https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
هلمند کې د بهرنیو ځواکونو بمبار ۱۶ ملکي وکړي او ۱۶ طالبان وژلي
تړونى کاپي کاپي شو


لښکرګاه (پژاوک، ٧ لېندۍ ٩٧): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې ١٦ ملکي وګړي او ١٦ طالبان وژل شوي دي.

په ګرمسېر ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د لېندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د ځنځيري ډراب په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٦ ملکي وګړي او ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نافع پژواک ته وويل چې دغه بريد د حاجي اخترمحمد پر کور شوى چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ کسان وژل شوي دي.

خو د اختر محمد ورور احمدالله پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د مېلمنو په ګډون ٣٠ کسان وژل شوي دي.

هغه وايي: ((يواځې يو ماشوم په ټپي حالت کې او يو سپى ژوندي پاتې شوي، نور ټول وژل شوي او کور هم له منځه تللى دى.))

همدارنګه د هلمند والي محمد ياسين خان ومنله چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د طالبانو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه: ((طالبان د يو کور تر څنګ پټ شوي وو چې بريد پرې شوى او له امله يې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.))

والي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته نه کړه.

دغه راز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې يواځې يو ټپي ماشوم دوى ته ور وړل شوى دى.

هغه وايي: ((د دغه ټپي ماشوم د کورنۍ غړي وايي چې تر شلو ډېر کسان په دغه بريد کې وژل شوي او ډېر يې تر اوسه تر خاورو لاندې دي.))

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په ګوشتي او ځنځيري ډراب سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې دغه بريدونه د اخترمحمد پر کور ترسره شوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٣ کسان وژل شوي دي.

د يادونې ده، د يکشنبې په شپه په نادعلي ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي وو او ١٤ نور ټپيان وو.