https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د سولې لپاره بايد د ځايناستي حکومت غوښتنه ولرو

د طالبانو او حکومت ترمنځ سوله د ټولو لپاره اړينه ده، خو اوس هم د سولې لپاره ځايناستى حکومت له يوه نوې تګلارې سره حل ګڼم او سپارښتنه کوم تاسې لاندې وړانديز ولولئ او ولس ته پيغام ورسوئ.

د ١٣٩٨کال د غبرګولي په لومړۍ د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ګډ حکومت پاى ته رسيده چې د "ځايناستى حکومت، په رياستي ولسواکيو کې د نابرياليو حکومتونو او د ټاکنو پروخت د حکومتونو بديل، د افغانستان لپاره وړانديزونه، نور رحمان لېوال " تر عنوان په لاندې تړوني يا لينک لاندې لوستلاى شئ.

د ١٧ نومانانو ترمنځ د لسهاو ناستو په پايله کې زما د ځايناستې حکومت په وړانديز، ١٧ نوماندان سلا شول. خو په پاى کې موږ دوه ډلې شولو. ١١ نوماندان زما د وړانديز پلويان شول چې د نوماندانو ترمنځ د ټاکنې وشي او يو کس د ځايناستى ولسمشر په ډول وټاکل شي. ٥ له حنيف اتمرسره ملګري شول چې له ناماندانو سره سره، د ځايناستي ولسمشر لپاره د دريمګړو کسانو لکه زوړ ولسمشر او نورو ته هم لاره پرانستل شي. هغه وو چې اتمر له غني سره په يوه وزارت معامله وکړه او په حزوري/حضوري چمن کې يې د ځايناستي حکومت نابريالي کولو لپاره له مزدورانو لاريون جوړ کړ چې په پاى کې يې ډله له منځه ولاړه او ده له نوماندۍ لاس ووينځل.

که په هغه وخت کې ځايناستى حکومت راغلى واى نو سوله حتمي راتله او ولسواکي ډېر پرمختګ کاوو چې له هغه راوروسته ترننه په هېواد کې د ټولو بربايدو او ناخوالو پړ اتمر دى او وي به، د يوه وزارت لپاره يې ټول ملت وځوراوه.

مننه
نوررحمان لېوال
د ١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند

د ځايناستى حکومت پښتو بشپړ وړانديز يا د ځايناستى حکومت دري بشپړ وړانديز ښکته کړئ. يا د جمعې نخښې ته په ټک ورکولو يې پرليکه ولولئ.

نور وګورئ