https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړونى کاپي کاپي شو
يادونه: ددې ليکنې نويزونه يا اصطلاحات
غځېدلووړ ويبځاى (ډيناميک ويبسايټ)
برېښيزه-سوداګري (اي-کامرس)
برېښيزه-حکومتولي (اي-ګورنمنټ)
ځنځيريزتړاو (بلاکچېن)
سوداګريزه سيالۍ (داوطلبي)
مخبڼپيژندنه- پېس رکوګنيشن
بڼوپېژندنه (بايوميټريک): د ژونديو د مخ، ګوتو، ورغويو، سترګو، کسيو، قد، بوى او نورو بڼو د ځانګړتياوو ډيجيټل کولو ته وايي چې ډېرۍ بڼې يو له بل څخه په بشپړ ډول توپير لري. د بېلګې په ډول د سترګو نښې له ٦ مياشتنيو او د ګوتو نښې له ١٢ کلنو څخه هخوا پخېږي چې بدلون يې ډېر ستونزمن دى، خو د روغتيايي غړيو د بدلون د تخنيک پمرسته يې بدلول شوني دي. بڼوپېژندنه د وګړو له احوال څخه نيولې تر اقتصادي، امنيتي، جنايي، مديريت او نورو خوار مهمو چارو پورې روڼتيا رامنځته کوي او د درغليو مخه نيسي.
رڼو ټاکنو کې د حکومت پاتې راتلل او د ټاکنو نه کولو هوډ
د غني او عبدالله ګډحکومت پخپله دنده کې بشپړ پاته راغلي چې د رڼو او پروخت ټاکنو لپاره د ملت او اړوند لوريو د منلو وړ تګلاره او سيستم جوړ کړي. ټول دا مني چې د ټاکنو د ځنډېدو او ناندريزو کېدو اساسي لاملونه د حکومت ناتوانۍ، ناغېړۍ او نه پاملرنې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې لاسوهنې، ناوخته د خپلې خوښې ګمارنې او د نورو غير قانوني پرېکړو له امله يې د ټاکنو بهير ته سخت زيان اړولاى، د تېرو ١٧ کلونو د ولسواکۍ په لور د افغانانوسرښندنو او قربانيو ته يې سپکاوى کړى چې پرمختګ يې بېدريغه پرشا تمبولاى.
د حکومت او کمېسيون غړي په ولس، سياستوالو او سياسي جوړوښتنو دا نيوکه کوي چې پر وخت يې بايد د سمون يا اصلاحاتو غوښتنې کړې واى. خو دوى دا په بشپړ ډول له پامه غورځوي چې د تېرو لانجمنو ټاکنو څخه راوروسته د ټولو لوريو له ګدحکومت څخه د ښې حکومتولۍ او له کمېسيون څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې د واک سوليز لېږد چې د ولسواکۍ په رڼا کې غوښتنې دي د لمر پشان روښانه وې او دي. د همدې موخې پر بنسټ ملت حکومت او کمېسيون ته پنځه کاله وخت ورکړ چې له بدمرغه حکومت دا وخت د واک پر وېش او درغليو ترېروي او د کمېسيون غړو پنځه کاله پر ناندريو تېرکړل. د کمېسيون غړو بايد همت ښوولاى واى او ډېرو بايد د ملت او خپلې ښې راتلونکې لپاره استعفاوې وړاندې کړى واى، خو تر اوسه يوازې يوې ښځې دا همت وکړ. له بدمرغه دادى اوس پنځه کاله وروسته لا هم د ټاکنو بهير ناندريز او ملت ته د منلو وړ نه دى. د حکومت او کمېسيون څرګندونې بې بنسټه او له شرمه ډکې ځکه دي چې:
لومړى د ولسي جرګې ټاکنې چې حکومت يې اوس د ترسره کولو په درشل کې دى او ولايتي جرګګيو ټاکنو څخه حکومت په ډېره سپين سترګۍ تېر شو. ددغو دواړو ټاکنو ترسره کول ،کلونه پخوا د حکومت دنده وه. نو چې کلونه وځنډېدې يو يا څو مياشتې دې نورې هم ځنډېدلې واى ترڅو ملت ته د منلو وړ، رڼې او له درغليو پاکې ټاکنې وړاندې شوې واى.
