د پښتونخوا له خپلواکۍ يا په مستقيم ډول د افغانستان له برخه کېدو پرته د ډيورنډ د ستونزې بل حل نه منو.
د روانې اونۍ له پيله په چاپي او غږيزو رسنيو کې داسې ډنډورې خپريږي، چې ګواکې د کابل حکومت د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې پر سر معاملې ته زړه نازړه دى، ددغې نامنلشوې اونمنونکې کرښې بل هر ډول حل، د پښتونخوا له خپلواکۍ يا پښتونخوا په مستقيم ډول د افغانستان له برخه کېدو پرته نه منو.
د ډيورڼد کرښې سيمه د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا د پښتنو شريکه برخه ده.
زه د ډيورنډدکرښې او پښتونخوا په اړه راپورته شويو نويو خوځښتونو پهکله ولس، دولت او ښکېلواړخونو څخه لاندې غوښتنې او سپارښننې لرم:
د ډيورنډدکرښې تاريخچه
د ډيورنډکرښه يوه نا څرګنده، نامنل شوې، استعماري او تپل شوې کرښه نه بلکې د پښتنو سيمه ده، چې تر اټکه او جېلم پورې غڅېدلې ده، چې د افغانستان او نېولشوې پښتونخوا پښتانه يې په شريکه څښتنان دي. د بهرنيو يرغلګرو په ځانګړي ډول د انګرېزانو سره د افغانستان او پښتونخوا تاريخ او جګړې د لمر پشان روښانه دي، چې تر جېلم پورې نېولشوې پښتونخوا د افغانستان او نېولشوې پښتونخواد پښتنو شريکه برخه ده، ددې پهکله پرېکړه په يوازې د افغانستان او يا نيولشوې پښتونخوا پښتانه هېڅکله نشي کولاى، ترڅو دواړو لوريو ته د منلو وړ نوي.
دغه سيمه د برتانوي هند د پرمختګ تګلارې ( پاروډ پاليسي) څخه وروسته د وېش او حکومتکولو تګلارې (ډيوايډانډ رول پاليسي) لمخې په ١٨٩٣ زېږديز کې د پښتنو سره د دښمنۍ پر بنسټ، د پښتنود وېش لپاره د هغه وخت پر حکومت، د برتانيې استعماري امپراتورۍ په درغليو داسې سيمه اعلان کړې وه، چې په چارو کې به يې د برتانيې حکومت د افغانستان حکومت سره مرسته کوي، ماليه او نور عايدات چې راټولېږي،ځاىي حکومت به عادي لګښت ورڅخه پوره کوي او پاتې پيسې به د افغانستان حکومت ته سپاري، دغه خبره زموږ په ژوندي تاريخ کې يوبل ته راپاتېږي . د يادونې وړ ده، چې دغه ورکړه د وخت امير عبدالرحمن خان ته ځينې ناخبره کسان د تنخا او يا باج په نامه هم يادوي. ځينې ناخبره تر اوسه د کوم تړون لاسليک ته اشارې کوي، هېڅ چا د امير لاسليک شوى سند ندى ليدلى، که کوم ليکلى او يا ويلى سند وي هم، يواځې د يو کس چې په سياسي ډول يرغمل شوى لاسليک يا هوکړه ده او هېڅ د منلو وړ نده .
د نړيوالو منل شويو قوانينو پر بنسټ د دولت نوى واکمن دا حق لري چې زاړه تړونونه بې اعتباره اعلان کړي، ځکه چې نوي دولتونه نوي حقوقي شخصيتونه لري، پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک شوي.
نړيوال تړونونه مشخصې ځانګړنې لري، چې له يوه نه بل ته لېږدېدلاى نشي، هغه حقوق او وجايب چې د له منځه تللي جوړښت د تړون پر بنسټ منځته راغلى وي، بل ته په ميراث نه پاتې کېږي او د اصولو له مخې که لورى له منځه ولاړشي، د هغه حقونه او وجېبې هم ورسره له منځه ځي. کله چې يوه برخه له يو هېواد نه بېله شي دا برخه بايد په ازاد ډول د خپلو تړونونو په اړه خبرې وکړي. هندي برتانيې سره تش په نامه شوى تړون د هېڅ قانون له مخې پاکستان ته په ميراث نشي پاتې کېداى.
