پښتونخوا
د وزيرستان پتمن ولس پاکستانيتوب او د پاکستان قانون نه مانه، د کابل حکومتونه دومره معامله ګر او پرديپال شول چې اوس د نومياليو وزيرو بچي د آئین پاکستان لاندې يوازې د ژوند کولو حق لپاره ډلييز لاريونونه کوي.
خرګندوني:
خليل الرحمن محمدخېل ښاغلیه مشره! د کابل تش په نوم ادارې د تل لپاره همدا ډول چاره پر مخ بوتللې. دوي وېرېږي کچېرې پښتانه سره يو شول نو بيا پر دوي څوک سپي هم نه لمبوي، ځکه نه يوازې داچې دوي په ولس کې هېڅ مخينه نلري بويه چې هېڅ ځانګړې وړتياوې هم نلري چې مټ ېې د خلکو زړونه ځانته کړي. وزيرستانونه د پښتنو د زړه دوه درېڅې دي او يوازې همدوی کولی شي چې پښتانه لدې بدمرغه تپل شوي ناورين څخه وباسي. په درنښت

د پنجاب ادبي مافيا ډېره هڅه کوله چې پښتون، بلوچ او سيندى خپله ژبه په نستعليق وليکي، ټ، ډ او ځينې نورو خپلو ځانګړو تورو پرځاى اردو حروف وکاروي.
د پنجاب ادبي مافيا ډېره هڅه کوله چې پښتون، بلوچ او سيندى خپله ژبه په نستعليق وليکي، ټ، ډ او ځينې نورو خپلو ځانګړو تورو پرځاى اردو حروف وکاروي.
ددي انډيوالانو ځينې کړنې به په شعوري يا لاشعوري ډول دوى د پنجاب په لور روان ښکاره کړي چې د هغو له جملې څخه دوى بايد لاندې دري تېروتنو ته پام وکړي:
١- د پشتون ژغورنې غورځنګ نوم پرځاى پشتون تحفظ مومينټ کارول او ډېرى ليکنې په اردو کول.
٢- دا دى اوس اردو ته ورته په نستعليق ليکبڼه يا فنټ د پښتو ليکل، دا د پنجاب يو زوړ ادبي استعماري خوب ته دوى تعبير ورکوي. دوه لسېزې وړاندې کله چې ما فنټونه جوړل نو د پنجاب ادبي مافيا ډېره هڅه کوله چې پښتون، بلوچ او سيندى خپله ژبه په نستعليق وليکي، ټ، ډ او ځينې نورو خپلو ځانګړو تورو پرځاى اردو حروف وکاروي.
٣- په پاکستان کې د دوى په خلاصو تڼيو ګرځېدل او پرته له زيانه غونډې او جلسې کول هم کېداى شي په وخت سره دوى داسې ښکاره کړي چې ګني د پنجاب ملاتړ ورسره دى.
د بېړا او تپلشويو سياستونو له امله د پښتنو ټولوژنه لا روانه ده، له لوى څښتن څخه يې د مخنيوي توان غواړو.
د بېړا او تپلشويو سياستونو له امله د پښتنو ټولوژنه لا روانه ده، له لوى څښتن څخه يې د مخنيوي توان غواړو.
پردى کټ تر نيمو شپو وي
پردى کټ تر نيمو شپو وي
ډېر ژر به د عمران هم دا حال وي. که هرڅومره د پاکستان لپاره خدمت وکړئ تاسې به بيا هم د دويمې درجې سياستوال او د دويمې درجې د ولس مخکښان واست. په پښتونخوا کې د نژدې ٤٠ ميليونه پښتنو لپاره دا عکس غوره سبق او زموږ لپاره د عبرت نښه ده.
که کوټه يا جعلي پښتانه له پاکستان سره ملګري نه واى او د تبرلاستي په ډول نه کاريداى نو پاکستان او افغانستان به په ورورولى کې ژوند کاوه.
که کوټه يا جعلي پښتانه له پاکستان سره ملګري نه واى او د تبرلاستي په ډول نه کاريداى نو پاکستان او افغانستان به په ورورولى کې ژوند کاوه.
