ترکي او پاکستاني استخبارتو ته ورکولو پرځاى د کابل هوايي ډګر لپاره تلپاتې حل د هغه غيرعسکري کول دي
ترکي او پاکستاني استخبارتو ته ورکولو پرځاى د کابل هوايي ډګر لپاره تلپاتې حل د هغه غيرعسکري کول دي
ددې پرځاى چې حکومت پرديو ته ددغه ميدان ساتلو چارې سپاري، غوره داده چې د افغان ولسي تړون لمخې کابل هوايي ډګر غيرعسکري(غيرنظامي) کړل شي او د چلولو چارې يې يو مسلکي جرګې ته وسپارل شي چې په بشپړ ډول له دريمګړو افغانانو جوړه وي.
د کابل هوايي ډګر دې د امن کور په نوم ونومول شي، هرڅوک چې دغه ډګر ته لاړل پرته د ډګر له جرګې، بل څوک يې د نيولو، څارلو او پوښتلو حق نه لري. د هوايي ډګر جرګه به د ولسي تړون لمخې ولس ته ژمنه وي د ناوړتياوو په وخت کې به د هوايي ډګر کارکوونکي يوې ولسي جرګې ته سپارل کېږي چې غړي به يې له هر ولايت څخه يو جرګه مار کس وي. په دا ډول دغه هوايي ډګر به د ټولو لپاره خوندي ځاى او د امن يو بېلګه شي.

د ساتنې لپاره به دغه ميدان خپل امنيتي ځواک لري چې له هرډول سياسي او نورو ناخوالو به پاک وي.دا حکومت چې چيغې وهي امارتوال دې هېواد ته راشي او دوى سره دې خبرې وکړي دغه ميدان به د هغوى راتګ ته لاره پرانځي او له پردي احتياجه به وژغورل شي.
#نرلېوال
د روس او ترکيې نژديوالى د ختيځ د پرمختګ يو بل ګامد روس او ترکيې نژديوالى د ختيځ د پرمختګ يو بل ګام
تړاو کاپي کاپي شو
د روس او ترکيې نژديوالى د ختيځ د پرمختګ يو بل ګام

 پرمختګ د چا ميراث ندى، نه و، هغوى يې خپلوي چې جوړونه خپله کړې او خپلو توکو ته بازار پيدا کړي، لويديځ تر ډېره د نوښتونو او کاروبار مرکز و، خو له ١٩٨٠ کال څخه راپديخوا د "ستانونو" (عربستان څخه تر هندوستانه هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، تاجکستان او نور)، چين، روسيې او د نورو #مخپرپرمختګ هېوادو توکو بازار ورڅخه په ارزانه او اسانه #لاستراوړلو ونيو، په ګراپ کې ګوري د اروپا او متحده ايالاتو اقتصادى پرختګ ١٩٨٠ څخه په څوړ دى.

دا وخت د پاکستان څخه پرته چې د "دروغجنې ملتپالنې" ښکار دى پنجابيان د پښتنو او بلوچ په وراني کې خپلې ګټې لټوى، په نورو ختيځوالو هېوادو کې #دروغجنه ملتپالنه مخ په ځور دى، جوړجاړي او نژديوالې د پرمختګ په حال کې دي که څه هم دغه نژديوالي د لويديځ د دومخيزو تګلارو پايله ده، مګر د لويديځ لپاره د ګواښ پموخه ندى، خو لويديځ ورته د ستر ګواښ په سترګه ګوري، د لويديځ دغه ويره به نړيوالې جګړې ته لويديځ وهڅوي. خو لويديځ د ختيځ له جوړجاړى څخه ګټه هم پورته کولاى شي که لويديځ د حرص پرځاى قناعت خپل کړي، او د نړۍ په بازار کې د جګړو پرځاى سالم رقابت وکړئ، قناعت يې د ژوندسطحه د خپلو امکاناتو سره په برابرولو کې نغښتى دى، د لويديځ د پرتمين ژوند د ډېرو لګښتونو له امله، د دوى د توکيو نرخ لوړ دى، که څه هم د دوى د توکيو کيفت به غوره وي، خو د اوچت نرخ له امله يې اخيستونکى د رانيولو توان له لاسه ورکوي.

