د پښتونخوا له خپلواکۍ يا په مستقيم ډول د افغانستان له برخه کېدو پرته د ډيورنډ د ستونزې بل حل نه منو.
د پښتونخوا له خپلواکۍ يا په مستقيم ډول د افغانستان له برخه کېدو پرته د ډيورنډ د ستونزې بل حل نه منو.
د پښتونخوا له خپلواکۍ يا په مستقيم ډول د افغانستان له برخه کېدو پرته د ډيورنډ د ستونزې بل حل نه منو.
د روانې اونۍ له پيله په چاپي او غږيزو رسنيو کې داسې ډنډورې خپريږي، چې ګواکې د کابل حکومت د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې پر سر معاملې ته زړه نازړه دى، ددغې نامنلشوې اونمنونکې کرښې بل هر ډول حل، د پښتونخوا له خپلواکۍ يا پښتونخوا په مستقيم ډول د افغانستان له برخه کېدو پرته نه منو.
د ډيورڼد کرښې سيمه د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا د پښتنو شريکه برخه ده.
زه د ډيورنډدکرښې او پښتونخوا په اړه راپورته شويو نويو خوځښتونو پهکله ولس، دولت او ښکېلواړخونو څخه لاندې غوښتنې او سپارښننې لرم:
د ډيورنډدکرښې تاريخچه
د ډيورنډکرښه يوه نا څرګنده، نامنل شوې، استعماري او تپل شوې کرښه نه بلکې د پښتنو سيمه ده، چې تر اټکه او جېلم پورې غڅېدلې ده، چې د افغانستان او نېولشوې پښتونخوا پښتانه يې په شريکه څښتنان دي. د بهرنيو يرغلګرو په ځانګړي ډول د انګرېزانو سره د افغانستان او پښتونخوا تاريخ او جګړې د لمر پشان روښانه دي، چې تر جېلم پورې نېولشوې پښتونخوا د افغانستان او نېولشوې پښتونخواد پښتنو شريکه برخه ده، ددې پهکله پرېکړه په يوازې د افغانستان او يا نيولشوې پښتونخوا پښتانه هېڅکله نشي کولاى، ترڅو دواړو لوريو ته د منلو وړ نوي.
دغه سيمه د برتانوي هند د پرمختګ تګلارې ( پاروډ پاليسي) څخه وروسته د وېش او حکومتکولو تګلارې (ډيوايډانډ رول پاليسي) لمخې په ١٨٩٣ زېږديز کې د پښتنو سره د دښمنۍ پر بنسټ، د پښتنود وېش لپاره د هغه وخت پر حکومت، د برتانيې استعماري امپراتورۍ په درغليو داسې سيمه اعلان کړې وه، چې په چارو کې به يې د برتانيې حکومت د افغانستان حکومت سره مرسته کوي، ماليه او نور عايدات چې راټولېږي،ځاىي حکومت به عادي لګښت ورڅخه پوره کوي او پاتې پيسې به د افغانستان حکومت ته سپاري، دغه خبره زموږ په ژوندي تاريخ کې يوبل ته راپاتېږي . د يادونې وړ ده، چې دغه ورکړه د وخت امير عبدالرحمن خان ته ځينې ناخبره کسان د تنخا او يا باج په نامه هم يادوي. ځينې ناخبره تر اوسه د کوم تړون لاسليک ته اشارې کوي، هېڅ چا د امير لاسليک شوى سند ندى ليدلى، که کوم ليکلى او يا ويلى سند وي هم، يواځې د يو کس چې په سياسي ډول يرغمل شوى لاسليک يا هوکړه ده او هېڅ د منلو وړ نده .
د نړيوالو منل شويو قوانينو پر بنسټ د دولت نوى واکمن دا حق لري چې زاړه تړونونه بې اعتباره اعلان کړي، ځکه چې نوي دولتونه نوي حقوقي شخصيتونه لري، پخواني تړونونه له هغو سره ندي لاسليک شوي.
