https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د کابل د حکومت پخواني او اوسني چارواکي چې راتلونکې ولسمشرۍ ته نوماند دي، پاکستان ته تګ يې بېړاتوب او دښمن ته تسليمېدل دي
Copy link Copied
د پاکستان حکومت او اړوندې ادارې يې د افغانستان لومړي درجه دښمنان دي او هلته د کابل د حکومت د پخوانيو او اوسنيو چارواکو تګ بېړاتوب او دښمن ته تسليمېدل دي. همدارنګه انګازې دي چې د ملي امنيت پخوانى مشاور او اوسنى غيرقانوني ځايناستي ولسمشر اسلام اباد ته ځکه سفرونه کوي چې پر ډيورنډ کرغېړنې کرښې د اغزن تار په بدل کې د کمپاين لپاره پيسې او نفوذ ترلاسه کړي.

موږ دغه کرغېړن سفرونه د هېواد د لکونو شهيدانو له وينو او د هغوى له کونډو او يتيمانو سره جفا او ملي خاينت ګڼو او په کلکو ټکو يې غندو، هيله ده ولس خرڅشوي او تپلشوي نور وپېژني او راتلونکو ټاکنو کې په داسې تاريخي ډول ورټي چې بيا هيڅوک د پرديپالنې هوډ ونکړي، که افغانانو داسې وکړل نو پردۍ جګړې به يې له سره لرې شي.

نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماند