په داسې وخت کې چې ولسوونه له کورنا يا کويډ-١٩ سره لاس او ګريوان دي، ايرانيانو افغانان ژوندي سيند ته وغورځول ويې سوځول، مړه يې کړل او بې شمېره يې بنديان کړل بله هرډول ناروا يې چې تر وس کېږي، ايرانيان يې په افغانانو کوي.
په ٦ جون، ٢٠٢٠ز
د افغانانو لپاره په ايران کې عدالت، غوښتنليک په څو ساعتو کې د انټرنټ له لارې لسګونه زره کسانو لاسليک کړ چې ستاينه او ملاتړ يې کوم. ددغه غوښتنليک مخاتب ارګمشر، اشرف غني، د ايران ريس جمهور روحاني د افغانستان او ايران حکومتونه او بي بي سې وو.
زما وړانديز دى چې دغه ډول غوښتنليکونه، ملګروملتو او د جرايمو نړيوالې محکمې ته راجع کړل شي.
نور رحمان لېوال