نړيوال تړونونه مشخصې ځانګړنې لري، چې له يوه نه بل ته لېږدېدلاى نشي، هغه حقوق او وجايب چې د له منځه تللي جوړښت د تړون پر بنسټ منځته راغلى وي، بل ته په ميراث نه پاتې کېږي او د اصولو له مخې که لورى له منځه ولاړشي، د هغه حقونه او وجېبې هم ورسره له منځه ځي. کله چې يوه برخه له يو هېواد نه بېله شي دا برخه بايد په ازاد ډول د خپلو تړونونو په اړه خبرې وکړي. هندي برتانيې سره تش په نامه شوى تړون د هېڅ قانون له مخې پاکستان ته په ميراث نشي پاتې کېداى.
تر امير عبدالرحمن خان راوروسته دافغانستان په تاريخ کې تر اوسه پورې هېچاد نيولشوې پښتونخواسيمه دپاکستان برخه نده بللې اود افغانستان تېروحکومتونووخت پروخت نيولشوې پښتونخوا د هېواد نبېلېدونکې برخې لپاره هرډول قربانۍ ته چمتوالى ښودلى.
امير عبدالرحمن خان له انګرېزانوڅخه خپه و ،خود خپل واک ساتلو په مجبورۍ کې يې دانګريزانو ملګرتياکوله، دى د خپلو خاطراتوکتاب د دويم ټوک په 159مخ کې ليکي : ((انګريزان وايي: موږ دافغانستان په لور نورو مځکو ته اړتيا نلرو... خو له بلې خوا د بلوچستان د خواجه په غونډيو کې د تونل ايستلوهوډ لري ....لکه زماپه کولموکې چې چاړه وهي)).د اسنادو لمخې څرګندېږي چې عبدالرحمن خان دډيورنډکرښې هاخوا يو شمېر مېشتووګړوڅخه خپه و او هغه يې ياغيان بلل ، د هغه دا شان احساساتي او غيرمسئولانه چلندد نيولشوې پښتونخوايو لامل ګڼلاى شو.
پښتنو مشرانو نيولشوې پښتونخوا کې د خپل برخليک د ټاکلو په لار کې په کلونو کلونو زندانونه او تبعيدونه ګاللي دي د بېلکې په توګه خدايي خدمتګاران، خو د خپلې ازادۍ بيرغ يې لوړ ساتلى دى. خداى بښلي مشر پاچا خان د 1967 د پښتونستان دورځې په وينا کې وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا کوي چې د پاکستان له جوړېدوتر مخه په پښتونخواکې ولسپوښتنه (ريفرنډم) وشو .زه دا په کلکه داسې ردوم :
١: ولسپوښتنه يا ريفرنډم نارې د برتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلو باندې پيل شوې چې موږ ته د منلو وړ نه وې .
٢ : هغه د محدودو رايو پر بنسټ وې.
٣ : پر رايو ورکولو باندې څارنې او لار ښوونې نوې.
٤ : په راى ورکولو کې زياته لاس وهنه وشوه .
٥ : په راى ورکولو کې ډېرى پښتنو برخه نه وه اخيستې.
ځينې دروغجن په نيولشوې پښتونخوا کې دانګريزانو لخوا چې کوم دروغجن او ډېر خاينانه توګه پلى شوې ولسپوښتنه يا (ريفرنډم) ته اشارې کوي، په دغه ولسپوښتنه کې ولس ته دوه انتخابه ول. چې په ولسپوښتنه کې يو لوري ته قران کريم او بل لور ته د هندي مذهب توکي ايښيول او د نيولشوې پښتونخوا ولس ته يې ويل چې کوم يو غواړئ؟
په دغه ولسپوښتنه کې بايد پوښتنې په لاندې ډول شوې واى:
چې ځانته هېواد ، افغانستان سره يو کېدل،پاکستان سره پاته کېدل اوکه هندوستان سره پاته کېدل غواړئ؟ دغه پوښتنې د پښتونخوا د ولس خداى او قانون ورکړى حق و چې ندى ورکړل شو‌ى. همدارنګه که دغه ولسپوښتنه شوې هم وي، د پښتنو چې پردغه سيمه يې تر ننه د وينو سيلابونه روان دي، نور د افغانستان او نيولشوې پښتونخوا ولس په يوازې دا حق نلري چې د بل چاسره ولاړشي.
