https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

کريميا له خپل پلارنى ټاټوبى سره يو ځاى شوه

تړونى کاپي کاپي شو
کريميا له خپل پلارنى ټاټوبى سره يو ځاى شوه
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د کريميا په اړه خپل دريځ د قانون سره سم او ګورباچوپ ويلي چې د شوري اتحاد تېروتنه، سمه شوه، ځکه د شوري اتحاد په وخت کې دغه روس مېشته سيمه يوکراين ته ورکړل شوې وه.
لوېديځوالو ته اوس يوازې د غبرګون ښوول پاته دي، خو لوېديځوالو تل پر کمزوري لکه افغانستان حمله او د پياوړو سره معاملې کړي. روسان پدې پوهېږي چې د لوېديځوالو اقتصادي حالت کمزورى او د جګړې توان نلري.
کله چې انګرىز له سيمې څخه تښتېده او پاکستان جوړېده، د افغانستان د وخت پاچاهۍ ته همداسې موقع پلاس ورغلې وه چې غيرت يې کړى واى او پښتونخوا کې ريفرنډم يا ټولپوښتنه يې پنجابيانو ته د پرېښودو پرځاى پخپله کړې واى، په وس يې پوره وه، خو ځان غوښتونکې کورنۍ غړو نه غوښتل چې د دواړو غاړو پښتانه د يوځاى او د دوى ټولواکي په ولسواکۍ بدله شي، نن هم د زلمي رسول مرستيالان د ډيورنډ د کرښې د منلو په تحفه کې د ارګ واکمني غواړي.