#پاکستان کې د بډيالنې په زرګونو کسانو لاريون کې د لومړي وزير عمران خان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې. د پاکستاني پوځ تکيه پر چين او روس ورسره د يوکراين پېښه کې د ناپيلتوب له امله دغو بډيالو د لويديځ شينڅراغ ترلاسه کړئ چې پاکستان کې ولسي حکومت رامنځته کړي.
دا چې نور لويديځ د #پاکستان د پوځ ملاتړ نه کوي د #پښتون، #بلوچ او #سيند لپاره زرينه واره ده چې ددغه خوځښت برخه کېدو سره، پاکستان کې په ولسي حکومت رامنځته کولو او پاکستاني پوځ ډډې کولو سره د پنجاب له زبېښاک څخه د وتلو لار پيدا کړي.
همدارنګه دغه نوى خوځښت به د پښتون ژغورنې غورځنګ له پاڼ او پړانګ حالت سره مخ کړي چې د ولسواکۍ د خوځښت برخه کېږي او که ناپيلي پاته کېدو سره د پاکستان پوځ ته يوازې پاته کېږي.
د پاکستان په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې پاکستان د سختې غبرګې لوبې سره مخ کېږي چې د پاڼ او پړانګ په ډول يوې خواته لويديځ او بلې خواته چين او روس دي. د غبرګې لوبې کول ډېر ګران کار دى. پاکستان پوځ اړ کېږي چې پرشاشي که نه د غني د حکومت د پوځ له برخليک سره ځکه مخ کېږي چې پاکستانى پوځ هم د ولسي بنسټونو پرځاى په بهرنيو مرستو ولاړ دى.
#نرلېوال