https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
نور رحمان لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام- د ننګرهار ولایت ويبځاى
تړونى کاپي کاپي شو
د ډاکټر نوروز شينواري د شهادت له امله د نوررحمان لېوال د خواخوږۍ پیغام
تړونى کاپي کاپي شو
د ډاکټر نوروز شينواري د شهادت له امله د نوررحمان لېوال د خواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ننګرهار د حوزوي روغتون د اورتوپیډي متخصص ډاکتر نوروز شينواری د ماښام د وږي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د نوموړي په موټر کې د نامعلومو کسانو لخوا د مقناطیسي ماین د ځای پرځای کولو له امله په شهادت رسیدلی.
انا لله و انا الیه راجعون
ولسمشري ته کانديد نور رحمن ليوال دغه عمل په کلکو ټکو غندي او دا یو غیر انساني کار ګڼي. او له دولته څخه په جدي ډول د دي قاتلينو ته سزا ورکول غواړو.
د نوموړي شهادت د روغتيايي سکټور لپاره یوه لويه ضایعه ګڼي، د نوموړي کورنۍ، ملګرو او عامې روغتيا ټول کارکونکو سره خپله خواخوږي شریکوي او د لوی الله له دربار څخه نوموړي ته د جنت فردوس غوښتنه کوي.
د کمپايني چارو مرکزي جرګه، کابل






د کمپاين مشرتابه جرګه ننګرهار ته د مشر نور رحمان لېوال د مبارکۍ پيغام
تړونى کاپي کاپي شو
د کمپاين مشرتابه جرګه، ننګرهار، لومړى جرګه کې ملک امير محمد خان ته د جرګې مشر، عمومي منشي ښاغلى حاجي شهزاده سهاک او ښاغلى اسد الله حيران ته د مالي او اداري چارو مسول په توګه مبارکي وايم.
وياړو په دغو ښاغليو چې له خپلو کورونو، ميلمستونو، هټيو او نورو ځايونو څخه پرته له کوم مالي لالچ د هېواد د رښتوني خپلواک سياست لپاره اصولي او افغاني کمپيان کوي.
هيله ده دوى واورئ، د تلپاتې سولې او پرمختګ پيل دغه دى، چې موږ خپلې چارې پخپله ترسره کړو.
نور رحمان لېوال
د ولسمشرۍ خپلواک نوماند
په ننګرهار ولايت کې د ولسمشرۍ نوماند نور رحمان لېوال د کمپاين مشرتابه جرګه جوړه شوه
تړونى کاپي کاپي شو
نن پنځنۍ (پنجشنبې) د وږي ١٤، ١٣٩٨ په ورځ ٣ بجې په ننګرهار ولايت اتمې ناحيې د لاجګړو په سيمه کې د ملک امير محمد په حجره (دېره) کې د بېلابېلو قومي مشرانو په ګډون د جوړې شوې کمپاين مشرتابه جرګې په مناسبت د ولسمشرۍ نوماند نور رحمان لېوال سره ملاتړ اعلان کړ او ورپسې په يو لړ ستونزو باندې هم وغږېدل د ستونزو په لړ کې د برېښنا او د لوستو ځوانانو د بېکارۍ مهمې او غټې ستونزې وې، چې دوى ورسره لاس او ګريوان دي، همدا راز د غونډې په ترڅ کې په ننګرهار ولايت کې د مسوليت او عدالت ډلې د کمپاين مشري ملک امير محمد خان ته ور په غاړه شوه او ترڅنګ يې عمومي منشي ښاغلى حاجي شهزاده سهاک او ښاغلى اسد الله حيران د مالي او اداري چارو مسول وټاکل شول.
ياده دې وي له دې څخه مخکې هم د اميرخيلو او نورو قومي مشرانو سره ليدنې ترسره شوي او هغوى هم د مسوليت او عدالت ډلې سره ملاتړ اعلان کړى دى.
د نور رحمان لېوال ننګرهار ولايت کمپاين مشرتابه جرګه
١٤/٦/١٣٩٨
والسوالۍ
تړونى کاپي کاپي شو