Home >
شمالي کوريا سره جګړه د متحده ايلاتو او ټرمپ ناچاري او د نړيوالې تودې جګړې پاريدل.
Copy Link Copied
شمالي کوريا سره جګړه د متحده ايلاتو او ټرمپ ناچاري او د نړيوالې تودې جګړې پاريدل.
تېرو درې لسيزو کې د نړۍ نورو سيمو پرمختګونو د لوديځوالو پرمختګ ټکنى کړ، لويديځوال په ډېرو برخو کې د سيالۍ څخه وغورځيدل او اړ شول چې خپل هېوادونه په خپلو سرچينو وچلوي، کوم چې پخوا د نورې نړۍ په شتمنيو ښېرازه ول. د دوى خپلو سرچينو د شانداره ژوند اړتياوې نشوې پوره کولاى. دغه حالت هر څوک له دوه ستونزو سره مخامخ کوي لومړى کورنۍ شخړې او دويمه له سيالانو يا حريفانو څخه بازار ګټل هځې ګړندى کول.

د دغو دواړو ستونزو لنډ حل دوى په جګړو کې وليد، لومړى دا چې د لويديځ د وسلو کاروبار په پرمختګ کې و او دويم دا چې د کورنيو جګړو د مخنيوى لپاره يې په کمزورو هېوادو لکه افغانستان، عراق او نورو يرغلونه وکړل او هلته يې روانې جګړې پيل کړي ترڅو د جګړو په پلمه له ولسونو اسانتياوې او حقوق واخلي.

د افغانستان، عراق او نورو سيمو جګړو په لويديځ کې د کورنيو شخړو په محار کولو کې تر ننه مرسته وکړه خو نور ګرد لويديځ خو په ځانکړي ډول متحده ايالات په سياسي ډول بېسده ويشل شوي، موږ وينو چې ترنننه ديموکراټان د ټرمپ ولسمشري نه مني، ګانګرس د ولسمشر په بډ يا خلاف په روسيه بنديزونه لږوي، ټرمپ پياوړې رسنۍ چې په ډېره سپين سترګۍ د متحده الاياتو ګټې خوندي کوي دروغجنې بولي او همکاري ورسره نه کوي. د اف بي اى په نوم کورنيو استخبارات په تېر لنډ وخت کې د ټرمپ ټاکنيز کمپاين د مشر کور تالاشي کړى او هلته لا د ټاکنو ناندرۍ راونې دي چې د روسې له مخالفت څخه سرټکوي (مه کوه پر چا چې وبشې پرتا).

اردو او ترشا ګټې يې هم د ټرمپ کاروباري او جوړجاړي پروګرامونو سره همغږي نه دي. جولاى کې وال ستریټ ورځپاڼې وليکل "ټرمپ او د هغه ستر سلاکاران نه غواړي چي افغانستان ته نوري قواوي واستوي بلکه غواړي چي قواوي نوري هم لږي کړي"، د بهرنيو چارو وزير ټيلرسن د افغانستان د حکومت مخالفينو سره د خبرو کولو پلوي وکړه. زموږ په هېواد کې روانه جګړه د ډيمکراتانو او اردو غوښتنه ده.

پورتنۍ او ځينې نورې ستونزې که همداسې روانې وي هغه ورځ لري نه ده چې متحده ايالاتو کې کورنۍ جګړه، بدلون يا انقلاب وشي. متحده ايالاتو کې د دغه ډول حالت د مخنيوي لپاره کلتور دادى چې کورنۍ جګړې بايد بهرته وايستل شي او په جګړو کې ګټه ده. نو د متحده ايالاتو دغه ذهنيت ته په کتو د شمالي کوريا غوندې يوازې او کمزوري هېواد سره جګړه ښه پلمه ده، خو دغه جګړه به روانه سړه جګړه د زبرځواکو په توده نړيواله جګړه پيل کړي.

دا چې نړيواله توده جګړه به پرموږ څه اغېزې ولري زما وړانديزونه د تېرو دريو کلونو په درشل کې ښکته څړنو يا پوستونو کې وګورئ.