خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپل ويبځاى کې د نوماندنو مالومات په پيډيايف لاسوندونو يا فايلونو کې خپروي، چې د کس پيدا کولو لپاره لومړى ليسټ ښکته کول، بيا په هغه کې لټول ډېر وخت نيسي او ستونزمن کار دى، همدارنګه دغه ليسټ ته ورتګ هم څلور پړاوه لاندې دي يانې ٤ ځلې به تړواونو ته ټک ورکوئ چې بله پاڼه پرانځئ، هره پاڼه اړوند تړاو پيدا کول لږ تر لږه د ١-٥ دقيقو وخت غواړي، چې له ١٠ تر ١٥ دقيقو کې لاره پيدا کړئ.
د کميسوين لخوا د کس په اړه مالومات تازه کول:
له دې سره سره د کمېسيون د کارکوونکو لپاره د مالوماتو د تازه کولو کار ډېر وخت ضايع کوونکى دى. د بېلګې په ډول که دوى په پيډيايف کې د يو نوماند په اړه مالومات تازه کوي نو لومړى يې په اصلي لاسوند کې بايد تازه کړي بيا له هغه پيډيايف جوړوي او له هغه وروسته به کره کتونکي ټول لسټ بيا ګوري، او تر هغه وروسته به يې ټاکلى کسويبځاى ته ورپورته کوي. بله ستونزه داده چې د پيډيايف لاسوند د لوستلو لپاره اړينه ده چې پيډيايف لوستونکى يا ريډر اپ بايد ولرئ.