تر امير عبدالرحمن خان راوروسته دافغانستان په تاريخ کې تر اوسه پورې هېچاد نيولشوې پښتونخواسيمه دپاکستان برخه نده بللې اود افغانستان تېروحکومتونووخت پروخت نيولشوې پښتونخوا د هېواد نبېلېدونکې برخې لپاره هرډول قربانۍ ته چمتوالى ښودلى.
امير عبدالرحمن خان له انګرېزانوڅخه خپه و ،خود خپل واک ساتلو په مجبورۍ کې يې دانګريزانو ملګرتياکوله، دى د خپلو خاطراتوکتاب د دويم ټوک په 159مخ کې ليکي : ((انګريزان وايي: موږ دافغانستان په لور نورو مځکو ته اړتيا نلرو... خو له بلې خوا د بلوچستان د خواجه په غونډيو کې د تونل ايستلوهوډ لري ....لکه زماپه کولموکې چې چاړه وهي)).د اسنادو لمخې څرګندېږي چې عبدالرحمن خان دډيورنډکرښې هاخوا يو شمېر مېشتووګړوڅخه خپه و او هغه يې ياغيان بلل ، د هغه دا شان احساساتي او غيرمسئولانه چلندد نيولشوې پښتونخوايو لامل ګڼلاى شو.
پښتنو مشرانو نيولشوې پښتونخوا کې د خپل برخليک د ټاکلو په لار کې په کلونو کلونو زندانونه او تبعيدونه ګاللي دي د بېلکې په توګه خدايي خدمتګاران، خو د خپلې ازادۍ بيرغ يې لوړ ساتلى دى. خداى بښلي مشر پاچا خان د 1967 د پښتونستان دورځې په وينا کې وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا کوي چې د پاکستان له جوړېدوتر مخه په پښتونخواکې ولسپوښتنه (ريفرنډم) وشو .زه دا په کلکه داسې ردوم :
١: ولسپوښتنه يا ريفرنډم نارې د برتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلو باندې پيل شوې چې موږ ته د منلو وړ نه وې .
٢ : هغه د محدودو رايو پر بنسټ وې.
٣ : پر رايو ورکولو باندې څارنې او لار ښوونې نوې.
٤ : په راى ورکولو کې زياته لاس وهنه وشوه .
٥ : په راى ورکولو کې ډېرى پښتنو برخه نه وه اخيستې.
ځينې دروغجن په نيولشوې پښتونخوا کې دانګريزانو لخوا چې کوم دروغجن او ډېر خاينانه توګه پلى شوې ولسپوښتنه يا (ريفرنډم) ته اشارې کوي، په دغه ولسپوښتنه کې ولس ته دوه انتخابه ول. چې په ولسپوښتنه کې يو لوري ته قران کريم او بل لور ته د هندي مذهب توکي ايښيول او د نيولشوې پښتونخوا ولس ته يې ويل چې کوم يو غواړئ؟
په دغه ولسپوښتنه کې بايد پوښتنې په لاندې ډول شوې واى:
چې ځانته هېواد ، افغانستان سره يو کېدل،پاکستان سره پاته کېدل اوکه هندوستان سره پاته کېدل غواړئ؟ دغه پوښتنې د پښتونخوا د ولس خداى او قانون ورکړى حق و چې ندى ورکړل شوى. همدارنګه که دغه ولسپوښتنه شوې هم وي، د پښتنو چې پردغه سيمه يې تر ننه د وينو سيلابونه روان دي، نور د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا ولس په يوازې دا حق نلري چې د بل چاسره ولاړشي.
تر دې ليکنې پورې په نيولشوې پښتونخوا کې پاکستان په ٦٦ کلونو کې پښتون ولس ته خپل ژبنى، سياسي، اقتصادي او بشري او قانوني حق ندى ورکړى، چې د شرم ځاى دى.
