https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د خوست ولايت د موسى خيلو او قلندر ولسوالۍ مخورو په خوست کې د کمپاين مشرتابه لومړى جرګه جوړه کړه
تړونى کاپي کاپي شو
نن وږي ٢٥، ١٣٩٨ کال مو د خوست ولايت د موسى خيلو او قلندر ولسوالۍ له مخورو سره ناسته درلوده، ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند، نور رحمان لېوال، په ملاتړ مو ياده غونډه کې د ښاغلى نور رحمان لېوال په کارنامو او دده د خدمتونو په باره کې چې د ولس لپاره يې کړئ دي اوږدې خبرې وکړي.
يادو مخورو موږ ته ډاډ راکړ،چې په پراخه سينه به موږ نوررحمان لېوال ته په يادو ولسواليو کې کمپاين کوواو نرليوال ته به موږ خپله او هم د خپلو سيمو رايه ورکوو. دوى په خپلو خبرو کې د ليوال ستاينه وکړه، چې ليوال صاحب د خوست لپاره نه ستړي کيدونکي هلېځلې کړې دي چې ښه مثال يې د شيخ زايد پوهنتون منظوريدل دي.
په جرګه کې ښاغلى داودشاه خان د جرګې مشر وټاکل شو، موږ به په راروانو نورو ورځو کې نورې واړې او غټې غونډې هم ولرو، تاسو ته ډاډ درکوو، چې په راتلوونکو انتخاباتو کې به انشاءالله ښاغلى لېوال په ارګ کې د ولس چوپړ او پرمختګ ته چمتو کوو.
دغه جرګه کې د خلکو ځوان ملي ديموکراتيک ګوند ملګرو ستره ونډه درلوده چې له ملاتړ او هڅو څخه يې مننه کوو.
نور رحمان لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام- د خوست ولایت ويبځاى
تړونى کاپي کاپي شو
والسوالۍ
تړونى کاپي کاپي شو
خوسته په وير د غمجن يو
تړونى کاپي کاپي شو
خوسته په وير د غمجن يو
په جومات کې بريد د اسلام د دښمنانو چاره او موخه يې د سوله خوښو افغانانو په منځ کې ويره خپرول دى چې ټاکنې ونشي او دغه اوسنۍ ډلې چې د جګړو له امله په واک او ځواک تپل شوي همداسې پاته شي.
د خوست شهيدان د ملت اتلان دي دوى به تل ژوندي وي.
د ټاکنو په برخه کې د امنيتي بېغوريو، په تذکرو د سټيکرو لږول او نورو ورسته پاتو لاروچارو څخه کار اخستل د ناکامه حکومتولۍ څرګندې نښې دي چې تاريخ او ولس به يې ترسره کوونکي نه بښي.