تر دې ليکنې پورې په نيولشوې پښتونخوا کې پاکستان په ٦٦ کلونو کې پښتون ولس ته خپل ژبنى، سياسي، اقتصادي او بشري او قانوني حق ندى ورکړى، چې د شرم ځاى دى.
د پاکستان دولت څخه غوښتنه
د پاکستان د دولت د تېريو او تش په نوم ولکې لاندې پښتونخوا کې ډېر زور، زياتى، ناروا، نسل وژنه، حق خوړنه اوبشري ناورينونه د پاکستان د دولت لخوا روان دي، چې پکې د ننني عصر اسلامي او غير اسلامي قوانين ټول تر پښتو لاندې کېږي. د پاکستان دولت دغو انسانيت ځوروونکو ظلمونو اوتېريولړۍ ته بايد د پاى ټکى کېږدي. د قبايلي او مرکزي پښتونخوا د ډلييزوځورونو قانون يا "اپ سي ار" بايد پاى ته ورسوي، د دغه قانون لمخې د قبايلي پښتونخوا ولس دغوښتنې يا اپيل، وکيل،او دليل حق نلري، د زوى په جرم پلار، ورور، خپلوان ،خېل، قبېلې اوسيمې خلک نيول، کنځل، رټل، زنداني او تاواني کېږي، دغه د بشريت ضد قانون اوسنۍنړۍ ته د منلو وړ نه دى. پاکستان بايد وشرمېږي چې دغه ډول قانون پر بېوزله پښتنو پلى کوي او ځان ته اسلامي هېواد هم وايي . نيولشوې پښتونخوا کې بايد ولس ته خپل ژبنى، سياسي، اقتصادي او بشري حق ورکړاى شي.
د افغانستان د دولت له اوسنيو اوراتلونکوچارواکوڅخه غوښتنه:
زه د وخت له دولت نه غوښتنه او ورته سپارښتنه کوم چې خپلو خبرو او اصطلاحاتو ته پام وکړي. دوى دې دډيورنډ د تپل شوې کرښې هاخوا پرتې سيمې د "نيول شوې پښتونخوا" په نوم يادې کړي او په جملو او کلمو کې دې په لاندې ډول ووايي او وليکي:
د پاکستان له خاورې زموږ پر خاوره بريد يا تېري کولو پرځاى بايد وويل او وليکل شي:
د نيولشوې پښتونخواڅخه بريدونه او تېري کېږي.
په نيول شوې پښتونخوا کې د تروريزم مرکزونه دي.
له نيولشوې پښتونخوا څخه پاکستاني پوځ ړندې ډزې کوي.
خوکه کوم تېرى، لاسوهنه، ډزې چې له جيلم هاخوا څخه شوي وي، هغو ته بايد د پاکستان له خاورې څخه وويل او و ليکل شي.
د وخت دولت ځينې ادارې،اوکارکوونکي په لاشعوري ډول د هېواد سياسي نقشه کې د ډيورنډکرښه د ټکى ټکى(......) يانې نامنل شوې کرښې پرځاى د پوره يا رسمي کرښې په ډول انځوروي او کاروي. يادونه کوم، چې د نړيوالومعيارونولمخې دډيورنډکرښې په ډول کرښې،د ناڅرګندو او ناپېژندل شويو پولو په ډول په ټکي ټکى رسمېږي. او له دولت او ولس څخه غواړم چې د هېوادنيمګړې نقشه دې په خپلونخښو او مونوګرامونو کې نکاروي.
د برتانيا او متحده ايالتونوڅخه غوښتنه
دبرتانيااومتحده ايالاتودولتونوڅخه غوښتنه کوم، چې د ډيورنډدکرښې په څېرزاړه استعماري تړونونه په ولسونو مه تپۍ، دا ولسونو ته د منلو وړ ندي، دا به ولسونه ستاسې پر ضد راوپاروي او پايلې به يې د دوى او ولس لپاره د اندېښنو وړ او ستر زيان لرونکي وي .
