پرمختګ د چا ميراث ندى، نه و، هغوى يې خپلوي چې جوړونه خپله کړې او خپلو توکو ته بازار پيدا کړي، لويديځ تر ډېره د نوښتونو او کاروبار مرکز و، خو له ١٩٨٠ کال څخه راپديخوا د "ستانونو" (عربستان څخه تر هندوستانه هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، تاجکستان او نور)، چين، روسيې او د نورو #مخپرپرمختګ هېوادو توکو بازار ورڅخه په ارزانه او اسانه #لاستراوړلو ونيو، په ګراپ کې ګوري د اروپا او متحده ايالاتو اقتصادى پرختګ ١٩٨٠ څخه په څوړ دى.
دا وخت د پاکستان څخه پرته چې د "دروغجنې ملتپالنې" ښکار دى پنجابيان د پښتنو او بلوچ په وراني کې خپلې ګټې لټوى، په نورو ختيځوالو هېوادو کې #دروغجنه ملتپالنه مخ په ځور دى، جوړجاړي او نژديوالې د پرمختګ په حال کې دي که څه هم دغه نژديوالي د لويديځ د دومخيزو تګلارو پايله ده، مګر د لويديځ لپاره د ګواښ پموخه ندى، خو لويديځ ورته د ستر ګواښ په سترګه ګوري، د لويديځ دغه ويره به نړيوالې جګړې ته لويديځ وهڅوي. خو لويديځ د ختيځ له جوړجاړى څخه ګټه هم پورته کولاى شي که لويديځ د حرص پرځاى قناعت خپل کړي، او د نړۍ په بازار کې د جګړو پرځاى سالم رقابت وکړئ، قناعت يې د ژوندسطحه د خپلو امکاناتو سره په برابرولو کې نغښتى دى، د لويديځ د پرتمين ژوند د ډېرو لګښتونو له امله، د دوى د توکيو نرخ لوړ دى، که څه هم د دوى د توکيو کيفت به غوره وي، خو د اوچت نرخ له امله يې اخيستونکى د رانيولو توان له لاسه ورکوي.
لويديځ په ختيځ کې د دروغجنې ملتپالنې ترشاه هم دى، دروغجنه ملتپالنه د مليتوب، ملتپالنې يا نشنليزم هغه بڼه ده چې يوه ډله، ولس يا هېواد، د نورو ورانول، غندل، ګواښل او چورول د خپل ښه ژوند لپاره اړين ګڼي. د ختيځ هېوادونه تر ډېره ددغه ډول ناوړه ذهنيت خاوندان وه، خو په روانه لسيزه کې د ختيڅ د پياوړيو هېوادو لکه: چين- روس نژدېوالى، د چين- هند نژديوالى، د هند-روس نژديوالى او وړو مخاليفتونو باندې پښه ايښودل دادى د اسلامي نړۍ پياوړى هېواد ترکيې ته هم راوغځيدل، دغه همکارى په افغانستان سمه او نېغه اغيزه لري. لبدمرغه په افغانستان کې "دروغجن نيشنليزم" د سړې جګړې پيداور دي چې تر ننه يو خېل د بل خېل او يو توکم د بل توکم د وړتياوو او اسانتياو د شريکولو پرځاى، د سرچينو ورانولو او غلاکولو کې خپلې ګټې لټوى چې پايله يې تاسې وينئ.
ځکه په ختيځ خبرې کوم، چې په هېواد کې روانه جګړه د تالب، شمالي ټلوالې، حزب اسلامي، حقاني ډلې، پاکستان او افغانستان ترمنځ نده، دلته د ختيځ او لويديځ جکړه روانه او پردوى تپل شوې ده، ددغې جګړې ستره برخه رواني جګړه ده چې موږ افغانان له سره ورباندې بحث نکوو، دغې جګړې ته لويديځ د دين او مذهب رنګ ورکړئ، نن سبا د ختيځ سترې ستونزى مذهبي رنګ لري او ددغه رنګ ترشا هم د لويديځ دومخې تګلاره ده، په ختيځ کې مذهبي خځښتونه تربل هروخت ډېر پياوړي او يو بل ته د لويديځ د ډنډورو له امله د ګواښ پدرشل کې ښودل کېږي، خو حقيقت داسې نده، ختيځ په پرمختګ کې دى که دغه پرمختګ کې مذهبي ډلې نرمښت او حوصله غوره کړي د دين دنيا ګټه او پرمختګ به يې حتمي وي.
نوررحمان لېوال