Home >
Copy Link Copied
په مړه ښامار سرې تورې
2016-06-18 12:04:00
زموږ د کمزورو سياستوالو له امله هره لاسته راوړنه قرباني کېږي، او هغه ځکه چې موږ مسئوليت او همت ته اوږه نه ورکوو او په لنډو لارو منزل ته رسيدل غواړو. ملاعمر، جګړې، افغانستان ورانى او نور ډېر څه نړيوالو حالاتو راوستلي اوساده پاکستانيان لکه د بيړاګانو بريتونه تاووي چې دا هرڅه دوى کړي.

څوځلې مې پاکستانيانو ته وويل چې سيند او پنجاب څخه پاکستان جوړ کړئ، نور ځان او سيمه مه ځوروئ. د ښاغلي اسپنيار خان کور ودان چې د سپک بابر په پلو يې تګ ندى کړى او بايد هېڅ پښتون دغه کار ونکړي. پښتون يو بدن دى او وي به، دا د څو ورځو سياسې جغرافيې ډېرې راغلي او تللي، د پاکستان دا به هم لاړه شي.

يوه ورځ به پښتانه يوکېږي، پښتانه په دريو برخو خپله پښتنو ويشيلي، دا د پاکستان لاسته راوړنه نه ده که نن هم لاندې باندې پښتنو د يوالي پريکړه وکړه د نړۍ يو ځواک يې هم نشي خنډ کېدلاى، بس هغوى چې ځان ته مشران وايي لږ همت ورته پکار دى.