ملګروملتو څخه غو ښتنه
د ډيورنډ کرښه پر پښتون ولس د جبر، ناروا، بشري حقونو ترپښولاندې کول او بېلتون کرښه ده، زما پر اند اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې د ډيورڼد د کرښې دواړوخواووته دتپلشويو جګړو، بې باوريواو نړيوالو ناسمو سياستونو له امله امن، سوله او خپلواکي نشته، نو حقيقي ارادو او اندونو څرګندول ناشوني دي. د ډيورنډ کرښې پهکله پرېکړه د ښکېليو هېوادونو حق نه، بلکې د دواړو لوريو ولسونو يوازېنى او ځانګړى حق دى. زموږ په اند پرېکړه هغه وخت د منلو وړ کېداى شي، چې پښتون ولس دواړه لوري، سوله او خپلواکي ولري.
زه ملګرو ملتو ته سپارښتنه کوم چې زموږ سيمه ، افغانستان او پاکستان ملتونه اوس په ډېر بحراني او کړکېچن حالت کې ښکېل دي، نو په دغه ډول حالاتو او وخت کې د ډيورنډ د د نامنل شوې کرښې غوندې مهمې، تاريخي او کړکېچنې مسئلې په هکله د هېڅ ډول غوښتنې او پرېکړې ملاتړ ونکړي.
له قبايلو د اپ سي ار لرې کېدل او هغه په پښتونخوا ورګډېدل د چا څومره مسئوليت و او دى
له قبايلو د اپ سي ار لرې کېدل او هغه په پښتونخوا ورګډېدل د چا څومره مسئوليت و او دى
د هر پِښتون او هر انسان مسئوليت د يوه پښتون او انسان په ډول زما دا مسئوليت دى چې د پښتنو او بل هر بشر لپاره انصاف او عدالت وغواړم هغوى سره ناقانونه کړنې وغندم او مخنيوى يې وکړم تاسې ګورئ چې په افغانستان او پاکستان کې پښتنو سره په هره ناروا مو غږ اوچت کړئ او په نيولشوې پښتونخوا کې د انګريز لاقانونيت او اپ سي ار په اړه له افغانستانه زما ليکنې ليدلاى او پيدا کولاى شي نور چپ ول. له پښتنو سره په زور زياتي بايد هېڅ پښتون چپ پاته نشي او تر خپل وسه غږ اوچت کړي. کېداى شي زما ليکنې ددې سبب شوي وي چې پاکستان وننګېږي او هلته په ولسي جرګو کې د اپ سي ار انګرېزي قانون په اړه وشرمېږي. د کابل د حکومت او ولسي جرګو مسئوليت د کابل تپلشوى حکومت، ولسي او مشرانو جرګې دا مسئوليت لري چې بايد خپل غږ اوچت کړي او قبايلي سيمې د افغانستان نه بيلدونکي برخې رسمي پرېکړه وکړي او د پاکستان کړنې وغندي، خو هغوى به څه وکړي هلته پخپله خاوره يې قونسلګرۍ جوړې کړي او بې شرمه قونسل يې هلته ناست وي. خو افسوس د کابل د تپلشوي حکومت پرحال دى هغه خاوره چې دوى پرې حق لري او بايد د کابل حکومت او ولسي جرګو د افغانستان خاوره په قانوني ډول تصويب کړې واى، هغوى بېړاګانو ورته کتل او پاکستان هلته بمبارۍ کولې، د ولس کورونه يې نړول، دا ددوى لپاره شرم او ننګ دى خو... خو څوک د رولا غني خاوند به دا کار وکړي، هغه په کمپاين اخته دى چې پنځه کاله نور څنګه پښتانه ووژني او د هېواد ٤٠ سلنه پاتې ولس څنګه وشکوي او د خوارۍ کندې ته يې ټيلوهي، رولا جانه په رسنيو کې مرکې کوي "که شوهر اش نې بلکې بابه کلان او پشتون بود و دين او اسلام است" ساده پښتون به اوس د رولا په خبرو هم تېروځي. نيولشوې پښتونخوا کې اوسيدونکو مسئوليت د نيولشوې پښتونخوا د درې ټوټې بدن دوه برخو ټپ کوشير شو، هلته د پاکستان لخوا د انګريز غير انساني او غير اسلامي قانون اپ سي ار مات شو دا د ټولو لپاره پرمختګ دى او په ځانګړي ډول پښتون ژغورنې غورځنګ لاسته راوړنه ده. اوس د کوټېوالو او خيبر پښتونخواوالو مسئوليت دى چې د يوځاى کېدو خبره وکړي او دوه پاتې ټوټې پښتون يو کړي او بيا خپل پوره حقوق وغواړي، هلته حکومت، ښوونه او روزنه په پښتو ژبه او خپل قوانين جوړول وغواړي
پاکستان څخه د جګړې ګټلو راز په کابل کې پروت دى
پاکستان څخه د جګړې ګټلو راز په کابل کې پروت دى
پاکستان څخه د جګړې ګټلو راز په کابل کې پروت دى
دې کې هيڅ شک نشته چې لر او بر پښتانه افغانان د لوى افغانستان غوښتونکي و او دي، خو تر هغې چې کابل کې واک ريښتنو او په هېواد مينو افغانانو ته پلاس ورنشي نو افغان وژنه په کابل، کوټه او پېښور کې نه بنديږي او د اريا ټوله سيمه به په کړکيچ اخته وي.
