1
په مالايشيا يا ماليزيا کې د بې مسئوليته مالايانو
تړاو کاپي کاپي شو
په مالايشيا يا ماليزيا کې د بې مسئوليته مالايانو

په مالايشيا يا ماليزيا کې د بې مسئوليته مالايانو، چينايانو او نورو توکمونو څخه جوړ ګډحکومت پخپله تېره دوره کې په درغليو، پساد او هېواد اقتصادي شاتګ تورن شو چې ٩٢ کلن محضیر يا مهاتير (مالايي) ته يې لاره پرانسته چې يوځل بيا په غوڅه توګه د مشرتابه لپاره ټاکنې وګټي.

د مالايشيا هېواد افغانستان سره په ديني، کلتوري، ډېر توکميز جوړښت او ان د وګړو شمېر لمخې ډېر ورته والى لري. مالايان ددغه هېواد نژدې ٥٢ سلنه جوړوي، دغه هېواد ته د سفر په وخت او مالايانو سره د نژدي اړيکو لمخې دا رامالومه ده چې مالايان او پښتانه ډېر ورته والى لري. لويديځوالو پدغه هېواد کې د لږکيو له انډوخر څخه په ګټې اخيستنې، توانيدلى وو چې مالايشيا دغه شان يرغمل کړي لکه نن يې چې افغانستان د يوڅو بې مسئوليته او نادانو پښتنو، تاجکو، ازبکو، ازارو او نور په تپلو د خپلو سيميزو موخو او ګټو لپاره يرغمل کړى.

په ١٩٨١کال کې ښاغلى محضیر وتوانيده چې د هېواد له اکثريت مالايانو څخه بامسئوليته حکومت جوړ کړي. دغه حکومت ددې لامل شو چې مالايشيا د دريمې نړى له وروسته پاتې هېواد څخه په پرمختللي هېواد بدل شي. ښاغلي محضیر ته مبارکي وايم او په هېواد کې تپل شويو ته وايم چې افغانستان به هم خپل محضیر پيدا کوي د يرغلګرو او ګوډاګيو څخه به غيرتمن پښتانه، تاجک، ازبک، ازاره او نور قومونه ژغوري.

2