یې اکمالوي. هغوی یوه داسې بدنامه جګړه په مخ وړي چې ۹۹% تلفات یې افغانانو ته اوړي" زموږ ددې خبرې پخلى کوي چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو په ګټه ده او که په هره بڼه پردى ټوپک د چا په اوږو دى او و، موږ يې د افغان وژنې لامل او جرم ګڼو.
ټولې جګړې په سوله ختمېږي د اسلامي حزب له سوليز ژوند پيلولو څخه به هرکلى کوو
تړاو کاپي کاپي شو
ټولې جګړې په سوله ختمېږي د اسلامي حزب له سوليز ژوند پيلولو څخه به هرکلى کوو
د سمونپالنې يا اصلاح طلبۍ سياست ترانقلابي يا بدلونپال سياست ځکه غوره دى چې بدلونپال د ځان او ټولنې د ستړيا سره سره، نه توانېږي چې ځان او ټولنې ته هغه هوساينه "ورپبرخه" کړي چې دوى يې ارمان درلود. زموږ په هېواد کې د تېرو نژدې پنځو لسيزو بدلونپالنو پايلې ددې خبرې کره بېلګې دي. دا چې ټولې جګړې په سوله ختمېږي نو اتل جنګيالى سياستوال هغه دى چې جګړې پرته له جګړو وګټي، د ولس او هېواد لپاره داسې پروګرامونه او چمتووالى ولري چې خپلواکي، ژغورنه، له نورو سره د سوليز ژوند ژمنتيا او له کړکيچ څخه مخنيوى رامنځته کړي. دا منو چې جګړې هم د سولې لپاره کېږي خو د يو لارښود او سياستوال وړتيا هغه وخت څرګندېږي چې د جګړې له پيل څخه وړاندې د جګړې د پايلو څخه پوهاوى او د جګړې پاى ته رسولو پروګرام ولري. خپل ولس لسيزې پداسې جګړو کې ښکيل کول چې ګټه يې غليم ته رسي، د سياسي نبوغ او اتلولى نښه نده. د اسلامي حزب له لسيزو هلوځلو وروسته د سولې په تړون کولو به يې د سمونپالنې سياست ته هرکلى کوو او مبارکي ورته وايو. لکه څنګه چې مخکې مو هم ويلې دا وخت جګړه زموږ د ولس، هېواد او زموږ د ارزښتونو په ګټه نده، موږ ته جګړه پرېښودل ترټولو ستر جهاد دى، خداى پاک دې وکړي چې د طالبانو په نامه بدلونپال هم په ريښتوني ډول د طالبۍ د پرتمين ژوند په لور زغرده ګامونه پورته کړي او سوله وکړي ترڅو غمځپلي هېواد او سيمه کې سوله راشي.
تړاو کاپي کاپي شو
Karzai: "Peace in Afghanistan is in the hands of the United States and Pakistan"
Pakistan and the United States are responsible for the current instability in Afghanistan?
How can Afghans avoid this double standard played by west and Pakistan in Afghanistan?
د طالبانو د سولې کولو غوښتنې څخه هرکلى او ملاتړ کوو
تړاو کاپي کاپي شو
د طالبانو د سولې کولو غوښتنې څخه هرکلى او ملاتړ کوو

د طالبانو غوښتنه چې متحده ايالاتو سره د سولې په هکله نيغې خبرې کوي پرځاى او حقيقتونو ځکه ولاړه ده چې د کابل حکومت د سولې اړوند څرګند دريځ او هوډ نلري.

حکومت په دوه ډلو ويشل شوى چې ټول وخت يې يو بل ته په دسيسو جوړولو او د ملي شتمنيو په چور او ويش تېرېږي.

هېواد او هېوادوال له زيان سره مخ دي. موږ له پيل څخه ويلي چې حکومت د سولې راوستلو او پرمختګ توان نلري. دادى زموږ وړاندوينه حکومت په خپلو څېړنو کې هم څرګنده کړې.

له حکومته مو غوښتنه ده چې خپل اخرين مسؤليت د رڼو ټاکنو کولو ته خپله ټوله پاملرنه ور واړوي او پر وخت يې ترسره کولو سره د ټاکنو په پاى کې د حکومت چارې اړونده مسؤليت اخيستونکي لوري ته وسپاري.

تړاو کاپي کاپي شو
که سوله غواړئ؟ نو بيا د رڼو ټاکنو، ولسواکۍ، پساد (فساد) له منځه وړلو ملګرى شئ، دغه د سولې لاره ده نه د اوسنې حکومت کړنې او دوام او نه د حکومت د بډيالو ملګرتيا.

که سوله غواړئ؟
نو بيا د رڼو ټاکنو، ولسواکۍ، پساد (فساد) له منځه وړلو ملګرى شئ، دغه د سولې لاره ده نه د اوسنې حکومت کړنې او دوام او نه د حکومت د بډيالو ملګرتيا.

که کرزى او اوس بيا غني ولس او سولې ته ژمن واى، نو له رياست جمهورۍ به يې استعفا ورکوله او ټولې نړۍ ته به يې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې جګړه چا راونه کړي او دى ولې استعفا ورکوي پدغه کړنه به دوى ملي اتلان شوى وو او ټولې نړۍ ته به جوته شوې وو چې افغانان غيرت سره عقل هم لري، خو دوى د واک ليوني دى او د هغه غځيدل غواړي او زموږ د پتمن ولس ټول ارزښتونه يې د خاورو سره خاورې کړل، ډارن او واره‌پال يا موقيعپرست.

کله چې له واکه لري شي او بيا کرزى غوندې غړمبېږي دا هېڅ ګټه نلري.

يادونې:
يوازې د غني په دوره کې تر ٢ لکه زيات افغانان شهيدان شوى او لا ستونزه روانه ده. د بېکورۍ او بربادۍ خبره خو پرځاى پرېږده، دى وايي چې زه چوپړ کوم، خداى دې خوار کړه پدې چوپړ، په لکونو کورنۍ هره ورځ حکومت ته ښېري کوي، بېعدالتي عوج نيولاى، په خداى که غني بريالى شي، له ازاره چا بازار موندلاى ندى.

کرزى ته مې دا مشوره د هغه د وخت د جمبوري (زوړ د شکايتونو د کميسون ماشوم مشر) پلاس ورولېږله، نو راته يې ويل ليوال صيب موږ د خپلو ګټو غم وړي يو او ته ليونۍ يې، چې موږ نه وو ټول دې نه وي.