دويم د ټاکنو روڼ سيستم جوړول د حکومت او کمېسيون دنده وه د څه لپاره چې دوی ته مسوليت سپارل شوى وو او دوى دا پنځه کاله د ملت له بوديجې څخه ورباندې پنځېدلي. چې په زغرده ورته حرامخوري ويلاى شو.
ولس، سياستوال او سياسي جوړښتنه رڼې ټاکنې غواړي، په حکومت په بشپړ ډول بېباوره دي نو ځکه د نويو تخنيکونو لکه: بڼوپېژندنې (بايوميټريک) په مرسته د رڼو ټاکنو هيلې څرګندوي. خو حکومت له هر لوري په هر ډول چې وي رڼو ټاکنو ته ژمن ندي ځکه هڅه کوي چې هرڅه ستونزمن، ناشوني، ډېر ګران او ناوخته کړي.
که حکومت پر درغليو تورن نه واى نو زوړ د کاغذي رايو ورکولو سيستم تر ټولو اسانه، ارزانه او وړ چاره وه. حکومت بايد دا ومني چې ملت ته د ټاکنو له اړخه د ميلياردونو تاوان د دوى د نااهليو او درغليو له امله وراوړي او حکومت په دغه برخه کې ١٠٠٪ ګرم او ملامت دي. پدې ليکنه کې د ملت د ويښتيا او پوهولو هڅه کوو چې دولت وړتيا او اسانتياوې درلودې چې رڼې ټاکنې وکړي خو هوډ يې نه درلود، همدارنګه که بڼوپېژندنه (بايوميټريک) هم په سمه ټوګه و نه کارول شي نو د درغليو لپاره لا زياته اسانتيا رامنځته کېږي.
موږ په ولس، سياستوالو او کمېسيون غږ وکړ چې اوس د ميلياردنو په زيان ټاکنې د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) سامانونه واخيستل شول، راځئ په ګډه د ولسي جرګې د ټاکنو د نېټې غځولو غوښتنه وکړو ترڅو د بايوميټرک سيستم ازمېښت شي او ټول پرې پوهه شي چې رڼې ټاکنې د ملت د باور لامل شي، خو کمېسيون په يوه موزه غبرګې پښې منډي چې نه موږ وخت نه بدلوو، دا پخپله ترټولو ستره پوښتنه ده چې ولې؟
نېږدې درې مياشتې وړاندي موږ وويل: د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) پر بنسټ ټاکنو لپاره حکومت وسايل او بشري ځواک لري خو د رڼو ټاکنو هوډ نلري. حکومت دې موږ سره ملګرتيا وکړي موږ تيار يو چې د افغانانو په نوښت او مرسته د دوى په شته اسانتياوو رڼې ټاکنې ترسره کړو.
درې مياشتې وړاندې په حکومت زموږ غږ
زموږ د پورتني وړانديز څخه ورسته حکومت په وېره کې شو او په بيړه يې د تداروکاتو قانون ترپښو لاندې کړ، پرته له سوداګريزې سيالۍ (داوطلبۍ) څخه يې خپلويپالنه وکړه او د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) په برخه کې يې له درغليو ډکو هڅو ته لاس واچوه، هغه چارې چې په دولت کې دننه د مالوماتي ټيکنالوژۍ پوهانو او يا خصوصي افغاني شرکتونو په شاوخوا ٣٠٠ ميليونه ترسره کولاى شوې، حکومت يې پروګرام او سامان په شاخوا ١٣٠٠ ميليونه افغانۍ واخيست، چې يوازې په سامان اخيستلو کې نېږدې ٨٠٠ ميليونه درغلۍ وشوې او ٢٠٠ ميليونه افغانۍ په پروګرام اخيستلو کې ملت ته زيان واوښت .دا چې د افغانانو نوښت وځپل شو او له هغوى واره واخيستل شوه هغه پر ځاى پرېږدو څه چې د هېواد د وروسته پاتې کيدو بنسټيز لاملونه دي.
