اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ملت، هېوادپال، بشري حقوقپال او مدني ټولنې بايد د هېګ نړيوالې محاکمې څخه  د ايران لخوا ٥٧ بېګنا افغانانو سيند ته غورځولو کړغيړن جرم په اړه د څيړنو غوښتونکي شي.
ملت، هېوادپال، بشري حقوقپال او مدني ټولنې بايد د هېګ نړيوالې محاکمې څخه د ايران لخوا ٥٧ بېګنا افغانانو سيند ته غورځولو کړغيړن جرم په اړه د څيړنو غوښتونکي شي.
تړاو کاپي کاپي شو
2020-05-04 لمريز 1399-02-19
د ايراني پوليسو په ډېر بېرحمه ډول ۵۷ افغانان له شکنجې او ځورونو وروسته هريرود سيند ته د غورځولو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت بايد د ايران سپير/سفير ورغوښتى/احضار کړى وي، په تهران کې د کابل د تپلشوې حکومت سپير چې د قاسمي په مرګ يې اوښکې تويولې بايد د پيښې ځاى ته ورغلى واى. همدارنګه ارګ بايد په دغه تړاو د غندنې، نړيوالې څېړنې او مجرمانو ته د سزا غوښتونکى واى.
نن مې ارګ، د بهرنيو چارو وزارت، تهران کې د سپارت رسمي پاڼې وکتلې پدغه تړاو خو پرېږده چې څۀ نه وو خو په پاڼو کې د ښاغليو له ايراني وزير جواد سره خندان عکسونه د هېوادوالو کړکيچن حالت غمازي کوي. له دغه پرديپال حکومت او چارواکو سره يې د ملت غم نشته دوى يوازې د خپل موقف ترساتلو مداحي کوي.

ددغو بېګنا ٥٧ افغانانو سيند ته خورځولو پوښتنه هم اوس زموږ، بشري حقوقو او مدنيو ټولنو دنده شوه چې د هالنډ په هېګ کې نړيوالو جرمونو محاکمې International Criminal Court - ICC څخه ددغه کړغيړن جرم په اړه د څيړنو غوښتونکي شو.
#لېوال #نرلېوال #nrliwal