ذاهدالدین پکتیاوال ژوندى دى او رڼې رڼې پرديو ګوډاګيو او پرديپالو ته ګوري، د تل لپاره خپل د حق غوښتنې پرلت روان ساتي. هر په سوله مين بايد د پکتیاوال انځور پخپل کور، وره، کمپيوټر او ګرځنده پرده ولږوئ، همدارنګه د ټولنيزو رسنيو په پروپايلو او خپلو کارځايونو کې يې ولږوئ.
ګوډاګيه تا په ډېره بېشرمۍ د ارواښاد تن له روحه بيلولو ناکامه او شرميدلې هڅه وکړه، د پکتیاوال سپيڅلى او پياوړى روح به اوس تر سل مليونه ډېر پښتانه علمي او فکري مبارزى ته تياروي چې ستا وحشت او بربريت ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه په نورولاره ستا وحشت موږ ته خنډ دى.
ستا وحشت او بربريت ونشوکولاى چې د پکتياوال سترګې پټې کړي ارواښاد د کابل پرګدۍ ناست او د ساتنې په نوم د ملګروملتو ترپرېکړې لاندې راغلو بهرنيو ته وايي شرم وغواړئ زما د سوليز پرلت ساتنه ستاسې فرض او دنده وه خو تاسې زما د وژلو ناکامه هڅه وکړه، زه به اوس د هر سوله غوښتونکي په زړه کې تلپاتې ژوندى يم او تاسې به رټم.
پکتياوال د افغان ملت اتل دى، هغه خپل ژوند د تېريو د بربنډولو لپاره قربان کړ موږ يې قدر کوو. خو د هغه د مړينې پړه د وخت پر حکومت دى، حکومت بايد ملت او د هغه کورنۍ ته ځواب ووايي، ځکه سوليز احتجاج د هر وګړي حق او د افغانستان د هر وګړي امنيت ساتل د حکومت دنده ده.