https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لوى څښتن دې په هېواد کې بيا داسې حالت نه راولي، خو د افغانستان له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره ډېره اړينه ده چې ځايناستى حکومت تجربه شي، حکومت بايد د يو تقنيني فرمان لمخې ځايناستي حکومت ته لاره هواره کړي. بډيالو يا تالبانو ته هم غږ وکړي چې خپله ونډه واخلي ترڅو ټول لوري په سوليز ډول برخمن شي خو له دغه ځانخوښي او ځانغوښتونکي حکومت څخه دا تمه نشي کېداى چې د ملت په ګټه دې له واکه تېر شي. نو اړينه ده چې ملت او ملتپال پر تالبانو غږ وکړي چې ځايناستي حکومت ته خپل د خوښې يو يا څو کسان نوماند کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې له خپلو شرتونو (شرطونو) سره برخه واخلي او د رڼو ټاکنو له لارې د واک سوليز لېږد وشي. ددغې تجربې په رڼا کې راتلونکو حکومتونو کې وروسته قوانينو کې بدلون راشي او ځايناستى حکومت قانوني بڼه غوره کړي.
ځينې هېوادونه چې د ولسواکي او د دريګونو ځواکونو سيستم تجربه کوي د ځايناستي حکومت لپاره يې قوانين ټاکلي چې اوسني حالت کې موږ کولاى شو د هغو تجربو په رڼا کې يو داسې ځايناستى حکومت رامنځته کړو چې د حکومت بډيالو ته هم د منلو وړ وي او هم وکولاي شي په تخنيکي ډول رڼې ټاکنې ترسره کړي.
ددې لپاره که له ډېرو ، لګښتونو او اوږدو کړاونو تېرېږو نو تر ټولو غوره لاره د اوسنيو ١٨ ولسمشرۍ نوماندانو په شتون کې لرو چې د بډيالو په خوښه هم يو يا څوکسان ور ډېر شي او دغه ١٩ يا ډېر نوماندان خپلمنځي ټاکنې ترسره کړي او له دغه منځ څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې يو کس د ځايناستي ولسمشر په توګه وټاکل شي. واک ورکړل شي چې اړينه ١٠يا ١٥ کسيزه کابينه د اوسني حکومت په جوړښت کې جوړه کړي چې د هېواد اړينې چارې پرمخ بوځي او پرته له ټاکنو نورې پرمختيايي چارې وځنډول شي. هرڅوک چې د ټاکنو په ترڅ کې ځايناستي حکومت ته بريالى شو د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماندۍ څخه به تېرېږي.
١٨ پاته نوماندانو څخه به ملي جرګې جوړه شي چې د مشورې تر بريده به د ځايناستي حکومت ترشا ودرېږي. ځايناستى حکومت به له ٣-٦ مياشتو په موده کې رڼې ټاکنې ترسره او په سوليز ډول د ولسواکۍ په رڼا کې حاکم ګوند يا حزب حاکم ته واک وسپاري او په خوا کې بايد يو بډيال ګوند يا حزب اختلاف له دويم راتلونکي نوماند څخه پر حکومت د څارنې لپاره جوړ کړي. د ملي يووالي حکومت په ډول د هر ډول ګډ حکومت رامنځته کېدو څخه تر هغو مخنيوى وشي ترڅو چې شريک يا مختلت حکومت لپاره قوانين ټاکل کېږي.
د دې لپاره چې د ځايناستي ولسمشر د ټاکنې بهير ملاتړ پراخ شي نو کېداي شي د ولسمشرۍ نوماندانو سره ، رسمي سياسي ګوندونو،جهادي مشرانو، د سترې محکمې رئيس، د ولسي جرګې رئيس، د مشرانو جرګې رئيس، د علماو شورا رئيس، د حقوق پوهانو د ټولنې رئيس، نورو صنفي او مسلکي ټولنو مشرانو ته د رايې ورکولو حق ورکړل شي، خو د وخت او سرچينو نشتون به دا بهير له ستونزو سره مخ کړي.
همدارنګه راتلونکي کې د ځايناستي حکومت لپاره موږ يو بله قانوني لاره هم درلودلاى شو، د ولسمشرۍ د مودې پاى د غبرګولي،١نېټه او د ملي جرګې يا ملي شورا د پاى موده د چنګاښ،١نېټه ټاکل شوې، ترمنځ يې ٣٠ ورځې دي، که د ملي جرګې پاى نېټه د وږي ١ وټاکل شي نو دا به موږ ته ٣مياشتې وخت راکړي که د وخت حکومت ونه توانيد چې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي نو د اساسي قانون ٦٧ مادې پر بنسټ به د جرګو له مشرانو يو ځايناستى وټاکل شي، چې يوازېنۍ دنده به يې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کول او واک ټاکلي ولسمشر ته سپارل وي.

نور وګورئ