اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د طاهر داوړ وژلو دا کره کړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه له ولس سره بې مسؤليته او ناوړه چلند کويد طاهر داوړ وژلو دا کره کړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه له ولس سره بې مسؤليته او ناوړه چلند کويد طاهر داوړ وژلو دا کره کړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه له ولس سره بې مسؤليته او ناوړه چلند کوي
د طاهر داوړ وژلو دا کره کړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه له ولس سره بې مسؤليته او ناوړه چلند کوي
تړاو کاپي کاپي شو
2018-11-15
طاهر داوړ د پاکستان د پوليسو لوړپوړى چارواکى و، په اسلام اباد کې ورکېږي، په مرموز او وحشي ډول وژل کېږي، مړى يې د ډيورنډ کرغېړنې او نامنل شوې کرښې ته نږدې غورځول کېږي.

د پاکستان ادارې دومره کمزورې شوي چې د مړي په سر کېښودل شوى ليک يې چيغې وهي چې پښتو يې داسې کس ليکلې چې هغه تل په اردو ليکل کړي. کرمينل تخنيک خو پرځاى پرېږدو يوازې دا ليک پرته له شکه ښيي چې دغه وژنه پاکستاني کړيو کړې چې ستره موخه يې په پاکستان کې دولتي کسانو کې ترهه خپرول دي چې د حکومت پر بډ کسانو سره به داسې چلند کېږي.

له نامنل شوې کرښې دېخوا غورځولو موخه يې د نيولشوې پښتونخوا او افغانستان د پښتنو ترمنځ تاوتريخوالي پيدا کولو ناکامه هڅه ده، اوس په دغه ډول ناوړه کړنو د دواړو غاړو د ولسونو ماشومان هم پوهېږي چې دا د پنجابي کرغېړنتوب او ژويتوب څخه پرته بل څه نشي کېداى. دا د پنجابي پاکستان له پښتون قوم سره وحشت او بربريت څرګندوي.

د افغانستان حکومت بايد د طاهر داوړ مړى لومړى دده خپلوانو ته ښودلى واى او تر هغې وروسته يې پوسټمارټم ترسره کړى واى، او د کرمينل تخنيک د بشپړو څېړنو په پايله کې يې د هغه د وژنې وخت، ځاى، لاملونه او نور تخنيکي مالوماتو پيدا کولو وروسته سپارلى واى. دا مړى پرته له پوسټمارټم او څېړنو سپارل د کابل د حکومت بې مسؤليتي او ناپوهي څرګندوي، لکه په نورو ډېرو برخو کې دلته هم حکومت پاتې راغلى.

پاکستان کې پښتانه او نور لږکي بايد د طاهر داوړ په مړينه چپ پاتې نشي، په پاکستانيو ادارو باور ونکړي، خپلو کې سره همدردي او همکاري وکړي ترڅو د پنجاب له بربريت څخه وژغورل شي او خپلواکي ترلاسه کړي. موږ له دوى سره د پاکستان ناوړه چلند په کلکو ټکو غندو او د حق ملاتړ يې کوو.