موږ ته داسې مالومات ترلاسه شوي چې د ډرملاګ په نوم جرمني شرکت د بايومټريک سيستم تړون پرته له سيالۍ په ١٦ ميليونه ډالرو ترلاسه کړ. په دغه تړون کې ٢٢زره دانې بايوميټريک ماشينونه کاروي چې د بازار له نرخ څخه يې٣٠٠٪ يا هره دانه ٥٠٠ډالره ګرانه اخيستل شوې چې نېږدې ١٠ ميليونه ډالر په دغه يوه ماشين اخيستلو کې درغلي يا پساد کېږې.
دا چې حکومت او ډرملاګ څه ډول سيستم کاروي او د رڼو ټاکنو لپاره تګلاره به يې څه وي؟ پدې اړه حکومت او کمېسيون مشکوک مالومات او ګډوډې خبرې کوي، ملت سره دا پوښتنې اوس هم شته چې نوى سيستم ريښتيا روڼتيا رامنځته کوي او که نه؟ د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) توکو او اړوند کمپيوټري پروګرام په اړه ډرملاګ، حکومت، کمېسيون، مرکزي احصايې ادارې او نورو ښکېلو اړخونو زموږ تخنيکي پوښتنې خو لا پرېږده چې ځواب يې نه کړې نوموړې ادارې د ملت خبرولو او پوهولو کې هم پاتې راغلي، کېداى شي مالوماتو ته د ترلاسي له قانون څخه خبر نه وي او يا يې ترپښولاندې کولو باندې ځان غټ ورته ښکاري، خو موږ د دوى کړنې څرګنده درغلي او د ملت په سترګو کې خاروې اچول بولو.
د ماى اى سي ټي شرکت ويبپاڼه کې مو ولوستل چې دوى د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) سيستم لري خو دغه سيستم چا جوړکړى او څنګه کارکوي هېڅ پيدا نه کړل، دوى خپل ويبځاى (ويبسايټ) کې ليکلي چې د اګست د مېاشتي ١ او ٢، ٢٠١٨ نېټه د بايوميټريک سيستم په اړه حکومت، سياسي ګوندونو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، په ټاکنو کې نړيوالو مرستندويه او همکارو موسيسو او هغو سفارتونو غړو سره ناسته درلوده چې ټاکنې تمويلوي . دوى څخه مو پوښتلي چې څنګه وتوانېدل غونډې ته وروبلل شي؟ ايا بلنه د کوم اکسپريشن اف اينټرست (EOI)، سيالۍ يا کوم بل رسمي بهير يا پروسې پر بنسټ وه او که نه؟ ولې د جرمني پر ځاى دغه شرکت سره دغه تړون ونشو يا دا شرکت هم د جرمني ډرملاګ سره شريک دى؟ دوى هم ځواب نه کوي! خو په هرحال شاوخوا ١ بيليون افغانۍ خوږمن ولس ته په دغه تړون کې زيان رسېږي هغه هم يوازې په سامان اخيستلو کې.
اوس ددې څېړل ډېر اړين دي ترڅو پوهه شو چې د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) پر بنسټ د ټاکنو اقتصادي او تخنيکي وړتياوې افغانان او د افغانستان دولت لري او که نه؟ چې لاندې يې څېړو او هغه لارې چارې کومې دي چې حکومت او کمېسيون په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي.
ټولنيزو رسنيو له لارې يادونې