پاکستان څڅه د جګړې ګټلو راز په کابل کې پروت دى، دغه جګړه ملي هوډ او ملي مديريت ته ژمن کسان د لاندې او دې ته ورته تګلارو په پلي کولو پرته له جګړې ګټلاى شي.
په پاکستان لومړى ګدار له هغه ځايه هېواد ته په عزت خپل مهاجر راستنول دي چې له بدمرغه اوسني حکومت پروګرامونه د مهاجرو د ستنيدو لپاره د نشت برابر دي.
دوىم: ملت بايد نور له خوبه راپاڅي مخالفين او حکومت دې ته مجبور کړي چې له ځانغوښتنو تېر شي او ملي ګټو ته په ژمنتيا پردى تپلشوې جګړه پاى ته ورسوي.
دريم: افغاسنان بايد د کرنې په برخه کې نويو تخنيکونو ته مخ کړي چې د خوراک له اړخه بسيا شي، لبدمرغه د ولس او حکومت دواړو پروګرامونه پدغه برخه کې د نشت برابر دي. ترڅو پاکستاني پيداور ته نه وويلاى شئ.
دريم: افغانان بايد نيولشوې پښتونخوا او بلوچستان کې ولسونه او د هغوى مشران د پاکستان له تېريو ژغورنې او د هغوى سر او مال ساتنې ژمنه ولري او هغوى ته په افغانستان کې د اوسيدو او پنځيدو حالات برابر کړي.
څلورم: د نيولشوې پښتونخوا او بلوچستان پانګوالو او سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې او هستوګنې قانوني لارې چارې برابري کړي او هغوى ته په افغانيت وياړ کولو موقع برابرولو سره د پاکستان ملا ماته کړي.
پنځم: افغانستان بايد د پښتونخوا اوسيدونکو په تګ راتګ هېڅ ډول بنديز ونلري اوهغوى ته د افغان کيدو قانوني لارې چارې هواري او د افغانستان د قوانينو تابع يې کړي.
دغه او دې ته ورته نورې چارې، پاکستان له جګړې پرته فتحه کولاى شي. په ياد ولرئ چې پاکستان له افغانستان څخه جګړه نشي ګټلاى. د ډيورنډ پرکرښې جګړې د پاکستان په زيان دي، دغه جګړه ګټل د ديورڼد د کرښې دواړ غاړو پښتنو يوالي ته اړتيا لري دوى بايد جګړه پخپل لاس کې واخلي او د دواړو غاړو له شره ځان وژغوري.
دولسم اګست 12 August دا د پښتنو د تاریخ هغه توره ورځ ده چې د پاکستان او هند د بیلتون نه پوره یو کال وروستو په دولسم اګست په بابړه کې د مسلم لیګ د حکومت د واکمن قیوم خان په ويئنا په تش لاس پښتنو ښځو ماشومانو او زلمو ناتاره ډزې وکړې او
دولسم اګست 12 August دا د پښتنو د تاریخ هغه توره ورځ ده چې د پاکستان او هند د بیلتون نه پوره یو کال وروستو په دولسم اګست په بابړه کې د مسلم لیګ د حکومت د واکمن قیوم خان په ويئنا په تش لاس پښتنو ښځو ماشومانو او زلمو ناتاره ډزې وکړې او
شپږ نیم سوه پښتانه يې اوژل-دا هغه منافق قیوم خان وو چې پخپل لیکلي کتاب (ګولډ اینډ ګڼ)کې يې لیکلي وو چې پښتنو ته دې ځانله وطن ازاد وطن پښتونستان ورکړی شي-وس راته هم دلته ژوندي منافقین مخې ته ودریږي چې خپل کتابونه او نظمونه يې د پښتون پښتونستان او ازاد وطن د سندرو ډک کړي خو په عملي توګه....................
