اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ايران په اټومي چارو د لوېديځ جوړجاړى، عربو ته د ايران پرشاټپولو او په سيمه کې مذهبي جګړو تودولو څخه پرته بله کومه پايله نلري.
د ايران په اټومي چارو د لوېديځ جوړجاړى، عربو ته د ايران پرشاټپولو او په سيمه کې مذهبي جګړو تودولو څخه پرته بله کومه پايله نلري.
تړاو کاپي کاپي شو
2015-04-04
دا وخت ايران د عربي سيمې په لبنان کې له حزب الله، سوريه کې له بشر اسد، عراق کې له شعيه ملېشو او يمن کې له هوتي شعيه مليشو ملاتړ کوي. دغه ملاتړ ورو ورو د عربو پځانګړي ډول د سني عربيانو سره په ستره جګړه بدلېدونکې ښکاري چې ګټه به ورڅخه لوېديځ پورته کوي او هېوادونه به د مسلمانانو ورانيږي او پپاى کې به پړه پر ايران اچولکيږي. که ايران او شعيګان ددغې جګړې ګټونکي هم شي په پاى کې به يې لوېديځ راپرزوي.
د سعودي له کړووړو څخه د کابل د حکومت ملاتړ د مذهبي يوالي لامله طبعيي خبره ده، خو کوم اور ته چې ايران لمن وهي د مسلمانانو لپاره ډير خطرناک دى. زه د ايران په حکومت غږ کوم چې مذهبي تاوتريخوالو ته شا کړي او زمونږ د ستانونو (افغانستان، عربستان، هندستان...) سيمه چې له لوېديځ او ختيځ(روس او چين) څخه وروسته د پرمختګ پحال کې ده له ويجاړۍ سره مخ نکړ‌ي.
که ايرانيان په دغو خبرو غوږ کوڼ کړي او ورانى جاري وساتي دا به د دوى د مذهبي جنون او تعصب څخه پرته بل څه نه وي او پايلې به يې د ټولو لپاره ويجاړونکې وي.
د اټومي چارو د ترلاسي ليونتوب کې اوس ايران هغه ځاى ته ورسيد چې نور قام شرموي، لومړى بايد مسلمان هېوادونه د جګړې د مخنيوي لپاره، د ايران د اټومي پروګرام د بنديز غوښتنه وکړي، له ايران سره اړيکې وشکوي او بنديزونه ورباندې ولږوي او لويديځ ته په سيمه کې د تاوتريخوالي پريښودلو ګواښ وکړئ.