LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
October 4, 2014 · "ابټه" يانې اسانه ليک لوست ليک لوست په "ابټه" يا غږيزه الفبې ښودل اسانه کېږي. د ښاغلي نور رحمان لېوال څېړنه او وړانديز د غږېزې الفبې په هکله دغه څېړنه او نوښت د ښاغلي لېوال د هڅو او "د لېوال ملي پوهې پروګرام" برخه ده، چې موخه يې د ټېکنالوژۍ په مرسته، زدهکړه (زده کړه) او د کارولو، کارکولو او رامنځتکولو هنرونه، په هرکور، هرځاى، هروخت او هرعمرکې، پرته له ښوونکي، ښوونځي او پوهنځي څخه.
د ١٨ کاله وړاندې دغه وړه هڅه
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
د ١٨ کاله وړاندې دغه وړه هڅه
د ١٨ کاله وړاندې دغه وړه هڅه اوس ددې جوګه شوه چې تېرکال د هېواد په لسګونو خصوصي او دولتي ښوونځيو کې ورڅخه په لسهاو زره زده کوونکو ګټه پورته کړي. د دريمګړيو څېړنو وښوده چې د لېوال ښوونځيو نصاب د نورو په پرتله ٩٥٪ د ليک لوست په زده کړو کې مرسته کوي. ددغو کتابونو په رسولو کې د ښاغلي شامحمد کتابتون او نوروو پلورنځيو څخه مننه کوو چې تر ولسه يې زموږ اسانتياوې رسولي. نړۍ مننه.
له درييم تحصيلي نندارتون څخه د ليدنې ارزښتناکې شيبې درسره شريکوم.له درييم تحصيلي نندارتون څخه د ليدنې ارزښتناکې شيبې درسره شريکوم.
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
له درييم تحصيلي نندارتون څخه د ليدنې ارزښتناکې شيبې درسره شريکوم.
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
د ښوونکي ورځ بختوره
تړاو


د ښوونکي ورځ بختوره

پدغه ورځ خپلو او بيا ټولو ميندو او پلرونو څخه ځانګړې مننه کوم، چا چې موږ ته لومړنۍ ښوونې کړي، بيا هر هغه کس د ستر درناوي وړ دى چې موږ ورڅخه څه زده کړي، دوى ټول ښوونکي او د درناوي وړ دي.

د ښوونځيو ښوونکو ته د لېوال د لېري ښوونځي پاڼه ډالۍ کوم، هيله ده سر ورښکاره کړئ او په پاڼه کې نويو او مرستندويه نوښتونو خپلولو سره د لوستيا بهير اسانه کولو کې ونډه واخلي. په ځانکړي ډول لاندې دوه لينکونه لوستل ورته اړين ګڼم.

"ابټه" يانې اسانه لوستيا يا سواد 
https://www.facebook.com/liwal.school/posts/1490182347932376

موږ سره د همکارۍ په اړه 
https://www.facebook.com/liwal.school/posts/1604179639865979

د هېواد اوسنۍ د پوهنې بهير لوستيا تر څلورو يا پنځو کلونو ځنډوي، که لومړنۍ زدهکړې د ابټه يا غږېزې الفبې په تګلاره وشي، د ليکلوست د زدهکولو موده به له پنځو کلونو نهو ورځو يا نهو مياشتو ته راشي. ستاسې د همکارى پهيله.

نور رحمان لېوال


LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
پوښاک يو له ملي بنسټونو څخه له ګواښ سره مخ دى

پوښاک يو له ملي بنسټونو څخه له ګواښ سره مخ دى

ځينې بېکلتوره خود جوړونې يا صنعت پر الفبې هم نه پوهېږي، د خپل صنعت د ودې پرځاى پرديو ته لارې هواروي، چې دا کړنې يې ملي بسټونه نړوي او ملي بنسټونه نړول ملي خيانت دى.
کلتور د يوې ټولنې د بنسټيزو ځانګړنو ډېرې برخې رانغاړي، په هغه کې د پوښاک بڼه ستر او اړين رول لري، په يو ملت کې پوښاک يووالى او له لېرې د پېژندګلوۍ لامل کېږي، له پوښاکه د يوکس په لېدو د هغه د مليت، سيمې او قوميت څرګندونه په ډيره اسانۍ سره کولاى شي، پوښاک تر ډېره د اړوند کس د احساساتو، ديني تړاو او ټولنيزو ارزښتونو په اټکلولو کې مرسته کوي، پرته لدې چې له هغه سره وغږېږئ، راکړه ورکړه او يا تړون وکړئ، دغه اټکلونه او پېژندګلوي په راکړه ورکړه، خبرواترو او اړيکو جوړولو کې له مرستې سره د ناببره تاوتريخوالي د رامنځته کېدو مخنيوى هم کوي.

