د کابل حکومت وايي ته يې پرېږده چې پاکستان څه کا؟
اى د کابل حکومته چې يې نشې کولاى نو ولې مو د نورو مخه ډبکړې؟ پاکستان ٥٣ ډزې کوي او تاسې ورته وايي چې " ملتونو تر منځ پر دوستانه اړیکو باندې نه جبران کیدونکي درانه زیانونه پریښودلی شي" لا يې پريښي ندي؟
٥٣ ميلونه ډزې غواړئ؟
لاندې د بهرنيو چارو خبرليک وګورئ:
په کابل کې مېشت د پاکستان د اسلامي جمهوريت د سفير احضارول
د زمري/اسد لومړۍ، ۱۳۹۴ل کال
کابل- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال جناب حکمت خلیل کرزي، نن له غرمې مخکې په کابل کې مېشت د پاکستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلی سید ابرار حسین د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د ډیورنډ د کرښې پر اوږدو کې یې د افغانستان پر خاوره د هغه هیواد د پوځیانو د توپونو او راکټونو د برید په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اعتراض او اندیښنې مراتب یې هغه ته ښکاره کړل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، په افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو د بریدونو د یادونې تر څنګ، وویل:
"په وروستي وار، پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو ۵۳ مرمۍ د ننګرهار ولایت د نازیانو د ولسوالۍ د سپینه ژۍ، دوه خوله، چنچرو تنګي او کمري لکر او د کونړ ولایت د ناړۍ او شیګل ولسوالیو د باتاش، ډولۍ خور او چوګام پر سیمو ورولي دي چې د یوې میرمنې په ګډون د هیواد د څلورو ملکي کسانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کیدو لامل شوي دي. د دې ډول بریدونو دوام د ښه ګاونډیتوب د ټولو اصولو او د نړیوالو منل شویو حقوقو او قوانینو په وړاندې کړنه ده او د دواړو هیوادونو د ملتونو تر منځ پر دوستانه اړیکو باندې نه جبران کیدونکي درانه زیانونه پریښودلی شي."
جناب کرزي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اعتماد او باور جوړونې د دوه اړخیزه اړیکو د ښه والي په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د هلوځلو او کوښښونو په یادولو سره، د ورته شان بریدونو دوام د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا نقض او سرغړونه وبلل، د هغوی د زر تر زره بندولو غوښتنه یې وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د خپلو خبرو په دوام وویل: "یاد شویو بریدونو د افغانستان د اسلامي جمهوریت وګړو ته نه یوازې مالي او ځاني زیانونه رسولي دي، بلکې د افغانستان د وګړو، ملي شورا او حکومت د نیوکې، کرکې، اندیښنې لاملونه یې برابر کړي دي."
په پای کې، په کابل کې د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اندیښنې او غوښتنې به د خپل هیواد مقاماتو او مسؤولو مراجعو ته ورسوي.