https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

دا د پاکستان د ملکي حکومت پنځلسم مشر

Copy link Copied

دا د پاکستان د ملکي حکومت پنځلسم مشر، لومړى وزير يا وزير اعظم دى چې د پاکستاني اجيرې اردو لخوا واک ته رسول کېږي او د پسات(فساد) په تور بې واکه کېږي. ويل کېږي چې د پاکستان هېڅ ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې، د پاکستان فوځ يو هېواد لري چې نوم يې پاکستان دى. دلته هرڅه د ولس د غوښتنو پر بډ يا خلاف د پاکستاني فوځ چې بهرنيو هېوادو لپاره په سيمه او پاکستان کې د اجرتي قاتل په ډول کارېږي ترسره کېږي او پاکستانيان د فوځ لخوا يرغمل دي، ګاونډي هېوادونه بايد د پاکستان له ناورين څخه زدکړه وکړي.


د پاکستان په ٧٠ کلن تاريخ کې سترې محکمې چې قوانين يې په بې دينۍ يا سيکولر بنسټونو چلېږي بيا بيا د اجيري اردو او نورو پټو ځواکونو په غوښتنو ملکي حکومتونه ړنګ کړي. افغانان بايد په پاکستان کې د ملکي حکومتونو ملاتړي او د پاکستاني اجرتي قاتل فوځ ګټو په بډ وي ترڅو په افغانستان او سيمه کې سوله راشي.