د هر پِښتون او هر انسان مسئوليت
د يوه پښتون او انسان په ډول زما دا مسئوليت دى چې د پښتنو او بل هر بشر لپاره انصاف او عدالت وغواړم هغوى سره ناقانونه کړنې وغندم او مخنيوى يې وکړم تاسې ګورئ چې په افغانستان او پاکستان کې پښتنو سره په هره ناروا مو غږ اوچت کړئ او په نيولشوې پښتونخوا کې د انګريز لاقانونيت او اپ سي ار په اړه له افغانستانه زما ليکنې ليدلاى او پيدا کولاى شي نور چپ ول. له پښتنو سره په زور زياتي بايد هېڅ پښتون چپ پاته نشي او تر خپل وسه غږ اوچت کړي. کېداى شي زما ليکنې ددې سبب شوي وي چې پاکستان وننګېږي او هلته په ولسي جرګو کې د اپ سي ار انګرېزي قانون په اړه وشرمېږي.
د کابل د حکومت او ولسي جرګو مسئوليت
د کابل تپلشوى حکومت، ولسي او مشرانو جرګې دا مسئوليت لري چې بايد خپل غږ اوچت کړي او قبايلي سيمې د افغانستان نه بيلدونکي برخې رسمي پرېکړه وکړي او د پاکستان کړنې وغندي، خو هغوى به څه وکړي هلته پخپله خاوره يې قونسلګرۍ جوړې کړي او بې شرمه قونسل يې هلته ناست وي.
خو افسوس د کابل د تپلشوي حکومت پرحال دى هغه خاوره چې دوى پرې حق لري او بايد د کابل حکومت او ولسي جرګو د افغانستان خاوره په قانوني ډول تصويب کړې واى، هغوى بېړاګانو ورته کتل او پاکستان هلته بمبارۍ کولې، د ولس کورونه يې نړول، دا ددوى لپاره شرم او ننګ دى خو...
خو څوک د رولا غني خاوند به دا کار وکړي، هغه په کمپاين اخته دى چې پنځه کاله نور څنګه پښتانه ووژني او د هېواد ٤٠ سلنه پاتې ولس څنګه وشکوي او د خوارۍ کندې ته يې ټيلوهي، رولا جانه په رسنيو کې مرکې کوي "که شوهر اش نې بلکې بابه کلان او پشتون بود و دين او اسلام است" ساده پښتون به اوس د رولا په خبرو هم تېروځي.
نيولشوې پښتونخوا کې اوسيدونکو مسئوليت
د نيولشوې پښتونخوا د درې ټوټې بدن دوه برخو ټپ کوشير شو، هلته د پاکستان لخوا د انګريز غير انساني او غير اسلامي قانون اپ سي ار مات شو دا د ټولو لپاره پرمختګ دى او په ځانګړي ډول پښتون ژغورنې غورځنګ لاسته راوړنه ده. اوس د کوټېوالو او خيبر پښتونخواوالو مسئوليت دى چې د يوځاى کېدو خبره وکړي او دوه پاتې ټوټې پښتون يو کړي او بيا خپل پوره حقوق وغواړي، هلته حکومت، ښوونه او روزنه په پښتو ژبه او خپل قوانين جوړول وغواړي