کلتور د يوه ټولنيز تړون په بڼه هېڅ ځانګړې تاريخي نېټه او ځانګړى ايجادوونکى نلري، بلکې د يوې ټولنې ګډ ميراث بلل کېږي،کلتور د دين، جغرافيې، موسمي حالاتو، سرچينو شتون او ددغو په رڼا کې د خپلوونکو پر ذوق اوشوق پورې هم اړه لري او تل پکې هغه سمون او بدلون په اسانه راځي، چې د ټولنې له دين، اقتصاد، فکري او نورو بنسټيزو ارزښتونو سره په ټکرکې نه وي.
افغانان د خپلو ارزښتونو دين، پت، عزت، ننګ، تاريخ او موسمي حالاتوته په پام د ستر او لرغوني کلتوردرلودونکي دي، پوښاک د دودونو برخه ده، چې د ټولنې د اړتياوو، غوښتنو او ذوق سره سم پخپله منځته راځي او هغه مهال د کلتور برخه ګرځي، چې اوږده موده پرې واوړي او هغه دود او کړنه په خلکو کې ژوندۍ پاتې شې.

پوښاک د کلتور ستره برخه ده او له خوراک وروسته د انسانانو په لومړنيو اړتياو کې راځي، چې په ټولنه کې يې هر څوک په رانيولو او برابرولو اړ دى. د پوښاک له جوړولو سره په مېليونونو خلک تړاو لري، خو د تېرو او اوسني حکومت د ناکاره تګلارو لامله په هېواد کې د پوښاک توکي، لکه ټوکر او نور جوړول لا پخوا مړه شوي دي، ددې پرځاى چې د ټوکر او اړوندو توکو جوړولو کارخانې پياوړې شوې واى، خو د بېکلتوره حکومت بې کلتوره وزيران د پوښاک د ستر کاروبار راپاتې برخې، لکه ټوکر خرڅول او د پوښاک ګنډلو دندې هم د پردي کلتور په خپلولو او د پرديو د خوشالولو لپاره لمنځه وړي، خو پدې نه پوهېږي چې کلتور له اقتصاد سره ژور او نه شلېدونکى تړاو لري، ځکه چې افغانان تل د کلتوري ارزښتونو د ساتلو لپاره د اقتصاد پروا نکوي، پيسې لګوي، خو خپلې جامې اغوندي، د دوى دغه کړنه نورو مېليونونو هېوادوالو ته کاروبار برابروي، چې بچو ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ وګټي، ځينې بېکلتوره خلک غواړي چې د دوى ډوډۍ ورځنې واخلي.

يوه وړه اقتصادي بېلګه يې د هېواد پکچه د هر وګړي د کال دوه جوړه جامې کول دي، چې له ٦٠ مېليونو لا ډېرې جوړې جامې ګنډل کېږي، د اټکل لمخې که يو ګنډونکى د ورځې درې جوړې وګنډي، نو لږترلږه د ګنډونکو ٦٤زره کورنيو لپاره د ټول کال د ژوند اړتياوې پوره کوي، له اړوند توکو لکه ټوکر او نورو لامله په لکونو هټيوال خپل ژوند پر مخ بيايي. زموږ نيکونو خوشال بابا، ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، مولانا بلخي او نورو مخورو ټولو د ټولنيز دود لمخې خپلې ځانګړې ملي جامې اغوستې، چې ځينې ناپوه او ناخبره اوس دغه تاريخي ارزښت هم له پامه غورځوي.

