نن مو بادغیس مرکز قلعه نو کې د یو شمېر ځونانو او زدکړیالانو سره د ښاغلي نوررحمان لېوال ښې حکومتولي په اړه مفصل بحث درلود او په راتلوونکو ټاکنو کې مو د ځوانانو پر رول یوه جرګه جوړه کړه او ځونانو مو وهڅول ترڅو په راتلوونکو ټاکنو کې د داسې شخصیت او څېرې څخه ملاتړ وکړي او رایه وکړي چې د ولس څخه راپورته شوی وي، ولسونو کې پیشنه ولري او د ټولنې په غم او درد باندې پوره خبر وي او هم د ټولنې اوکلتور سره بلد وي او هم سېستم، برنامو او کاری فرصتونو د برابرو لپاره ژمن او هوډمن شخصیت وي او ورسره نورو ښېګڼو څخه برخمن وي ټولو ځونانو د ښاغلي نوررحمان لېوال د شاليد او اوسني شخصیت څخه خبر شول او په بشپړه ټوګه د ښاغلي لېوال د کارنامو څخه مو خبر کړه.
ځوانانو په ټول توان او طاقت د ښاغلي لېوال د هر اړخیز برنامو او ټاکنیز ټیم څخه په راتلوونکو ټاکنو کې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د یادولو وړ ده چې ماسپښین درې بجو ته به له نورو ځونانو او فرهنګیانو سره بله جرګه هم لرو.
په درنښت او مینه
علاوالدین پُخلا
ستاسو خدمت ګار