https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پژغ
Copy link Copied

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پژغ) ته نور نومونه مه ورکوئ لکه پښتون تحفظ غورځنګ يا پښتون تحفظ مومينټ او نور. #پژغ يې لنډيز دى چې غوره مانا لري.

همدارنګه #پژغ ملګري بايد په نيولشوې پښتونخوا کې د اسلام او پښتونولۍ په رڼا کې د خپلو حقوقو او قوانيونو جوړلو غوښتنې ولري چې لومړي او دويم حل کې وړاندې شوي. ددې خبرو هېڅ اړتيا نشته چې د بلچا غيراسلامي قوانينو لاندې پښتون ژغورنه وغواړي، د اسلام او پښتونولۍ له قوانينو پرته نورهېڅ ډول قوانين د پښتنو په درد نه خوري او نه پښتانه ژغورلى شي. په افغانستان کې مېشت پښتانه بايد د غورځنګ غوښتنې وڅاري او د هغو په رڼا کې له غورځنګ سره همکاري وکړي. اوس د #پژغ غوښتنې د دويمې درجې لومړيتوبونو خپلولو د درشل په لور روانې ښکاري چې لاندې ډول دي:

دويم د وخت حل (دا يوازې د نيولشوې پښتونخوا د پښتنو او پاکستان په ګټه دى)

١- په نيولشوې پښتونخوا کې د پښتنو توکموژنه (جينوسايډ) بندول.
٢- پښتونخوا کې د حکومت يا سرکار او ښوونې يا تعليم ژبه پښتو کول، قوانين د اسلام او پښتونولۍ پر بنسټ جوړول.
٣- د پښتونخوا د سرچينو ګټې په پښتونخوا کې لګول.
٤- خيبر پښتونخوا، قبايل او سويلي پښتونخوا سره يوځاى کول او ټول سياسي حقوق ورکول.

لومړى او تلپاتې حل د ټولو په ګټه:

١- د نيولشوې پښتونخوا پښتانه بايد د خپلواک هېواد پښتونخوا غوښتنه ولري او بس. که دا ستونزمن وي چې تلپاتې حل دى او د ټولو ګاونډيو هېوادو او حتا د پاکستان هم په ګټه دى (پدې هکله زما نورې ليکلې وګورئ) د پښتنو او بلوچو ذهينت د پنجابي او سيندې څخه بدل دى، دوى کله هم ګډ سوليز ژوند نشي کولاى نو ترهغو چې دوى د پاکستان برخه وي د پاکستاني، پښتون او بلوچ وينه به ناحقه توېږي.

Main Image