https://www.mahasib.com
اړين دى
مزید دکھائیں...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

څه د پاسه ٨ مياشتې مخکې مې حکومت ته مشوره ورکړه چې د پاکستان د ورانيو په هکله ملګروملتو، ناټو او متحده ايالاتو ته رسمي شکايتونه وکړي.

تړونى کاپي کاپي شو

د کابل حکومت د شکايت او خبرواترو ځاى غلط کړى، د بهرنيو چارو تګلاره يې ناکامه ځکه ده چې د يو څو کسانو ګټې خوندي کوي.

لکه د زرګونو نورو پشان پاکستان سره يوځل بيا د سولې خبرې ناکامه شوې. سوال دادي چې د ترهګرۍ په جګړه کې افغانستان بايد پاکستان سره خبرې وکړي که د ملګروملتو د امنيت شورا، ناټو او متحده ايالاتو سره؟

د کابل حکومت د شکايت او خبرواترو ځاى غلط کړى، د پاکستان حکومت د ترهګرى په جګړه کې د ډېرو نورو هېوادو پڅير د ناټو او متحده ايالاتو يو کوچنى، مجبور خو ټينګ اتحادي او ملګرى هېواد دى، دوى هغه څه کوي چې متحده ايالات او ناټو يې غواړي.

که د کابل حکومت پوهېده نو ددې پرځاى چې پاکستان سره خبرې کوي، دوى به خپلو ملاتړو ناټو ، متحده ايالاتو او د امنيت شورا ته شکايت کاوه. د دوى د دومخۍ بندولو غوښتنه به يې کوله، خو د کابل حکومت هم د ناټو او متحده ايالاتو په ملاتړ رامنځته شوى او د دوى د خوښې کسان يې چارواکي ګومارل شوي، د ځينو خو ژوند په روانه جګړه پورې تړلاى، هغوى کله هم سوله نشي غوښتلاى.

د افغانستان کړيدلي، مظلوم او قدرمن ولسه، راځي چې لدې وروسته د هر وراني تاوان له ناټو، متحده ايالاتو او د امنيت شورا څخه وغواړو. هر ورانى چې کېږي، د ملګرو ملتو، ناټو، متحده ايالاتو ماموريتونو ته په کابل او نړۍ کې د سياسي، مدني او ولسي افغانانو لخوا غندنليکونه ورکړو. ټولې نړۍ ته دوى د هرڅه مسئول څرګند کړو. ځکه چې نژدې دوه لسيزې افغانستان دوى د سولې راوستو پنوم اشغال کړي، دوى سوله نشي راوستلاى، بايد نور يې افغانانو ته پرېږدي چې خپله ستونزه پخپله هوراه کړي. په افغانستان کې د ورانيو پړه د ملګروملتو د امنيت د شورا مسئوليت دى. ناټو، متحده ايالات او د ملګروملتو د امنيت شورا ده چې په افغانستان کې يې وراني ته لاره هواره کړې، پاکستان خو ددغو يو مجبور ملګرى دى، د مجبور نه غوښتنې د وخت ضايع دى.

له حکومت څخه تمه مه کوئ، له پاکستان سره افغان ولس بايد خپل سنګرونه وپېژني او هغه پياوړي کړي. دغه سنګرونه، په هېواد کې دننه د پاکستانيو توکو کارول بندول دي، د خپلواکې پښتونخوا ملاتړ کول دي، د خپلواک بلوچستان ملاتړ د "ګوادر" ګودر او ازاد ټرانزيت د کارولو په شرط کول دي، له پاکستان سره هرډول راکړه ورکړه بندول دي.

هيله ده په هېواد مين او له جګړو تنګ افغانان په هېواد او نړۍ کې دلته په يادونو کې خپله ژمنه څرګنده او دغه خوځښت ته هرکلي ويلو سره خپله اړيکه وليکي. که دا سوليز حرکت مو ونکړ خپل او د نورو بېګناه افغانانو خون به مو پغاړه وي. وړانديز: د لېوال ملي پوهې پروګرام لخوا