له بهرنيو هېوادو سره د هوا له لارې زموږ سوداګري څه نوې خبره نه ده، بايد زموږ لومړيتوب وي. خواشينونکې داده چې د حکومت د ناوړه تګلارو له امله تېرو پنځو کلونو کې زموږ شته هوايي شرکتونو شاتګ او زيان موندلاى. په هېواد کې دننه د سوداګرۍ او اړيکو شبکې بندې او زيانمنې شوي چې له ټولو بدمرغه يې د هلمند مخابراتي شبکو بندول دي.