د ښوونکي ورځ بختوره
پدغه ورځ خپلو او بيا ټولو ميندو او پلرونو څخه ځانګړې مننه کوم، چا چې موږ ته لومړنۍ ښوونې کړي، بيا هر هغه کس د ستر درناوي وړ دى چې موږ ورڅخه څه زده کړي، دوى ټول ښوونکي او د درناوي وړ دي.
د ښوونځيو ښوونکو ته د لېوال د لېري ښوونځي پاڼه ډالۍ کوم، هيله ده سر ورښکاره کړئ او په پاڼه کې نويو او مرستندويه نوښتونو خپلولو سره د لوستيا بهير اسانه کولو کې ونډه واخلي. په ځانکړي ډول لاندې دوه لينکونه لوستل ورته اړين ګڼم.
"ابټه" يانې اسانه لوستيا يا سواد
https://www.facebook.com/liwal.school/posts/1490182347932376
موږ سره د همکارۍ په اړه
https://www.facebook.com/liwal.school/posts/1604179639865979
د هېواد اوسنۍ د پوهنې بهير لوستيا تر څلورو يا پنځو کلونو ځنډوي، که لومړنۍ زدهکړې د ابټه يا غږېزې الفبې په تګلاره وشي، د ليکلوست د زدهکولو موده به له پنځو کلونو نهو ورځو يا نهو مياشتو ته راشي. ستاسې د همکارى پهيله.
نور رحمان لېوال