جاويد اختر وايي د خداى لپاره په کرار مو پرېږده، په ځواب کې ما ورته وليکل چې دا څلويښت کاله تاسې زموږ دغې نارې ته غوږ ونيو؟
اى ان پي او پښتونخوا عوامي پارټى ته زما مشوره
اى ان پي او پښتونخوا عوامي پارټى ته زما مشوره
پښتانه چې کله پربل زياتۍ کېږي دوى تل د عدل لورى نيسي او کمزوري سره ملګري کېږي او کله هم زور زياتى نه مني.
خو په پښتونخوا کې بيا دا چپه، ولټه يا برعکس خبره ده، د پښتونخوا مخکښو سياستوالو څخه دومره لاره ورکه ده چې په پښتونخوا او بلوچستان کې يې پنجابى پوځ وژني، کورونه يې ورورانوي او له خپلو ځمکو يې شړي.
خو دوى باهم د پنجاب پرنغري تاوېږي دا د دوى او ولس په خير نه دى. غوره به دا وي چې دوى د مسلم ليک او پي ټي اى دواړه پرځاى دريمګړي پي پي پي سره ملګرتيا غوره کړي دا به د دوى، پاکستان او سيمې په ګټه وي نور چان زما لاندنۍ ليکنه کې په انګريزۍ ولولئ.
انګريزي انسان دښمنه قانون پر بډ پيسبکي لومړى ليکنه:
انګريزي انسان دښمنه قانون پر بډ پيسبکي لومړى ليکنه:
"له بدمرغه نن هم پښتانه اپرتايد ته ورته توپېرونو څخه ځورېږي، خو غمجنه داده چې پښتانه پخپله اوهم نړيوال د بشريت په دغه ناورين چپه خوله دي. په پښتونخوا کې د FCR قانون د اپارتايد سره برابر دي او په هېواد کې پښتانه په اقتصادي، کلتوري او ټولنېزو برخو کې کمزوري کول او د دوى پرسيمو جګړه تپل د عصرى اپارتايد نوى بڼه ده."
د نيولشوې پښتونخوا ستونزه سياسي ده هغه يو ناوړه سياسي مديريت رامنځه کړي
نور ناوړه سياسيون يې د خپلو ګټو لپاره کاروي، په افغانستان کې يو پياوړى سياسي مديريت به يې لمنځه وړي. افغانانو ته زما وړانديز دى چې راځي په هېواد کې د پياوړي سياسي مديريت رامنځته کول لپاره چې پر منتق ولاړ وي ملګرتيا وکړو.
نن وزير، مسيد، سبا به کوټيواله او پېښوريه ته له خپله کوره شړل کېږي
نن وزير، مسيد، سبا به کوټيواله او پېښوريه ته له خپله کوره شړل کېږي
پاکستاني اجير پوځ د وزیرستان د مسيدو(محسودو) ۱۲۰۰ کورنۍ په ۴۸ ساعتو کې د شکتوۍ، سمل او شیرانه کلیو نه په زوره راویستې او بکاخیلو د بېځايه شويو پنډغالي يا کمپ کې بنديان کړي چې له پنډغالي بهرته د تللو اجازه هم نه ورکوي.
زمونږ پښتې میندې، خویندې، مشران، ماشومان، ناروغه او روغ، اوږي تږي د ژمي په سړو کې په ډاګه زمکه پراته دي، پنجابي پوځ چې امريکايان په مرستو مست دى ولسونه بېکوره کوي، ودانۍ يې ړنګوي، غلېدانې يې چورکوي او ځمکې يې نيسي.
د کابل په ګدۍ ناست بېغمه خپل چور کوي له خپل د حق څخه هم خبر ندى چې بايد د انګريز د قانون لاندې هم چې په وزيريستان کې پوځي چارې ترسره کېږي هغه به له افغانستان سره په ګډه او څار لاندې کېږي، شرم وکړئ شرم غلامانو.
د کابل حکومت بايد ژر ترژره وزيريستان ته پوځ ولېږي دغه کړنه به په افغانستان کې د يوالي لامل هم شي.
