اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
روسيې دريځ چې د افغانانو ترمنځ بېپرې پاته کېږي ستايو هند، پاکستان او ايران څخه مو هيله ده چې د سيمې او خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې بېپري پاروسيې دريځ چې د افغانانو ترمنځ بېپرې پاته کېږي ستايو
روسيې دريځ چې د افغانانو ترمنځ بېپرې پاته کېږي ستايو
تړاو کاپي کاپي شو
2021-08-25 لمريز 1400-06-25
هند، پاکستان او ايران څخه مو هيله ده چې د سيمې او خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې بېپري پاته شي. پرېږدئ چې افغانان ستونزې پخپل نوښت حل کړي. د پاکستان لومړي وزير @ImranKhanPTI د بهرنيو چارو وزير @SMQureshiPTI ته ځانګړې سپارښتنه ده چې ناوړه درېيمګړيتوب بند کړه.

امارتوالو ته مو سپارښتنه ده چې د خپلې خپلواکۍ کره کولو لپاره هېواد ته د پاکستانيو سياستوالو په تګراتګ ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ په منځکړيتوب او درېيمګړيتوب بشپړ بنديز ولګوي. همدارنګه ټولو افغان سياستوالو يا استازو ته يې په کور دننه او بهر کې د نېغو خبرو د خونديتوب ډاډ ورکړي.

اړينه ده چې امارتوال(افغانستان اسلامي امارت) بايد له پاکستان څخه رسمي وغواړي چې د افغانستان په اړه له نورو هېواد سره خپلو مشورو ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه دا موږ په هېواد کې د پاکستان لاسوهنه ګڼو، په کلکو ټکو غندلو سره يې د مخنيوي هڅه هم کوو.

پاکستان او نورو هېواد ته تللي سياستوال که هېواد ته نشي راتلاى بايد امارتوال هلته ورشي يا نورو مخورو افغانانو څخه غوښتنه وکړي چې منځکړيتوب يې وکړي.