نورستان ولايت څخه ښاغليو، ولسوال صاحب محمد عثمان، قوماندان صاحب خير محمد، قوماندان صاحب عامر خان، وکيل صاحب رحمت الله په مشرۍ د نورستان ولايت مخورو مشرانو، سپينږيرو، زدکړيالانو د يوې غونډې په پايله کې د نورستان ستونزې له مشر سره شريکې کړي او په راتلونکو ټاکنو کې هر اړخيز ملاتړ د ښاغلي نوررحمان لېوال په مشرۍ د مسوليت او عدالت ټيم څخه اعلان کړ په غونډه کې د مشر نور رحمان لېوال سياسي لرليد او نوښتونه د غونډې ګډونوالو له تود هر کلي سره مخ شو او د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه راغلي مشران او ځوانان به په نورستان ولايت کې د کمپاين مشرتابه جرګې ستر برخه وال وي او په نورستان ولايت کې به د اشرباڼيتوب (داوطلبې) پر بنسټ د کليو او ولسواليو په کچه د کمپاين مشرتابه جرګې رامنځ ته کوي
د کمپايني چارو مرکزي جرګه، کابل