Home >
LBL_KAPI_TRAW Copied
پوښاک يو له ملي بنسټونو څخه له ګواښ سره مخ دى

پوښاک يو له ملي بنسټونو څخه له ګواښ سره مخ دى

ځينې بېکلتوره خود جوړونې يا صنعت پر الفبې هم نه پوهېږي، د خپل صنعت د ودې پرځاى پرديو ته لارې هواروي، چې دا کړنې يې ملي بسټونه نړوي او ملي بنسټونه نړول ملي خيانت دى.
کلتور د يوې ټولنې د بنسټيزو ځانګړنو ډېرې برخې رانغاړي، په هغه کې د پوښاک بڼه ستر او اړين رول لري، په يو ملت کې پوښاک يووالى او له لېرې د پېژندګلوۍ لامل کېږي، له پوښاکه د يوکس په لېدو د هغه د مليت، سيمې او قوميت څرګندونه په ډيره اسانۍ سره کولاى شي، پوښاک تر ډېره د اړوند کس د احساساتو، ديني تړاو او ټولنيزو ارزښتونو په اټکلولو کې مرسته کوي، پرته لدې چې له هغه سره وغږېږئ، راکړه ورکړه او يا تړون وکړئ، دغه اټکلونه او پېژندګلوي په راکړه ورکړه، خبرواترو او اړيکو جوړولو کې له مرستې سره د ناببره تاوتريخوالي د رامنځته کېدو مخنيوى هم کوي.

کلتور د يوه ټولنيز تړون په بڼه هېڅ ځانګړې تاريخي نېټه او ځانګړى ايجادوونکى نلري، بلکې د يوې ټولنې ګډ ميراث بلل کېږي،کلتور د دين، جغرافيې، موسمي حالاتو، سرچينو شتون او ددغو په رڼا کې د خپلوونکو پر ذوق اوشوق پورې هم اړه لري او تل پکې هغه سمون او بدلون په اسانه راځي، چې د ټولنې له دين، اقتصاد، فکري او نورو بنسټيزو ارزښتونو سره په ټکرکې نه وي.
افغانان د خپلو ارزښتونو دين، پت، عزت، ننګ، تاريخ او موسمي حالاتوته په پام د ستر او لرغوني کلتوردرلودونکي دي، پوښاک د دودونو برخه ده، چې د ټولنې د اړتياوو، غوښتنو او ذوق سره سم پخپله منځته راځي او هغه مهال د کلتور برخه ګرځي، چې اوږده موده پرې واوړي او هغه دود او کړنه په خلکو کې ژوندۍ پاتې شې.

پوښاک د کلتور ستره برخه ده او له خوراک وروسته د انسانانو په لومړنيو اړتياو کې راځي، چې په ټولنه کې يې هر څوک په رانيولو او برابرولو اړ دى. د پوښاک له جوړولو سره په مېليونونو خلک تړاو لري، خو د تېرو او اوسني حکومت د ناکاره تګلارو لامله په هېواد کې د پوښاک توکي، لکه ټوکر او نور جوړول لا پخوا مړه شوي دي، ددې پرځاى چې د ټوکر او اړوندو توکو جوړولو کارخانې پياوړې شوې واى، خو د بېکلتوره حکومت بې کلتوره وزيران د پوښاک د ستر کاروبار راپاتې برخې، لکه ټوکر خرڅول او د پوښاک ګنډلو دندې هم د پردي کلتور په خپلولو او د پرديو د خوشالولو لپاره لمنځه وړي، خو پدې نه پوهېږي چې کلتور له اقتصاد سره ژور او نه شلېدونکى تړاو لري، ځکه چې افغانان تل د کلتوري ارزښتونو د ساتلو لپاره د اقتصاد پروا نکوي، پيسې لګوي، خو خپلې جامې اغوندي، د دوى دغه کړنه نورو مېليونونو هېوادوالو ته کاروبار برابروي، چې بچو ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ وګټي، ځينې بېکلتوره خلک غواړي چې د دوى ډوډۍ ورځنې واخلي.

