د پاکستان دروغجن اټومي کارپوهان چې اوس يو د بل لمن پسر اړوي، وايي د پاکستان د اټم پلار قدير خان پلندر وخوت او د بم اصلى جوړونکي نور دي؟!
له هغې ورځې چې دوى اتومي چاودنه وکړه او بيا په يو سيمنار کې ما د قدير خان وينا واوريدله، پرته له يوه سياسي پاليشي څخه ماته دده په خبرو کې د ساينسپوه د وجدان، ايمان او پوهې هيڅ ښکاره نشول.
ډېرو نامتو پېښوريانو به ويل چې قديرخان پښتون ده، د ده پښتونتوب هغه وخت دروغجن ثابت شو چې د سيمنار د چايو په دمه کې ما ورسره په پښتو روغبړ کاووه او دى ګونګ وو، نو کوربه دده تر مخ راته وويل "لېوال صاب، خان صاب پټان نهي هې، جناب کا نام خان هې"، همدارنګه دده اټومي بمونه هم دروغجن دي.
له هغې ورځې ما ډېرو ته ويلي چې پاکستان اټومي وسلې نه لري، نه يې درلودې او نه د لويديځ مريتوب دا اجازه ورکوي چې ويې لري، د لويديځ له اړخه د پاکستان اټومي چاودنه منل د رسنيو تر حده د انډيوالۍ يوه ډنډوره وه چې لويديځ د افغانستان ورانولو او سوشليزم په جګړه کې پاکستان ته د وفاداري تحفه کې ورکړه.
هو دا منلى شو چې پاکستان څه نن سبا هر څوک "مردار اټومي بم" (Dirty Bomb) يا چاودنه کولاى شي. هغه داسې چې يورانيم يا نور اتومي توکي راټول او يو ډول چاودنه ورکړه، لکه پاکستان چې په چاغى کې ورکړه، لوديځوالو او نورو ساينسي ډلو ومنله چې اټومى چاودنه وه، ځکه چې دغه چاودنه اتومي ته ورته وه.
قديرخان دا لوړه کړې وه چې ده د بم جوړولو بلوپرينټ يا تګلاره له اروپا څخه را غلا کړې، هغه دادي دده د همکارانو لخوا دروغجنه شوه، لاندې ليکنه ولولئ.
د درغو مزل لنډ وي، لاندې ويډيو کې ګورئ چې دى پيښماني څرګندوې په خپلو کړنو او وايي چې پاکستاني قوم ته په چوپړ کولو پښيمانه ده.