https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ډېرو برعکس چې ويل يې ټرمپ به بايلونکى وي، ١١٨ ورځې وړاندې مې حالاتو ته په کتو دا وړاند وينه کړې وه، چې ټرمپ ګټونکى دى.
Copy link Copied

له کلنټن څخه د بېرني ساندرس ملاتړ د ټرمپ کمپ نور پياوړى کړ. د بېرني ساندرس او ټرمپ ترمنځ به ګټونکى ساندرس و، خو د ټرمپ او کلينټن ترمنځ ګټونکى ټرمپ بريښي. په متحده ايالاتو کې مېشتو هېوادوالو او پښتنو که د ټرمپ ډلې څخه ملاتړ وکړي راتلونکي حکومت کې به برخه ولري.

ډيموکراټانو زموږ په هېواد او سيمه کې جګړه توده وساتله او همدغه تګلاره به کلينټن پرمخ بيايي، کاروبارى ذهنيت لرونکى ټرمپ به بدلون راولي. هسې هم دا ځل وار د جمهوريت غوښتونکو دى. د بريکسيټ لامله به د انګلستان نوى حکومت هم د ټرمپ ملاتړى وي.

يادونه:
په متحده ايالاتو کې بدلونونه زموږ پر هېواد او سيمه نيغې اغېزې لري. زموږ په چارو کې د دوى بربنډو لاسوهنو پر بنسټ، اخلاق او ډيپلوماسي موږ ته دا اجازه راکوي چې ورته څرګندونې وکړو.