۱۲ اګست ۱۹۴۸#بابړه غميزه او تر هغه وروسته په زرګونو نورې او نن په ننګرهار کې د يرغلګرو بمونه
۱۲ اګست ۱۹۴۸#بابړه غميزه او تر هغه وروسته په زرګونو نورې او نن په ننګرهار کې د يرغلګرو بمونه
۱۲ اګست ۱۹۴۸#بابړه غميزه او تر هغه وروسته په زرګونو نورې او نن په ننګرهار کې د يرغلګرو بمونه
ښکېلاکګرو چې پرون او نن د عبدالقیوم خان په ډول مريان د پښتنو په خاوره واک ته رسولي په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ يې د چارسدې په بابړه سیمه کې د پښتنو په سولییزه غونډه برید وکړ او تر ۶۰۰ کسانو لا ډېر يې شهیدان کړل.
نن هم د ورته خلکو له خوا پښتانه په لره او بره پښتونخوا کې پخپلو کورنو کې شهيدانېزي، له بدمرغه دغه لړۍ تر ننه ځکه روانه ده چې لا نن هم ځيني د تپلشويو ملاتړى يو، خپله زدکړه او زيار ته مټي نه رانغاړو او له پرديو پرمختګ غواړو.

In case of Afghanistan, Pakistan is nothing but a contracted killer.
In case of Afghanistan, Pakistan is nothing but a contracted killer.
Afghan-Western War on the name of terrorism, some ignorant Pakistani's just by being contracted suppliers to both wars, got the wrong impression that what is happening in Afghanistan are because of Pakis, is wrong. Afghanistan is and was the center of world politics and Islamabad' role has been nothing but that of an illegal contracted killer. The day a mature politician come in power in Afghanistan, the artificial state of Pakistan can not survive in the natural region of STANs and will be divided naturally.

Some of the people of the country have been killed and they have not been able to do so,
Some of the people of the country have been killed and they have not been able to do so,
Some of the people of the country have been killed and they have not been able to do so, but they are not the people of the country, they are the people of the country, and they have not been able to do so. They are our people. They are forced to speak to themselves now. In the name of pak agents, it is the mistake of Afghans, cultural and cultural. Those Afghans who want to be near Pakistan, themselves are their own right. But such actions are not done to deceive the nation.
په٢١ جون ١٩٤٧ د پښتونخوا پښتانه د خپلواک هېواد پريکړه کوي
په٢١ جون ١٩٤٧ د پښتونخوا پښتانه د خپلواک هېواد پريکړه کوي
په٢١ جون ١٩٤٧ د پښتونخوا پښتانه د خپلواک هېواد پريکړه کوي او ٥٤ ورځې وروسته، ١٤ اګست په توره ورځ پاکستان رامنځته کېږي. راځئ چې ددې پريکړې ترشاه هغه ستونزې، نادودې او نادودوال په ګوته کړو چې دغې پريکړې ته خنډ شول. يوه ستونزه چې نن هم ماته څرګنده ښکاري هغه به د "مالوماتي سنګر" يا هغو رسنيو نشتون و چې د پښتنو ګټو ته ژمن وي، کېداى شي چې دغه خبر تر ډېرو پښتنو رسيدلاى هم نه وي. دويم لکه نن کېداى شي چې د پښتنو سياستوالو د خپلو ګټو پرځاى نړيوالو ګټو ته ژمنتيا وي، نورې غواړم له تاسې واورم. زه د هغو غدارانو غنده ډېره اړينه ګڼم چې دغې پريکړې ته خنډ شوي، که دا ونکړو نو تاريخ به تکراريږي، ننني او سباني مشران به هم د ځاناسانۍ لپاره ددوى تېروتنې تکراروي.
In very difficult circumstances Pashtuns/Afghans people on both sides, fought and rejected Durand Line as border, a Pakistani Major Ali Jawad Changezi was killed and several others injured by heroic individual Afghan forces in Torkham who took the matter in their own hands and opened fire.

له پاکستان سره زموږ دوستي بايد په لاندې شرتونو ولاړه وي:
له پاکستان سره زموږ دوستي بايد په لاندې شرتونو ولاړه وي:
١- د نيولشوې پښتونخوا خپلواکي يا له افغانستان سره يوځاى کېدل، د پاکستان لخوا په سوليز ډول تسليمول.
