بډيالو ته د کابل د حکومت بې له شرته د سولې وړانديزونه او پرون د شمالي کوريا مشر سره د ټرمپ ليدلو ژمنتيا دا څرګندوي چې متحده ايالاتو کې د ټرمپ اقتصادي پرمختګونو ددغه هېواد جګړهپالې پوځي او استخباراتي ادارې او د هغوى تګلارې کابو کړې ځکه خو د افغانستان او شمالي کوريا په ډول د متحده ايالاتو د جګړو تودو سنګرونو کې د سولې خبرې کېږي، افغانان بايد لدغې وارې يا موقع څخه ستره ګټه پورته کړي او هتمي سوله وکړي.
همدارنګه په ولسونو غږ کوو چې هره شېبه راتلونکو ولسمشريزو رڼو ټاکنو ته چمتوالى ونيسي. د استخباراتي او سړو جګړو لپاره روزل شوي، نيت بدي چې د خپل ناروا واک او ګټو لپاره هر نيواکګر سره ملګري وي وپېژني او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې داسې ماتې ورکړي چې بيا په هېواد کې د پرديو په مټ واک ته رسېدلو خوب نور هيڅوک ونه ويني.