نن پنځنۍ (پنجشنبې) د وږي ١٤، ١٣٩٨ په ورځ ٣ بجې په ننګرهار ولايت اتمې ناحيې د لاجګړو په سيمه کې د ملک امير محمد په حجره (دېره) کې د بېلابېلو قومي مشرانو په ګډون د جوړې شوې کمپاين مشرتابه جرګې په مناسبت د ولسمشرۍ نوماند نور رحمان لېوال سره ملاتړ اعلان کړ او ورپسې په يو لړ ستونزو باندې هم وغږېدل د ستونزو په لړ کې د برېښنا او د لوستو ځوانانو د بېکارۍ مهمې او غټې ستونزې وې، چې دوى ورسره لاس او ګريوان دي، همدا راز د غونډې په ترڅ کې په ننګرهار ولايت کې د مسوليت او عدالت ډلې د کمپاين مشري ملک امير محمد خان ته ور په غاړه شوه او ترڅنګ يې عمومي منشي ښاغلى حاجي شهزاده سهاک او ښاغلى اسد الله حيران د مالي او اداري چارو مسول وټاکل شول.
ياده دې وي له دې څخه مخکې هم د اميرخيلو او نورو قومي مشرانو سره ليدنې ترسره شوي او هغوى هم د مسوليت او عدالت ډلې سره ملاتړ اعلان کړى دى.
د نور رحمان لېوال ننګرهار ولايت کمپاين مشرتابه جرګه
١٤/٦/١٣٩٨