٢- سوداګريزو او ټرانزيتي چارو کې برابر انډول ساتل او ورته کړنې ترسره کول. 
٣- په سياست او جغرافيايي سياست (جيوپولټيک) کې ورته کړنې ترسره کول.

تردې هغه خوا له پاکستان سره هر ډول جوړجاړى ملي خيانت او د هېواد دريځ کمزورى کول دي.
په هېواد کې تر سوال لاندې خبره ده، چې د متحده ايالاتو په خوښه او پلان هر څه ترسره کېږي او که نه؟ خو دې کې هېڅ شک نشته چې په کابل تپلشوي چارواکي د هېواد سره ناروا د پرديو د خوشالولو لپاره کوي. د متحده ايالاتو خو، مثال د هغې دى، ورته يې ويل، يار دې يم، هغې ويل د کومې کوڅې!

د پښتون وحدت ستر لارښود او د پښتنونخوا د دستار سړى محمد افضل خان لالا مړينه د پښتنو لپاره ستره غميزه ده
د پښتون وحدت ستر لارښود او د پښتنونخوا د دستار سړى محمد افضل خان لالا مړينه د پښتنو لپاره ستره غميزه ده
، ارواښاد د ژوند ترپايه د پښتنو د يووالي لپاره هلېځلې وکړې، او تل به يې ويل چې د پښتنو يووالى په سيمه کې د ټولو د پرمختګ لپاره اړين دى. ارواښاد خان لالا ته دې پاک خداى جنتونه ورکړي، کورنۍ او ملګرو ته يې صبر او اجرونه غواړم.
اناالله وانااليه راجعون
ارواښاد راج ولي شاه خټک د ډېرو ستاينو وړ ملګرى و
ارواښاد راج ولي شاه خټک د ډېرو ستاينو وړ ملګرى و
ارواښاد راج ولي شاه خټک د ډېرو ستاينو وړ ملګرى و. يو خوږ، زړور، هوښيار او په نوښتونو مين لیکوال، څېړونکي، شاعر او د ډېرو خوږ ملګرى و، په مړينه يې خواشینى يم، د هغه جنتونه په نصيب شه، ټولو دوستانو او کورنۍ ته یې د صبر دعا کوم. کله چې په پېښور کې مو د پښتو کمپيوټري کولو هڅې پيل کړې ارواښاد خټګ د پښتو اکادمۍ مشر و، د پښتو ليکدود يوالي، ليکمن يا کيبورډ او کمپيوټرى کولو په هره غونډه کې به ارواښاد زما د نوښتونو سره همغږى او پر يوالي ټينګار کاوه. د کمپيوټري کولو د هڅو ١٩٩٤ز کال يو انځور کې د ارواښاد يو يادګار عکس لاسته راغي، دده او نورو خواخوږو د هڅونو په پايله کې مو په ١٩٩٨ز کال کې په لومړي ځل په وينډوز کې پښتو، دري او اردو ليکل په هر پروګرام کې شوني کړل. روح د ښاد او لاره دې تانده اوسي.
نن په اماراتو کې د نيولشوې پښتونخوا درانه ښاغلي اکبرخان، نوروحيد، عثمان خټک او مسعودخټک له ډېر لېرې څخه زما ليدو ته د راتګ مننه کوم. دوى د اماراتو په مختلو ښارونو کې دندې ترسره کوي.
نن په اماراتو کې د نيولشوې پښتونخوا درانه ښاغلي اکبرخان، نوروحيد، عثمان خټک او مسعودخټک له ډېر لېرې څخه زما ليدو ته د راتګ مننه کوم. دوى د اماراتو په مختلو ښارونو کې دندې ترسره کوي.
له دوى سره د پښتونخوا په راوانو غميزو او ناورينو خبرې وشوې، هلته په بېوزله ولس ناورين هر انسان غمجن کوي، زه د دوي د لوړ احساس او خپلو خلکو سره د خواخوږۍ درناوۍ کوم او تر خپل وسه له دوى او د نيولشوې پښتونخوا له کړيدلي ولس سره د خپل ملاتړ او ورورولۍ په ډاډ وياړم.
◀ LBL_SHATNY ▶ Next