د متحده ايالاتو منځمحاله ټاکنو کې که څه هم په ولسي جرګه "هاوس اف ريپريزنټيټو کې ډيموکراټان ډېرى شول خو د مشرانو جرګه يا سينټ کې د جمهوريخوا ګوند ډېرى خورا د پام وړ دى. د مشرانو جرګه دا واک لري چې لوړپوي چارواکي وټاکي، بهرنيوچارو تګلارې جوړې کړي او د هغو پر کولو حکومت وڅاري، دا به ټرمپ او ملګري ددې جوګه کړي چې اجرايه ځواک کې ژور بدلوونه راولي او هرڅوک چې يې خوښ نه وي له حکومته لرې کړي.
د کانګرس يا لويې جرګې (چې په افغانستان کې ورته ملي شورا وايي) دويمه برخه ولسي جرګه ده چې د قوانيونو رامنتځه کولو، بوديجې جوړولو او پر حکومتي چارواکو د څار واک لري، دغه واک يو کس په درغليو او ناوړتيا تورنولاى شي خو بېواکه کولاى يې نشي. که ډيموکراټان لدغه ځواک څخه ډېره ګټه پورته کړي دا به دوى په متحده ايالاتو کې د منفي ذهنيت لرونکو په ډول ولس ته وروپېژني چې د ټرمپ او ملګرو ملاتړ به نور هم ډېر کړي.
دا هرڅه موږ ته داسې راښيي چې راتلونکې د ولسمشرۍ دوره هم د جمهوريخوا ګوند ده. که څه هم ټرمپ سپينپوستى توکمپال دى خو نشيزتوکي او پوځي ماجراپالنه يې ځکه خوښ ندي چې په دغه برخه کې ډيموکراټان ډېر ښکېل دي نو په افغانستان کې به نشيزتوکي او پوځي ماجراپالنه چې د ډيموکراټانو په حکومت کې يې خورا پرمختګونه وکړل راکمېږي او دا د هېوادوالو په ګټه بولم.
دا اوس د افغانانو پر نبوغ او سياسي مديريت پورې اړه لري چې لدغه حالت څخه د هېواد لپاره څه ګټه پورته کولاى شي، خو پدغه برخه کې د ګډحکومت څخه د لاسته راوړنې تمه ځکه نشي کېداى چې د دوى اړيکې له متحده ايالاتو سره خورا ستونزمنې شوي او انګريزان يې په پوست کې ننوتلي.