داسې ښکاري چې متحده ايالاتو په سوريه کې جګړه وبايلله، که همداسې دومخي روان ول او د افغانانو پر بډ يې خپل ناوړه پروګرامونه جاري ساتل او د افغانانو سره ريښتونې ملګرتيا يې د لنډو ګټو لپاره له پامه غورځوله هغه ورځ ليري نده چې دلته هم ناکامه شي.
د ستانونو د ذهنيت د سيمې د پرمختګ له ويرې اروپايي ذهنيت لرونکو هېواد په سيمه کې د احساساتي مشرانو او احساساتي سياسي خوځښتونو پر مټ جګړې تودې ساتلي ترڅو د ستانونو د سيمې پرمختګ د دوى د پرمختګ ځايناسى نه شي او بازار له لاسه ورنکړي.
د ستانونو د ذهنيت د هېوادونو په احساساتو ولاړ سرکښان په نړۍ کې د بل هرچا سره جوړيداى شي خو نادونده داده چې ترخپل منځ او خپلو ګاونډيو سره وړې وړې ستونځې نشي هوارولاى.
ترکيه د کوردي مسلمانو د ځورونې او وژنې لپاره له امريکايي، روسي او يهود سره ملګرتيا کولاى شي خو د يو مسلمان ورور په ډول، کوردان خپل ګاونډى نشي غملاى همدارنګه ايران د روس، چين او امريکا سره ملګرتيا کولاى شي خو په افغانستان کې سياسي ټيکاو ځکه نشي زغملاى چې دوى خپل او پردى نه پېژني.
ترکيه په ٢٠ بيليونو ډالرو له روسيې څخه بټۍ رانيسي خوخپلو ترکانو ته ١ بيليون نشي ورکولاى چې په ورته بټۍ څېړنې وکړي.
ډېر اړينه ده چې د ستانونو د ذهيت په سيمه کې روڼاندي يو بل ته نژدي شي او له دغه احساساتي حالت څخه سيمه منطقي حالت ته وړلو کې خپله دنده ترسره کړي، په دغه اړه مو "د ستانونو د پوهاوي جرګې" رامنځه کولو هلېځلې پيل کړي چې په هېواد اوسيمه به غوره اغيزې ولري.
^^