د قیوم خان منافق ويئنا ده چې پښتانه دې شکر دې وباسي چې دغه وخت د پولیسو او سیکورټي والا سره کارتوس خلاس شو ګنې زرګونه مې نور هم وژل-نن د پښتون زلمي دومره برین واش شوی دی چې ما اخوا دیخوا نن هیچرته ونه لیدل چې چا خپل دا بیګناه پښتانه شهیدان یاد کړل--زه هیڅ نه وایم خو دومره ضرور په نن ورځ وایم چې چا خپل تاریخ هیر کړی د نړۍ د مخه هغه قام ختم شوی --
هرچا پرې خپل رنګونه ورتپلي برګ چوپر دی
د قام بچی مې داسې د خپل رنګه وتی دی
(سوی لوی عندلیب)
پاکستان پښتانه په چوڼيو، بمباريو، ترهګريو او د انګريز په قانون (FCR) نشي خپلولاىپاکستان پښتانه په چوڼيو، بمباريو، ترهګريو او د انګريز په قانون (FCR) نشي خپلولاى
پاکستان پښتانه په چوڼيو، بمباريو، ترهګريو او د انګريز په قانون (FCR) نشي خپلولاى

پاکستان د خپل پيدايښت څخه ترننه د پښتنو سره دومخي کوي او د پښتنو خداى (ج) ورکړى او جمهوري حق نه ورکوي. په پاکستان کې ترننه په پښتنو د انګريز د وخت قانون چلېږي چې لمخې يې پښتانه د اپيل، دليل او وکيل حق نلري. د لا زياتو مالوماتو لپاره Frontier Crime Regulations ګوګل کړئ. د وزيريستان بمبارولو او له هغه ځاى څخه د وزيرو او مسيدو وژولو او ګډه کولو څخه وروسته په سوات کې د پاکستان پوځ چاوڼۍ د څه لپاره جوړیږي پدې هکله مختار خان یوسفزي د مشعل راډيوته ويلي: په سوات کې د چاوڼۍ جوړول نه د سوات د خلکو ، غوښتنه وه ، نه یې فرمایش وو او نه یې ضرورت وو او نه هم خلک په دې خوشاله دي .


تورمخى تاسې مني که تاسې تورمخې پسې ورنغلئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ #پژغ ته ددې اړتيا نشته چې په لاهور او کراچۍ کې لاريونونه وکړي په نيولشوې پښتونخوا کې هلېځلې کول به غورځنګ له هغو تېروتنو وساتي چې د پښتونستان، کابل اواسلام اباد ترمنځ نوورو مشرانو په منډو وهلو لارې ورکې کړي وي او د هغو نادودو له امله هغوى نه د کابل نه د پښتونخوا او نه د اسلام اباد شول چې په ترځ کې يې ترننه د پښتون وينه توېږي.

تورمخى چې هر چېرته وى هغوى پښتون په مشرتابه مني خو که پښتون په خپل ځاى او هوډ ودريدو او له تورمخې څخه يې پښتونخوا نه غوښلته. له تورمخې څخه يې پښتونخوا نه غوښلته، له تورمخې پښتونخوا مه غواړئ هغه ستاسې ده، مديريت ته شئ، د پښتون ستونزه د مديرت او سياست ده نه د احساساتي منډو ترړلو.

پژغ
پژغ

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پژغ) ته نور نومونه مه ورکوئ لکه پښتون تحفظ غورځنګ يا پښتون تحفظ مومينټ او نور. #پژغ يې لنډيز دى چې غوره مانا لري.