لويديځ په ختيځ کې د دروغجنې ملتپالنې ترشاه هم دى، دروغجنه ملتپالنه د مليتوب، ملتپالنې يا نشنليزم هغه بڼه ده چې يوه ډله، ولس يا هېواد، د نورو ورانول، غندل، ګواښل او چورول د خپل ښه ژوند لپاره اړين ګڼي. د ختيځ هېوادونه تر ډېره ددغه ډول ناوړه ذهنيت خاوندان وه، خو په روانه لسيزه کې د ختيڅ د پياوړيو هېوادو لکه: چين- روس نژدېوالى، د چين- هند نژديوالى، د هند-روس نژديوالى او وړو مخاليفتونو باندې پښه ايښودل دادى د اسلامي نړۍ پياوړى هېواد ترکيې ته هم راوغځيدل، دغه همکارى په افغانستان سمه او نېغه اغيزه لري. لبدمرغه په افغانستان کې "دروغجن نيشنليزم" د سړې جګړې پيداور دي چې تر ننه يو خېل د بل خېل او يو توکم د بل توکم د وړتياوو او اسانتياو د شريکولو پرځاى، د سرچينو ورانولو او غلاکولو کې خپلې ګټې لټوى چې پايله يې تاسې وينئ.

ځکه په ختيځ خبرې کوم، چې په هېواد کې روانه جګړه د تالب، شمالي ټلوالې، حزب اسلامي، حقاني ډلې، پاکستان او افغانستان ترمنځ نده، دلته د ختيځ او لويديځ جکړه روانه او پردوى تپل شوې ده، ددغې جګړې ستره برخه رواني جګړه ده چې موږ افغانان له سره ورباندې بحث نکوو، دغې جګړې ته لويديځ د دين او مذهب رنګ ورکړئ، نن سبا د ختيځ سترې ستونزى مذهبي رنګ لري او ددغه رنګ ترشا هم د لويديځ دومخې تګلاره ده، په ختيځ کې مذهبي خځښتونه تربل هروخت ډېر پياوړي او يو بل ته د لويديځ د ډنډورو له امله د ګواښ پدرشل کې ښودل کېږي، خو حقيقت داسې نده، ختيځ په پرمختګ کې دى که دغه پرمختګ کې مذهبي ډلې نرمښت او حوصله غوره کړي د دين دنيا ګټه او پرمختګ به يې حتمي وي.

نوررحمان لېوال

وايي چې پېژندګلوي له ملګرو کېږي
وايي چې پېژندګلوي له ملګرو کېږي
په ترکيه کې چاودنې د کوردانو په ملاتړي لاريون کې، موږ ته د اسلامي نړۍ د حکومتونو او چارواکو هغه ناخوالې راښي چې دوى لاره ورکه کړې او حکومتونه يې له اسلام او ولسواکۍ څخه لېري د ځانغوښتنې پربڼسټ پرته له ټولنيز عدالت او مساوات څخه چلېږي. دوى د خلکو حق د خپلو ګټو قرباني کوي.

که څوک غواړي چې ترکيه وپېژني نو د کوردانو څخه پوښتنه وکړئ. په ياد لرئ چې زموږ په هېواد کې ترکيه ترټولو ډېره د رشيد دوستم په ملاتړ تورنه ده، وايي چې سړى له ملګرو پېژندل کېږي.

ستانونه (افغانستان، هندوستان.....عربستان او نور هېوادنه چې پټوله کې د اسلامي نړۍ بدن جوړوي) د ډېرو وړو ټپنو سره پنځه ستر ټپونه لري چې لومړى يې د پښتنو ټپ او يو په بل پسې د بلوچو، کردانو، کشميريانو، اسرايلو ټپونه دي، دغه ټپونه انګريزي استعمار رامنځته کړي، ترڅو ددې علاج ونشي ستانونه به په ستونزه کې وي. دا ټپونه دغو ولسو ته پخپل حق ورکولو لمنځه ځي، هرڅوک چې د دوى حق نه ورکوي خاين دي.