د اسلام باد په هوايي ډګر کې په مسافرو افغان خويندو تېرى د پاکستان غير اسلامي، غير اخلاقي او غير انساني حکومت څېره او له افغانانو سره دشمني بربنډوي، افغانان بايد پر تېريکوونکي د شريعيت جاري کولو غوښتنه ولري، دغه چاره د بښلو نه ده.
"جون پر دوهمه دوه افغان خویندي «زهره او هایله» د کابل څخه اسلام اباد ته په پې آي ای کې ورسیدلې، خو هلته د هر څه قانوني اسنادو او ویزو سربېره د ایف آی ای افسر هغوی تر ۵ ساعتونو پوري انتظار کړلې او بالاخیره یې دواړې خپل دفتر ته ور غوښتې او یوه یې د پاسپورټ را وړلو په بهانه بیرون ایستلې او بیا یې دروازه بنده کړې ده او پر پاتې میرمنې يې د جنسي زورونې په موخه برید کړی. خو میرمنې چیغې کړي او پر میز پروت زنګ څخه یې په استفادې د هوايي ډګر نوره عمله را خبره کړې او خبره رسوا شوې ده.
د راپور سره سم کله چې پاکستاني افسر دروازه خلاصه کړې، او خلک راغلي دي، ټولو هڅه کړې چې دا خبره پټه کړې او میرمنو ته اجازه ورکړي چې په خاموشي سره له هوايي ډګره څخه ووځي، خو هغوی نه ده منلې او رسما یې په پولیسو کې شکایت درج کړی دی."