يوه وړه اقتصادي بېلګه يې د هېواد پکچه د هر وګړي د کال دوه جوړه جامې کول دي، چې له ٦٠ مېليونو لا ډېرې جوړې جامې ګنډل کېږي، د اټکل لمخې که يو ګنډونکى د ورځې درې جوړې وګنډي، نو لږترلږه د ګنډونکو ٦٤زره کورنيو لپاره د ټول کال د ژوند اړتياوې پوره کوي، له اړوند توکو لکه ټوکر او نورو لامله په لکونو هټيوال خپل ژوند پر مخ بيايي. زموږ نيکونو خوشال بابا، ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، مولانا بلخي او نورو مخورو ټولو د ټولنيز دود لمخې خپلې ځانګړې ملي جامې اغوستې، چې ځينې ناپوه او ناخبره اوس دغه تاريخي ارزښت هم له پامه غورځوي.

پکار ده، چې په هېواد کې پوښاک جوړونه يا صنعت پياوړى شي، پرديو پيداوارو ته لاره هواره نشي، چې کورنيو پيداوارو ته خنډ شي، په اټکليز ډول، يوه جوړه جامې نېږدې زرافغانۍ کېږي، پداسې حال کې چې وارد شوې دريشۍ باندې له ٣ زره افغانيو ډېر لګښت راځي، خو د ځينو پر اند د ليلام زوړ پوښاک به ارزانه وي، زوړ پوښاک کېداى شي ناروغۍ و لېږدوي، چې يوه ستره ستونزه لدغه پوښاک څخه پوړېدونکې دوړه ده، چې د تارونو د زړښت لامله خوريږي، چې هوا ککړوي، تنفسي، پوستکي او ساري ناروغۍ خپروي.

بله ستره ستونزه د اقتصادي سيالۍ ده، که حکومت مو پر پرديو جامو اغوستلو مجبوروي، نو په لوى لاس خپل اقتصادي توازن او کلتور خرابولو سره په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي او پرديوکمپنيو سيالۍ ته لاره هواروي، چې لبدمرغه موږ ددې کمپنيو د سيالۍ نه يوو.

که ځانګړې ادارې، ځانګړي پوښاک ته اړتيا لري، خپل پوښاک ته ځانګړى رنګ ټاکل او مسلکي غوښتنې ورډېرول دغه اړتيا پوره کولاى شي. هغه پنټ پتلون او دريشيانې چې په ځينو ښارونو کې يې ډېر وړوکى اقليت په ناخبرۍ او ناپوهۍ سره اغوندي، توپير يې يواځې شرقي او غربي کلتور دى او بله کومه ګټه نلري.

موږ د ولسواکۍ د سيسټم لپاره هلې ځلې کوو، څه کې چې د اکثريت حکومت کول او اقليت ته حقوق ورکول بنسټ دي، دا وخت د هېواد غوڅ اکثريت خپلې ملي جامې اغوندي، نو د ملي پوښاک بدلولو هڅه د ولسواکۍ وژل دي. همدارنګه په ولسواکو ټولنو کې شخصي حريم په بشپړ ډول خوندي دى، څوک د بل چا شخصي ذوق چې له ملي نواميسو، بنسټونو او ارزښتونو سره په ټکر کې وي منلو ته قانوني اړ ند.

ولس او دولت بايد په ګډه د کلتور په پاللو سره افغاني هويت وساتي، په رسمي او غير رسمي ځايونو کې، لکه حکومتي ادارو، پوهنتونونو او ښوونځيو کې بايد افغاني جامې اغوستل جبري شي، تر څو کورنى صنعت، کاروبار او کاري فرصتونه پرمختګ وکړي، بې شمېره هېوادوالو ته به مو د کار سرچينې برابرې شي، پانګوال به وهڅېږي چې په هېواد کې د ټوکر جوړونې په برخه کې پانګونې وکړي او کارخانې جوړې کړي. افغانستان نړۍ د خپل ځانګړي تاريخ او کلتور لمخې پېژني، حکومت بايد نړيوالو ته د افغانستان کلتوري ارزښت ثبوت کړي.

پوښاک چې د کلتور ستره برخه ده، د پرمختګ لپاره يې اړينه ده، چې ولس، دولت، بازار او رسنۍ په ګډه هڅې وکړي، په مسلکي روزنو، د پوښاک نندارو، او سوداګريزو نندارتونونو په پياوړي کولو د خپل پوښاک جوړونه او بازار پياوړى کړي.

د لېوال ملي پوهې پروګرام: دويم پړاو، پوښاک څخه