په هېواد کې د ولسي او خپلواک سياست پر بنسټ، بغلان ولايت کې زموږ قدرمنو ملاتړو لخوا د بغلان ولايت د "کمپاين مشرتابه جرګه" د ښاغلي معاذ الدين په کوربتوب جوړه او ښاغلى اکرام عمرزى، د جرګې مشر، ښاغلى عبدالرفيع د جرګې منشي او ښاغلى محمد افضل د مالي او اداري چارو مسول وټاکل شول، دوى ټولو ته په دغه سترې تاريخي لاسته راوړنې مبارکي وايم .
د يادولو او وياړ وړ يې بولم چې د جرګې ښاغليو غړو په خپل لګښت او نوښت ټولې چارې ترسره کړي چې د هېواد په سياست کې يې د خپلواکۍ او ځانبسياينې په لور ستر تاريخي او لومړنى ګام دى، په بغلان ولايت کې ګڼ قومونه او مذاهبو درلودونکي هېوادوال هستوګن دي چې د مسوليت او عدالت ډلې په شتون کې خپلو ارمانونو پوره کېدو ته هيلمن دي. ان شاء الله چې زموږ او د دوى سپېڅلې هڅې او همکارۍ به هېوادوالو ته نېکمرغي راوړي.
د لا برياوو په هيله
نور رحمان لېوال
د ولسمشرۍ خپلواک نوماند