تر څو چې پاکستان بلوچستان او پښتونخوا پخپل حال پرې نږدي، پنجاب او سيند سره ټينګ نکړي، نه د پاکستان ستونزې حل کېږي، نه د افغانستان، نه د سيمې او نه د نړۍ.
اساسي ستونزه داده چې د پنجاب او سيند د ډيموکراسۍ او پرمختګ سره پښتانه او بلوچ ځکه تګ نشي کولاى چې په کلتوري او ذهني ډول پښتانه او بلوچ د هغوى څخه ډېر توپير لري.
پاکستان کومې هڅې او پانګونه چې د پاکستاني نشنليزم (پاکستاني قوم) لپاره په بلوچستان او پښتونخوا کې د ايل کولو او وراني لپاره کوي، که هغه د سيند او پنجاب د ابادولو لپاره وکاوري، نو موږ به يو يياوړى او ماډرن مسلمان ورور پاکستان، يوه په ځان ويسا پښتونخوا او بلوچستان ولرو چې بيابه د ناټو پشان همکاري ته هر وخت تيار وو.
خو په ټوله سيمه کې موږ د سم ويش پرځاى د دروغجنې ملتپالنې او دروغجن نشنليزم ښکار يو. د پښتونخوا او بلوچستان له امله افغانستان، پاکستان، اېران او پوره سيمه له کلونو په کړکيچ کې ده. او د کردستان له امله ايران، عراق، ترکيه او عرب په کړکيچ کې دي. دا سيمه تر هغو په همکارى نشي بدليدلاى چې هر چاته خپل حق ورنکړل شي.
نو زه ځکه ډيورنډ لين او نورې ورته ليکې نه منم.