د پانيپت پلم نندارې ته له راوتلو وړاندې ډېرى هېوادوالو بابا ته د نه درناوي اندېښنې درلودې، نو ځکه مې هڅه وکړه بېګا يې لومړۍ سينمايي نندارې ته ورشم. غوره پېښه دا وه چې خوا کې ناست مرهټى نندارچي مو تاريخپوه او د مرهټيانو د هغه وخت د هندوايزم د کاسټ پر بنسټ د پوځي مشرانو کورنۍ پورې تړاو درلود چې ځانګړې غوږوالۍ يې لا اوس هم په غوږ وه، د نندارې له پيل څخه وړاندې يې راته وويل:
د پانيپت جګرې ته هغه وخت لاره هواره شوه چې کله په ١٧٥٨م کال کې مرهټيانو اټک او پېښور باندې بريد وکړ او د اټک او پېښور کلاوې يې ونيولې، نو مې ورته وويل چې د جګړې پيل مرهټيانو کړى، مرهټيانو د پښتنو په خاوره اټک او پېښور کې څه کول؟ سړى بې ځوابه شو، نو مې ورغبرګه کړه چې له دې څرګنده شوه چې بابا کله هم پر هندوستان يرغل ندى کړى او د خپلې سيمې ساتلو او په هندوستان کې يې د خپلو ملګرو مرسته کړې چې نن هم هېوادونه يو بل سره ورته مرستې کوي.
هغه وخت کې چې مرهټيانو اټک او پېښور ونيول او هندي روهيلا پښتانه يې وګواښل هغوى بابا څخه مرسته وغوښته نو بابا مجبور شو چې له مرهټيانو خپله خاوره، ولس او ملګري وژغوري . په پښتونخوا کې پښتانه خيلونه او هندوستان کې روهيلا پښتانه د مغولو ترګواښونو لاندې وو او مغولو ډېر تنګ کړي وو، لکه نن چې له پاکستانيانو تنګ دي، بابا پرته له جګړې پېښور او شاوخوا سيمو پښتانه د خپلې امپراتورۍ په مرسته له مغولو وژغورل.
د پلم ننداره پيل شوه، د مرهټيانو ژوند او ځواک ډېر رنګين، برابر، له مينې او خونده ډک ښودل کېده، خو افغان لورى تت، له کورنيو ستونزو ډک، شخړيز او نرځواکي لاندې ښودل کېده، د پلم په خبرو کې څرګنده شوه چې له نندارې وړاندې ما مرهټه نندارچي ته ويلي وو، بابا له مرهټيانو سره سولې او جوړجاړي ته تيار وو خو د مرهټيانو د پوځ مشر زلمکي شازادګي چې سياسي تجربه يې نه لرله او پوځي مشر يې هم بې تجربې وو نو او له احساساتو يې کار اخيست ځکه يې د بابا د سولې وړانديزونه رد کړل او جګړې ته اړ شول.
داسې انګېرل کېږي او ځينې هندوپلوه تاريخپوهانو د بابا د مرستو هڅو ته د يرغل په سترګه ګوري، خو بابا مجبور وو چې نور د افغانانو شتون ته خنډ کېدل نو ځکه يې له وړاندې د هغوى مخنيوى کاوه. هندوستان مېشتي هندوان د يوه ستر ناسمپوهاوي ښکار دي چې د ګوتاما بودايي دين سيمه دوى د خپل سياست او واک سيمه بولي خو دا هېروي چې په هغه زمانه کې دغه دين شريک وو چې اوس د هندويزم په بڼه هندوانو ته ورپاتې دى، د بېلګې په ډول په هغه وخت کې هم د هندوستان له بوتانو تر ټولو ستر بت زموږ په بياميانو کې وو.
د پلم په خبرو او جګړيز حالت کې بابا ته د لوټلو کليمه د مرهټيانو د پوځي مشر لخوا په داسې ځمکه کارول شوې چې هلته دى پردى او بابا د روهيله پښتنو د واک په سيمه کې ولاړ دى. لکه څنګه مو چې مخکې وويل په پلم کې زموږ کلتوري او ټولنيز اړخ تت او پوځي اړخ پياوړى ښودل شوى او هڅه شوې چې مرهټه لښکرې کمې او د بابا ډېرې وښودل شي خو تاريخ بيا بل ډول دى.
خو په پلم کې د ابراهيم خان ګارډي په نوم مسلمان، لوبه چې د مرهټه هندوانو په ګټه توپونه ولي او بابا لښکر ته ستر زيانونه اړول، د نننيو هغو افغانانو او پښتونخوا کې د ځينو پښتنو کړو وړو سره سخت سرخوري، چې د خپلو ګټو او واک لپاره له پرديو يرغلګرو سره د خپلو د وژلو او ځورولو لپاره له هيڅ ناروا درېغ نه کوي.
همدارنګه دا پلم د مغولو له هغه راز څخه پرده پورته کوي چې د ګوډاګيو په توګه دوى په هندوستان کې سيالو ځواکونو کارول،پر تخت يې کېنول او شاته هغوى خپلې موخې ترسره کولې او دوى يوازې سياسي دلالان ول، په ټوليز ډول پلم د غندلو پرځاى د تاريخي زدکړې لپاره کتل ښه دي.
همدارنګه پلم دا هم څرګندوي، لکه نن چې د پاکستان او ايران حکومتونه د افغانانو لپاره ګواښونه دي، په هغه وخت کې هم له ختيځ څخه هندي امپراتورۍ ګواښ وې او له لوېديځ څخه د ايرانيانو لخوا تر يرغلونو لاندې ول، زموږ نيکونو ډېره لږ د ساه اخيستلو او ځان جوړولو واره يا موقع درلوده، موږ بايد له تاريخه زدکړه وکړو او د پرديو ګوډاګيو په غوړو وعدو تېر نه وځو، د خپلواکۍ او ځانبسياينې په برخه کې خپلې هڅې وکړو او ډېر زيار وباسو ترڅو د نورو له ګواښونو ځان وساتو.