د پاکستان دولت څخه غوښتنه
د پاکستان د دولت د تېريو او تش په نوم ولکې لاندې پښتونخوا کې ډېر زور، زياتى، ناروا، نسل وژنه، حق خوړنه اوبشري ناورينونه د پاکستان د دولت لخوا روان دي، چې پکې د ننني عصر اسلامي او غير اسلامي قوانين ټول تر پښتو لاندې کېږي. د پاکستان دولت دغو انسانيت ځوروونکو ظلمونو اوتېريولړۍ ته بايد د پاى ټکى کېږدي. د قبايلي او مرکزي پښتونخوا د ډلييزوځورونو قانون يا "اپ سي ار" بايد پاى ته ورسوي، د دغه قانون لمخې د قبايلي پښتونخوا ولس دغوښتنې يا اپيل، وکيل،او دليل حق نلري، د زوى په جرم پلار، ورور، خپلوان ،خېل، قبېلې اوسيمې خلک نيول، کنځل، رټل، زنداني او تاواني کېږي، دغه د بشريت ضد قانون اوسنۍنړۍ ته د منلو وړ نه دى. پاکستان بايد وشرمېږي چې دغه ډول قانون پر بېوزله پښتنو پلى کوي او ځان ته اسلامي هېواد هم وايي . نيولشوې پښتونخوا کې بايد ولس ته خپل ژبنى، سياسي، اقتصادي او بشري حق ورکړاى شي.
د افغانستان د دولت له اوسنيو اوراتلونکوچارواکوڅخه غوښتنه:
زه د وخت له دولت نه غوښتنه او ورته سپارښتنه کوم چې خپلو خبرو او اصطلاحاتو ته پام وکړي. دوى دې دډيورنډ د تپل شوې کرښې هاخوا پرتې سيمې د "نيول شوې پښتونخوا" په نوم يادې کړي او په جملو او کلمو کې دې په لاندې ډول ووايي او وليکي:
د پاکستان له خاورې زموږ پر خاوره بريد يا تېري کولو پرځاى بايد وويل او وليکل شي:
د نيولشوې پښتونخواڅخه بريدونه او تېري کېږي.
په نيول شوې پښتونخوا کې د تروريزم مرکزونه دي.
له نيولشوې پښتونخوا څخه پاکستاني پوځ ړندې ډزې کوي.
خوکه کوم تېرى، لاسوهنه، ډزې چې له جيلم هاخوا څخه شوي وي، هغو ته بايد د پاکستان له خاورې څخه وويل او و ليکل شي.
د وخت دولت ځينې ادارې،اوکارکوونکي په لاشعوري ډول د هېواد سياسي نقشه کې د ډيورنډکرښه د ټکى ټکى(......) يانې نامنل شوې کرښې پرځاى د پوره يا رسمي کرښې په ډول انځوروي او کاروي. يادونه کوم، چې د نړيوالومعيارونولمخې دډيورنډکرښې په ډول کرښې،د ناڅرګندو او ناپېژندل شويو پولو په ډول په ټکي ټکى رسمېږي. او له دولت او ولس څخه غواړم چې د هېوادنيمګړې نقشه دې په خپلونخښو او مونوګرامونو کې نکاروي.
د برتانيا او متحده ايالتونوڅخه غوښتنه
دبرتانيااومتحده ايالاتودولتونوڅخه غوښتنه کوم، چې د ډيورنډدکرښې په څېرزاړه استعماري تړونونه په ولسونو مه تپۍ، دا ولسونو ته د منلو وړ ندي، دا به ولسونه ستاسې پر ضد راوپاروي او پايلې به يې د دوى او ولس لپاره د اندېښنو وړ او ستر زيان لرونکي وي .
ملګروملتو څخه غو ښتنه
د ډيورنډ کرښه پر پښتون ولس د جبر، ناروا، بشري حقونو ترپښولاندې کول او بېلتون کرښه ده، زما پر اند اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې د ډيورڼد د کرښې دواړوخواووته دتپلشويو جګړو، بې باوريواو نړيوالو ناسمو سياستونو له امله امن، سوله او خپلواکي نشته، نو حقيقي ارادو او اندونو څرګندول ناشوني دي. د ډيورنډ کرښې پهکله پرېکړه د ښکېليو هېوادونو حق نه، بلکې د دواړو لوريو ولسونو يوازېنى او ځانګړى حق دى. زموږ په اند پرېکړه هغه وخت د منلو وړ کېداى شي، چې پښتون ولس دواړه لوري، سوله او خپلواکي ولري.
زه ملګرو ملتو ته سپارښتنه کوم چې زموږ سيمه ، افغانستان او پاکستان ملتونه اوس په ډېر بحراني او کړکېچن حالت کې ښکېل دي، نو په دغه ډول حالاتو او وخت کې د ډيورنډ د د نامنل شوې کرښې غوندې مهمې، تاريخي او کړکېچنې مسئلې په هکله د هېڅ ډول غوښتنې او پرېکړې ملاتړ ونکړي.