پکار ده، چې په هېواد کې پوښاک جوړونه يا صنعت پياوړى شي، پرديو پيداوارو ته لاره هواره نشي، چې کورنيو پيداوارو ته خنډ شي، په اټکليز ډول، يوه جوړه جامې نېږدې زرافغانۍ کېږي، پداسې حال کې چې وارد شوې دريشۍ باندې له ٣ زره افغانيو ډېر لګښت راځي، خو د ځينو پر اند د ليلام زوړ پوښاک به ارزانه وي، زوړ پوښاک کېداى شي ناروغۍ و لېږدوي، چې يوه ستره ستونزه لدغه پوښاک څخه پوړېدونکې دوړه ده، چې د تارونو د زړښت لامله خوريږي، چې هوا ککړوي، تنفسي، پوستکي او ساري ناروغۍ خپروي.

بله ستره ستونزه د اقتصادي سيالۍ ده، که حکومت مو پر پرديو جامو اغوستلو مجبوروي، نو په لوى لاس خپل اقتصادي توازن او کلتور خرابولو سره په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي او پرديوکمپنيو سيالۍ ته لاره هواروي، چې لبدمرغه موږ ددې کمپنيو د سيالۍ نه يوو.

که ځانګړې ادارې، ځانګړي پوښاک ته اړتيا لري، خپل پوښاک ته ځانګړى رنګ ټاکل او مسلکي غوښتنې ورډېرول دغه اړتيا پوره کولاى شي. هغه پنټ پتلون او دريشيانې چې په ځينو ښارونو کې يې ډېر وړوکى اقليت په ناخبرۍ او ناپوهۍ سره اغوندي، توپير يې يواځې شرقي او غربي کلتور دى او بله کومه ګټه نلري.

موږ د ولسواکۍ د سيسټم لپاره هلې ځلې کوو، څه کې چې د اکثريت حکومت کول او اقليت ته حقوق ورکول بنسټ دي، دا وخت د هېواد غوڅ اکثريت خپلې ملي جامې اغوندي، نو د ملي پوښاک بدلولو هڅه د ولسواکۍ وژل دي. همدارنګه په ولسواکو ټولنو کې شخصي حريم په بشپړ ډول خوندي دى، څوک د بل چا شخصي ذوق چې له ملي نواميسو، بنسټونو او ارزښتونو سره په ټکر کې وي منلو ته قانوني اړ ند.

ولس او دولت بايد په ګډه د کلتور په پاللو سره افغاني هويت وساتي، په رسمي او غير رسمي ځايونو کې، لکه حکومتي ادارو، پوهنتونونو او ښوونځيو کې بايد افغاني جامې اغوستل جبري شي، تر څو کورنى صنعت، کاروبار او کاري فرصتونه پرمختګ وکړي، بې شمېره هېوادوالو ته به مو د کار سرچينې برابرې شي، پانګوال به وهڅېږي چې په هېواد کې د ټوکر جوړونې په برخه کې پانګونې وکړي او کارخانې جوړې کړي. افغانستان نړۍ د خپل ځانګړي تاريخ او کلتور لمخې پېژني، حکومت بايد نړيوالو ته د افغانستان کلتوري ارزښت ثبوت کړي.

پوښاک چې د کلتور ستره برخه ده، د پرمختګ لپاره يې اړينه ده، چې ولس، دولت، بازار او رسنۍ په ګډه هڅې وکړي، په مسلکي روزنو، د پوښاک نندارو، او سوداګريزو نندارتونونو په پياوړي کولو د خپل پوښاک جوړونه او بازار پياوړى کړي.

د لېوال ملي پوهې پروګرام: دويم پړاو، پوښاک څخه

LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
ښاغلې ته د وزيرانو ته ډالۍ ورکوه او وزيران تاته لکه له خپل يوه جبه بل ته؟!

ښاغلې ته د وزيرانو ته ډالۍ ورکوه او وزيران تاته لکه له خپل يوه جبه بل ته؟! هکپک يم چې ښاغلي دغه ډول وړو کړنو ته څنګه وخت وباسي، د هېواد پدې کړکيچن او بد حالت کې؟
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
You are right, the problem is in the curriculum and psychology of teachers and teaching institutes
You are right, the problem is in the curriculum and psychology of teachers and teaching institutes, in Stan’s we have curriculum that is copied, which is prepared to solve problems, somewhere else. We have teachers and institutions that are not investing to find local problems and prepare the graduates to offer solution for those problems. This attitude is the result of Stan’s top brain being sent for Scholarship abroad.