https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
خليلزاد د پښتنو له خاورې د دويم فلسطين جوړولو لپاره ګټور بېړا
Copy link Copied
دلته د لوېديځ د يرغل په ترڅ کې ځينې ناوړه کړۍ دي څوک چې غواړي په مرکزي اسيا کې د لبنان او فلسطين په ډول اوږدمهاله شخړې په سيمه کې ځاى پرځاى کړي. ددغې ناوړه تګلارې لاندې دوى غواړي چې د ډيورنډ کرغېړنکې کرښې دواړو غاړو ته پښتون مېشته سيمو څخه دويم فلسطين او يو نوى هېواد د لبنان په ډول رامنځه ته کړي (په حقيقت کې، اوس مهال د کابل حکومت هم د لبنان په بڼه چلېږي) چېرته چې حکومتولي د بې انډوله او دروغجن توکميز-اقتصاد او توکميز-مذهبي شخړو پر بنسټ اداره کېږي. په دې تګلاره کې د پاکستان پوځ او استخبارات د اسرائیل کردار ترسره کوي چې د ډيورنډ کرغېړنې کرښې دواړه غاړو کې پښتانه بدناموي، اقتصادي ډول کمزوري کوي او وژني. دغه وحشي تګلاره د غچ اخيستونکو ګړيو ده چې انګرېزانو او انګرېز توکمه-امريکايانو پخوا جوړه کړې وه، خو دا له ٢٠٠٣ تر ٢٠٠٧ کاله خورا په جوش کې شوه، هغه وخت کې يو برتانياوى د مايکل سمپل په نوم له افغانستان څخه په دې وشړل شو چې د تالبانو تر نامه لاندې يې د اورپکو په بيا منځته راتګ او يا هغوى سره په پټو مرستو او اړيکو تورن شو، په هغه وخت کې زلمی خليلزاد په کابل کې د متحده ايالاتو سفير و. همدارنګه وروسته د پاکستان د تالبانو تحريک جوړول د دې لړيو پايله وه. اوس د پښتنو له خاورې د دويم فلسطين جوړول خورا ښکاره او اندېښمن ځکه شول کله چې متحده ايالاتو، تالبانو او افغان حکومت دا خبرې پيل کړې چې د سولې راوستلو تر نامه لاندې به د جنګ ځپلي افغانستان پښتون مېشته سيمې تالبانو ته حواله کوي. حتا ځينو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل چې متحده ایالاتو د افغانستان اردو ته ويلي چې ځينې سيمې اورپکو ته ورپرېږدي. بله اندېښنه داده چې متحده ايالات يوځل بيا خليلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه افغانستان ته رالېږي. خليلزاد د ولسمشر جورج بوش د مرستيال په توګه پر افغانستان يرغل کې د هغه ستره مرسته وکړه، که يې پرتله وشي، زلمى خليلزاد د لبنان د ښاغلي فيلپ چارلس حبيب تاريخ تکراروي ، د چا ځايي وړتياوې او پوهه چې د هغو پاليسيو لپاره وکارول شوې چې تر ننه ورڅخه د فلسطين مظلوم او منځنى ختيځ ولس ځورېږي. که چیرې د دویم فلسطین جوړولو کړۍ په دې بريالۍ شي چې پښتون مېشته سيمې د تالبانو په نامه اورپکو ته وروسپاري، دا به په بشپړه توګه دداسې يوې غميزې پيل وي چې له کبله به يې ٧٠ سلنه افغانستان د انارشۍ او لاقانونيت سيمه شي، چېرته چې همدا اوس د پښتنو اپارتايد د ترهګرۍ تر جګړې لاندې له اتلسو کالو څخه را روان دى ، اوس د سولې تر نامه لاندې د مرکزي اسيا دويم فلسطين جوړېدو هڅې روانې دي.