همدارنګه #پژغ ملګري بايد په نيولشوې پښتونخوا کې د اسلام او پښتونولۍ په رڼا کې د خپلو حقوقو او قوانيونو جوړلو غوښتنې ولري چې لومړي او دويم حل کې وړاندې شوي. ددې خبرو هېڅ اړتيا نشته چې د بلچا غيراسلامي قوانينو لاندې پښتون ژغورنه وغواړي، د اسلام او پښتونولۍ له قوانينو پرته نورهېڅ ډول قوانين د پښتنو په درد نه خوري او نه پښتانه ژغورلى شي. په افغانستان کې مېشت پښتانه بايد د غورځنګ غوښتنې وڅاري او د هغو په رڼا کې له غورځنګ سره همکاري وکړي. اوس د #پژغ غوښتنې د دويمې درجې لومړيتوبونو خپلولو د درشل په لور روانې ښکاري چې لاندې ډول دي:

دويم د وخت حل (دا يوازې د نيولشوې پښتونخوا د پښتنو او پاکستان په ګټه دى)

١- په نيولشوې پښتونخوا کې د پښتنو توکموژنه (جينوسايډ) بندول.
٢- پښتونخوا کې د حکومت يا سرکار او ښوونې يا تعليم ژبه پښتو کول، قوانين د اسلام او پښتونولۍ پر بنسټ جوړول.
٣- د پښتونخوا د سرچينو ګټې په پښتونخوا کې لګول.
٤- خيبر پښتونخوا، قبايل او سويلي پښتونخوا سره يوځاى کول او ټول سياسي حقوق ورکول.

لومړى او تلپاتې حل د ټولو په ګټه:

١- د نيولشوې پښتونخوا پښتانه بايد د خپلواک هېواد پښتونخوا غوښتنه ولري او بس. که دا ستونزمن وي چې تلپاتې حل دى او د ټولو ګاونډيو هېوادو او حتا د پاکستان هم په ګټه دى (پدې هکله زما نورې ليکلې وګورئ) د پښتنو او بلوچو ذهينت د پنجابي او سيندې څخه بدل دى، دوى کله هم ګډ سوليز ژوند نشي کولاى نو ترهغو چې دوى د پاکستان برخه وي د پاکستاني، پښتون او بلوچ وينه به ناحقه توېږي.

اتل ذاهدالدین پکتیاوال دى
اتل ذاهدالدین پکتیاوال دى
ذاهدالدین پکتیاوال ژوندى دى او رڼې رڼې پرديو ګوډاګيو او پرديپالو ته ګوري، د تل لپاره خپل د حق غوښتنې پرلت روان ساتي. هر په سوله مين بايد د پکتیاوال انځور پخپل کور، وره، کمپيوټر او ګرځنده پرده ولږوئ، همدارنګه د ټولنيزو رسنيو په پروپايلو او خپلو کارځايونو کې يې ولږوئ.
ګوډاګيه تا په ډېره بېشرمۍ د ارواښاد تن له روحه بيلولو ناکامه او شرميدلې هڅه وکړه، د پکتیاوال سپيڅلى او پياوړى روح به اوس تر سل مليونه ډېر پښتانه علمي او فکري مبارزى ته تياروي چې ستا وحشت او بربريت ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه په نورولاره ستا وحشت موږ ته خنډ دى.
ستا وحشت او بربريت ونشوکولاى چې د پکتياوال سترګې پټې کړي ارواښاد د کابل پرګدۍ ناست او د ساتنې په نوم د ملګروملتو ترپرېکړې لاندې راغلو بهرنيو ته وايي شرم وغواړئ زما د سوليز پرلت ساتنه ستاسې فرض او دنده وه خو تاسې زما د وژلو ناکامه هڅه وکړه، زه به اوس د هر سوله غوښتونکي په زړه کې تلپاتې ژوندى يم او تاسې به رټم.
پکتياوال د افغان ملت اتل دى، هغه خپل ژوند د تېريو د بربنډولو لپاره قربان کړ موږ يې قدر کوو. خو د هغه د مړينې پړه د وخت پر حکومت دى، حکومت بايد ملت او د هغه کورنۍ ته ځواب ووايي، ځکه سوليز احتجاج د هر وګړي حق او د افغانستان د هر وګړي امنيت ساتل د حکومت دنده ده.