https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې په لور د ډاکټر رحيمې ترکې ملګرتيا د ستايلو او د ډېر درناوي وړ ده
تړونى کاپي کاپي شو
د ډاکټررحيمي ترکې خبرې ‌ډېرې هڅوونکې وې، چې زموږ د پروګرامونو پر بنسټ يې زموږ څخه ملاتړ وکړ، دوى ولسي جرګې ته نومانده او د بلخ ولايتي شورا وکيله وه، په هېواد کې يې د ښځو لپاره ستر خدمتونه کړي او زرګونه ملاتړي لري.

دوى په وياړمن ډول د بلخ ولايت د کمپاين مشرتابه جرګه کې غړيتوب ومانه او د اړوند جرګې رابللو چارو کې يې د خپلې ونډې او همکارۍ ژمنه وکړه، وياړم چې خپل د کمپاين لارښود او پروګرامونه مو ورته ډالۍ کړل، ويل يې تاسې يوازنى نوماند ياست چې ان د کمپاين لپاره اصول او لارښود لرى، وياړم چې سم ځاى ته راغلې يم.

د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې په لور د ډاکټررحيمي ترکې ملګرتيا د ستايلو او د ډېر درناوي وړ ده.
نور رحمان لېوال