اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پاکستان په ١٢ اګست ۱۹۴۸ چارسده، نيولشوې پښتونخوا کې سوليز لاريونکوونکي په زرګونو ټپيان، بنديان او تر ٦٠٠ ډېر شهيدان کړل، ژوندى دې وي د بابړې د شهیدانو یاد.
پاکستان په ١٢ اګست ۱۹۴۸ چارسده، نيولشوې پښتونخوا کې سوليز لاريونکوونکي په زرګونو ټپيان، بنديان او تر ٦٠٠ ډېر شهيدان کړل، ژوندى دې وي د بابړې د شهیدانو یاد.
تړاو کاپي کاپي شو
2015-08-12
پاکستان په ١٢ اګست ۱۹۴۸ چارسده، نيولشوې پښتونخوا کې سوليز لاريونکوونکي په زرګونو ټپيان، بنديان او تر ٦٠٠ ډېر شهيدان کړل، ژوندى دې وي د بابړې د شهیدانو یاد.


د نيولشوې پښتونخوا په چارسده کې د پښتنو په سوليز لاريون د پاکستان يو کشميري چارواکي قيوم خان په امر ډزې وشوې. ددغو خونړيو ډزو په پایله کې تر شپږ سوو ډېر پښتانه چې د خداييخدمتګارانو ملاتړى وو، شهیدان او په زرګونو تنه یې ټپیان کړل او ډیر شمیر نور یې د پاکستان په جیلونو کې د ظلمونو او وهلو ټکولو په وجه مړه کړل.

له هغې ورځې چې انګريزي غلامان په اسيايي هېوادو کې په واک شوي بيا تر ننه د پښتنو سوليزې حق غوښتنې دغه ډول ځپل کېږي، او پښتون مجبور دي چې د ټوپک په شپيلۍ خبرې وکړي. د هغې ورځې په هيله چې پښتانه مشران له بهرنيو راتاوو کرښو څخه راووځي او ددغه ټوپک په شپيلۍ يوازې د پښتون د حق غوښتنه وکړي.

درنو پښتنو د طالب، ډيموکراټ، کمونيسټ، اخواني، نيشنلي او په نورو نومونو مو خلک وژلاى او حق خوړلاى شي، خو د پښتون په نوم پدې نړۍ داسې ځواک نشته چې ستاسې حق وخوري.

#SupportUnitedPashtunkhwa 
#يوه_پښتونخوا_غواړو