کريميا له خپل پلارنى ټاټوبى سره يو ځاى شوه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د کریمیا په اړه خپل دريځ د قانون سره سم او ګورباچوپ ويلي چې د شورى اتحاد تېروتنه، سمه شوه، ځکه د شورى اتحاد په وخت کې دغه روس مېشته سيمه يوکراين ته ورکړل شوې وه.
لویدیځوالو ته اوس یوازي د غبرگون ښوول پاته دي، خو لويديځوالو تل پر کمزورى لکه افغانستان حمله او د پياوړو سره معاملې کړى. روسان پدې پوهېږي چې د لويديځوالو اقتصادى حالت کمزورى او د جګړې توان نلرى.
کله چې انګرىز له سيمې څخه تښتيده او پاکستان جوړيده، د افغانستان د وخت پاچاهۍ ته همداسې موقع پلاس ورغلې وه چې غيرت يې کړى واى او پښتونخوا کې ريفرنډم يا ټولپوښتنه يې پنجابيانو ته د پريښيدو پرځاى پخپله کړې واى، په وس يې پوره وه، خو ځان غوښتونکى کورنۍ غړو نغوښتل چې د دواړو غاړو پښتانه د يوځاى او د دوي ټولواکى د په ولسواکۍ بدله شى، نن هم د زلمى رسول مرستيالان د ډيورنډ د کرښې د منلو په تحفه کې د ارګ واکمني غواړي.